جون 06, 2020

د شپږو کمېسیونونو په ترکیب د اسلامي امارت یو مشترک هیئت د ننګرهار ولایت له داعش ځپلیو ولسوالیو لیدنه وکړه.

د شپږو کمېسیونونو په ترکیب د اسلامي امارت یو مشترک هیئت د ننګرهار ولایت له داعش ځپلیو ولسوالیو لیدنه وکړه.

په دې وروستيو کې د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم په اساس د شپږو کمېسیونو یو مشترک ملکي پلاوي د ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او د خپل هیئتی په دوام یې په ننګرهار کې له داعش ځپلیو (پچیر اګام ، چپرهار ، هسکه مېنه ، سپین غر او اچین) ولسوالیو څخه لیدنه وکړه.
د دغه پلاوي سرپرستي د دعوت ارشاد جلب او جذب کمېسیون له لوري کېده او مشري یې د همدې کمېسیون د شمال ختیځې حوزې مسئول شیخ الحدیث محمد خالد صاحب په غاړه وه.

د دې هیئت په ترکیب کې د تعلیم او تربیې کمېسیون ، د ملکي تلفاتو مخنیوي او سمع شکایاتو کمېسیون ، د محاکمو عالي ادارې ، د بېوزلو، یتیمانو او معلولینو ادارې او د موسساتو د کنترول او تنظیم کمېسیون غړي شامل وو.

یاد هیئت په سیمه کې د اسلامي امارت د مجاهدینو مرکزونه ته لاړ او هلته یې د اسلامي امارت له ملکي او نظامي مسؤولینو ، ولسوالانو ، دلګۍ مشرانو او مجاهدینو سره ولېدل له دوی یې په سیمه کې د اسلامي امارت د بېلابېلو ادارو د فعالیتونو حال واخیست او دوی ته یې د اسلامي امارت د فرامینو او پروګرامونو په هکله معلومات ورکړل او دوی یې د ولس لا زیات خدمت ته وهڅول.

د اسلامي امارت دغه هیئت په سیمه کې له پرتو ولسونو ، قومي مشرانو ، سپینږیرو ، علماوو او د مساجدو له امامانو او خطیبانو سره وکتل دوی ته یې د اسلامي امارت د رغنده پالسۍ او د راتلونکي لپاره د ولس د خدمت په موخه د غوره پروګرامونو د شتون خبر ورکړ.

هیئت د ولسي مشرانو او علماوو ستونزې او مشکیلات واورېدل او د هغوی د حل ژمنه یې وکړه ؛ همدارنګه د تعلیم او تربیې کمېسیون له لوري د کلیوالي ښونځیو او همدا شان  د موسساتو د کنترول او تنظیم کمېسیون له لوري د سرکونو د جوړولو وعده وشوه.

هیئت له علماوو او ولسي مشرانو څخه و غوښتل تر څو د دوی په سیمو کې بېوزله ، فقیر او همدارنګه بې سرپرسته کورنۍ دوی ته ور وپېژني تر څو له دوی سره د اسلامي امارت له لوري مالي مرستې وشي.

یاد هیئت له علماوو او ولسي مشرانو غوښتنه وکړه چې دعوت په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي او هغه ځوانانو چې د دښمن د بې ځایه تبليغاتو له امله غولېدلي دي او د دښمن په صف کې ولاړ دي د هغوی ذهنونه روښانه او د اسلامي امارت رغنده پالیسي ورته تشریح کړي تر څو د دښمن له صف څخه را جلا شي او خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي ، چې د علماوو او قومي مشرانو له لوري هم د همکاری ژمنه وشوه.

ولسي مشرانو او دیني علماوو د اسلامي امارت له قربانیو قدر داني څرکنده کړه او د ټولو فتنه ګرو په ضد یې له اسلامي امارت سره د خپل ملاتړ او څنګ په څنګ مبارزې هوډ څرګند کړه.

Related posts