جون 06, 2020

شهید منصور؛ هغه مشر چي اسلامي امارت یې په سختو حالاتو کي وځلاوه!

شهید منصور؛ هغه مشر چي اسلامي امارت یې په سختو حالاتو کي وځلاوه!

عنایت الله خاموش
څلور کاله پخوا په همدې ورځ، د افغانستان د خپلواکۍ او ازادۍ لپاره یو مهم څراغ ګل شو. څلور کاله مخکي په همدې ورځ د اسلامي امارت دوهم، معنوي او عملي مشر؛ ملا اخترمحمد منصور شهید شو او اسلامي امارت یې له نظامي، سیاسي، اداري او… لحاظه یتیم کړ. دا ورځ که څه هم د افغانستان په تاریخ کي د مبارزینو لپاره نه جبرانېدونکي ده او یو مهم لېډر یې له لاسه ورکړی؛ خو لله الحمد دې مشر د امارت او مبارزینو لپاره داسي کارنامې او اصول په میراث پرېښودل، چي د اسلامي امارت تر ژونده به د شهید منصور په نوم ثبت وي.
شهید منصور د اسلامي امارت هغه مشر و چي د خپلي سیاسي و نظامي دور اندیشۍ پر مټ یې پوره شپږ کاله د اسلامي امارت د مطرح تیا ترڅنګ داسي اداري، سیاسي او نظامي چارچوب جوړ کړ، چي له کبله یې د هیواد په هره سیمه کي، د هر قوم اتباعو د اسلامي امارت په هینداره کي ځان ولید او د خپلو داخلي مخالفینو سربیره یې د نړۍ اکثریت پردې قانع کړ، چي د اشغالګرو په وړاندي د دوی مبارزه په حقه ده او دوی به دا مبارزه د خپلو وینو په بدله تر پایه رسوي.
د شهید منصور صاحب په اړه که هر څومره خبري وکړو او کارنامې یې بیان کړو؛ مګر د ده عظیم شخصیت او سپېڅلي مبارزاتي عقیده یې پکي نشو ځایولای؛ ځکه شهید منصور د اسلامي امارت هغه زعیم او مشر و، چي اسلامي امارت یې په په سختو حالاتو کي وځلاوه!
ځکه؛ کله چي په ۲۰۱۰ م کال کي د امیرالمؤمنین مرحوم ملامحمد عمر مجاهد له لوري ده ته د مرستیالي او د اسلامي امارت د عملي مشرتابه دنده وسپارل شوه، په هغه مهال افغانستان او په ځانګړي ډول اسلامي امارت تر سخت فزیکي او تبلیغاتي فشار او یرغل لاندي و او دلته په داخل کي د اسلامي امارت د ماتولو لپاره پراخ تبلیغاتي وسایل او نوی نظامي پرسونل ځای پر ځای شو. ګډ دښمن هغه مهال د اسلامي امارت د کمزوره کولو، وېشلو او ماتولو په موخه، له هري ممکنه لاري استفاده وکړه؛ خو د شهید منصور تقبله الله د ځیرکتیا له برکته دا هر څه شنډ او له ماتي سره مخ شول.
همدارنګه کله چي د امیرالمؤمنین مرحوم ملا صاحب له وفات وروسته، د اسلامي امارت معنوي و عملي چاري ده ته وسپارل شوې او ورسره د زعیم په توګه بیعت وشو. هغه مهال هم اسلامي امارت له نویو ننګونو سره مخ و. که له یوه لوري د ځینو قدرت طلبه د اسلامي امارت د پلویانو بغاوت، د داعش ډلي رامنځته کیدل و؛ خو بل پلو ته بیا اشغالګرو هم خپل نظامي و تبلیغاتي قوت ته پراختیا ورکړه او افغانستان ته د نویو تیریګرو عسکرو سربیره یې دلته نوي ډلي او ملیشې هم پراخي کړي او هر ځای یې د اسلامي امارت په وړاندي فکري و نظامي جګړې ته زور ورکړ. دا ځل هم شهید منصور صاحب د خپل ځیرکتیا له مخي ګډ دښمن( اشغالګرو/ ګوډاګیانو) پر مخ ټینګه څپیړه ورکړه او پر دښمن یې داسي ګوذارونه تنظیم کړل، چي له هغوی څخه یې درک ورک کړ. تر ټولو بده یې لا دا چي همغه وخت یې امریکايي ولس ته پیغام ورکړ، چي په افغانستان کي ستاسو جنګیدونکي عسکر ظالمان دي او پر موږ یې یرغل کړی او هغوی یې پر دې قانع کړل ترڅو پر خپلو چارواکو فشار راوړي چي افغانستان پرېږدي.
د شهید امیرالمؤمنین په اړه که هر څومره لیکل او ویل وکړل شي، خو د ده کارنامې به خلاصي نه شي. شهید منصور ټول د خاطرو کور و او د دې لپاره چي د شهید منصور صاحب له شخصیت څخه راتلونکي سیاسي او نظامي افراد یو څه حاصل کړي؛ د اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمیسیون ته په کار ده، چي د ده له ملګرو سره اړیکي ټینګي او د نوموړي ټول مبارزاتي ژوند او هلي ځلي د یوه کتاب په بڼه راټول او نشر کړي؛ ترڅو راتلونکي نسلونه مو په سیاسي، نظامي او اداري ډګر کي د الګو په توګه استفاده وکړي. ځکه دا پر اسلامي امارت د شهید منصور تقبله الله الشهادة مسلم حق دی او ټول د اسلامي امارت منسوبین باید په خپلو چارو کي د شهید امیر له سیاسي، نظامي او اداري چوکاټ او مکتب څخه استفاده وکړي!
په پای کي د شهید امیرالمؤمنین ملا اخترمحمد منصور په ګډون د اسلامي امارت او ټول مسلمه امت شهیدانو ته د الله تعالی له دربار څخه د لوړو درجو او د دوی د ارمانونو د پوره کیدا غوښتونکی یم.

Related posts