جون 06, 2020

شهید منصور رحمه الله یو بې جوړې رهبر

شهید منصور رحمه الله یو بې جوړې رهبر

فاتح عبید

د جوزا لومړۍ نېټه  د افغانستان د اسلامي امارت د دوهم امیر «ملا اختر محمد منصور» رحمه الله د شهادت تلین دی.
له پرون څخه پوره څلور کاله وړاندې د جوزا د میاشتې په لومړۍ نېټه دا عظیم او بې جوړې رهبر د کندهار د ریګستان او بلوچستان تر منځ سیمه کې د امریکایي الوتکو په یوه برید کې داسې مهال په شهادت ورسېد، چې د امت د یوې ويښې او فعالې کتلې او یوه مبارز تحریک د مشرۍ بار یې پر اوږو پروت و.
هغه که څه هم په وچو دښتو کې د الله د لقاء جامونه په تږو شونډو کېښودل او ابدي بریا ته ورغاړې ووت، خو په تلو یې امت د ویر په ټغر کېناست او د تل لپاره له یوه بې جوړې، مدبر، متین او اوسپنیز رهبر څخه بې برخې شو.
هغه ولاړ، خو نړۍ او د خپلې لارې لارویانو ته یې د رهبرۍ یوه نایابه بېلګه تر شا پرېښوده او د خدای په لاره کې د ایثار او قربانۍ د یوه بې ساري مثال په توګه یې خپل نوم د تاریخ په پاڼو ثبت کړ.
شهید منصور رحمه الله په سختو او پېچلو شرایطو کې د اسلامي امارت زعامت ته را وړاندې شو، او داسې مهال يې د یوه مبارز تحریک د رهبرۍ دروند پېټی اوږې ته کړ، چې قسم خوړلو دښمنانو د جهادي صف د پاشلو او انشعاب لپاره پراخ استخباراتي او تبلیغاتي جال غوړلی و، له لسیزو په زړونو کې د ساتلي غچ اخستو وخت یې را رسېدلی باله او د یوه مبارز تحریک د ماتېدو خوبونه یې په حقیقت بدلېدونکي ګڼل.
د جهادي صف د ملګرو زړونه هم غمجن او سترګې یې نمجنې وې، هیچا د راتلونکې وړاندوینه نشوای کولای، یو مبهم حالت وو او هر چا ته د راتلونکې انځور تت ښکارېده، قوي مټې له سېکه لوېدلې وې او داسې فکر کېده، چې د «ثالث عمر» له وفات وروسته د هغه د زړه په وینو د راسترې شوې ونې پاڼې نور ددې توند طوفان څپې نشي زغملای.
خو د الله تعالی پرېکړې بېلې وې، هغه جل جلا له د منصور په جامه کې یو داسې عظیم انسان صف ته تحفه کړ، چې هم د سنګر جنګیالی وخوت، هم د سیاست یو پوخ او نه ماتېدونکی لوبغاړی او هم د وطن د کاڼو او بوټو یو ټینګ محب.
هغه په یو سخت زماني او مکاني چاپیریال او د مادي امکاناتو د نیستۍ په اوج کې خپلو همسنګرو ته یو غوره ملګری ثابت شو، د یوه کاریزماټيک رهبر په څېر یې هغوی په ځان راټول کړل، د هغوی مجروح روحیات یې ورغول او تر پخوا په ستره حوصله یې د مبارزې په سنګر کې تر خپل څنګ ودرول.
هغه خفه شوي دوستان په صبر او حوصله په ځان رامات کړل، مګر دښمنانو ته یې فرصت ورنکړ، له هغوی سره قاطع وړاندې ولاړ، د سر په کاسه کې یې اوبه ورکړې، پلانونه یې په بشپړ تدبیر ورته دفع کړل او داسې عظیمو فتحو ته یې لار پرانیسته، چې د دښمن له ذهنه یې د صف د انشعاب فکر د هغوی په وینو ومینځی.
د جګړې د دډګر دا تکړه سرلښکر د سیاست له صحنې هم ممتاز راووت، هغه رحمه الله په نهایت نازک وخت کې د ډيپلوماسۍ پراخ جال وغوړاوه، نړۍ ته یې د ملګرتیا او د احترام په اصولو د ولاړو اړیکو د جوړولو لاس ور اوږد کړ، د اسلامي امارت برحقه داعیه یې د هغوی تر غوږو ورسوله او د سیاسي صحنې د یوه منلي او پاخه ډيپلوماټ په حیث یې سیاسي مهرې داسې قطار کړې، چې نړیوال یې مخ راګرځولو ته اړ ایستل او په دې یې معترف کړل، چې اسلامي امارت د یوه نظامي ځواک تر څنګ د سیاسي صحنې د یوه مسلم حقیقت په توګه ومني.
شهید منصور رحمه الله جهادي صف پراخ کړ، او د دښمن په هسته کې یې ځالې جوړې کړې، په داسې سیمو کې یې د برحقې داعیې مبارزې ډلې په خوځښت راوښتې، چې دښمن د خپلې واکمنۍ د بقاء مظبوط سنګرونه بلل او کله یې هم دا هیله نه درلوده، چې یوه ورځ به د شر او فساد لمن هلته ټولېږي او ځوانان به ددوی د شومو اهدافو په وړاندې د مزاحمت لیکو ته وردانګي.
د هغه رحمه الله د زعامت په لنډه؛ خو له ابتکاراتو ډکه دوره کې ادارې عصري او د وخت له غوښتنو سره برابرې شوې، په نظامي برخه کې ابتکارات رامنځته شول، د معسکراتو په یوه منظم سیستم کې د پوځي ځواک ډلګۍ وروزل شوې او تر دې اندازې منظم نظامي قطعات د جګړې ډګر ته دننه کړل شول، چې د دښمن په پرتله په نشت برابر اسبابو یې لویې صوبې د اسلامي امارت په نامه ثبت کړې.
شهید امیر سره له دې، چې د نړۍ له یوه ستر زبر ځواک سره د پنجې نرمولو په حال کې و، خو ولس یې هیر نکړ، هغه خپله هره وینا ولس ته د ښه چلند په توصیه پیل کړه او له هغوی سره د نیک سلوک او غوره رویې دکولو په غوښتنه یې پای ته ورسوله.
بالاخره دې ستر انسان خپله هغه وینا رښتیا کړه، چې ویل به یې « موږ ته تر ژوند خپل اهداف لومړیتوب لري، که موږ ژوندي نه یو خیر دی، خو مهمه داده چې زموږ مبارزه روانه وي.»
هغه رحمه الله رښتیا هم ځان له اهدافو قربان کړ او په دې لاره کې یې خپل ځان اور ته وکړ، مګر د یوه ویاړلي زعیم په حیث اهدافو ته ژمن پاتې شو.
د هغه رحمه الله لار اوس هم دوام لري، هره ورځ ګڼ شمېر کسان د خپل شهید امیر د نوم په اورېدلو د هغه د قاتلینو په وړاندې متحرک کېږي، د فدا شوي امیر له وینو الهام اخلي، هغه ته په ورغلې لاره پل ږدي او له سترو اهدافو ځان نذارانه کوي.

Related posts