جون 06, 2020

شهید منصور صاحب ځان قربان کړ، خو اهداف یې وساتل

شهید منصور صاحب ځان قربان کړ، خو اهداف یې وساتل

لیکنه بلال کریمي:

د ځمکې پر مخ د ژونديو ملتونو د بقا راز په دې کې وی، چې له غیږي  څخه یې  مبتکر، شجاع، مدبر او معنوي ارزښتونو  ته متعهد او ژمن رجال پنځیدلي وي او  هغوی بیا د خپلو ارزښتونو د حفاظت له پاره بی شمیره  تکالیف او مشقات  ګاللي وي او نسلونه یې د ازادۍ، ارتقاء او مدنیت  په اهمیت   پوه کړي وي.، ملتونه تل د همداسې هستیو پوره وړي  پاتې شوي دي.

دالله عز وجل صادق او ریښتني بنده ګان په ځمکه کې د الله تعالی خلیفه ګان او د دین محافظین وي.

 د مرحوم امیر المؤمنین  له وفات څخه وروسته  د شهید منصور صاحب  تقبله الله قیادت  د افغان ولس او په ځانګړي توګه د اسلامي امارت له پاره واقعا د الله تعالی یوه لویه لورینه وه.

شهید منصور صاحب رحمه الله  چې نن يې د شهادت څلورم تلین لمانځو د خپل قیادت په مهال داسې شاهکارونه د تاریخ  په حافظه کې ثبت کړل  چې  د رب العزة له ځانګړي نصرت پرته  په عادي حالاتو کې ممکن نه  بریښیدل.

ان لله في أرضه رجال باعوا أنفسهم رخيصة من اجله عشقوا الجهاد والاستشهاد في سبيله بذلوا كل ما يملكون لينتصروا لدينهم رجال صدقوا الله في أفعالهم فصدقهم الله.

شهید منصور صاحب د زمان او مکان له پلوه په ډيرو سختو حالاتو کې  د اسلامي امارت د نیابت او بیا د قیادت په سطحه  د دندو پرمهال د یو قوي حفیظ او امین په توګه  د جګړې او سیاست  ډګرونو کې  په ډير اخلاص او مهارت د اسلامي امارت جهادي صف رهبري کړ  او د فوق العاده  قیادي شخصیت په درلود لو سره  یې په  نظامي او سیاسي برخو کې  خورا پراخې او ګړندۍ هلي ځلې و کړې.

شهید منصور صاحب په داسې حال کې د اسلامي امارت جهادي  صف منظم ، متحد او یو موټی وساته چې په هیواد کې د نژدې نیمې نړۍ  وحشي پوځونو  د مجاهدینو او افغان میړني او مجاهد اولس  په خلاف پراخه نظامي، تبلیغاتي او فرهنګي جګړه  پر مخ بیوله.

 دښمن له هرډول دسیسې او نیرنګ څخه په استفادې هڅه کوله  ترڅو د اسلامي امارت  په صف کې دننه  انشعاب رامنځته کړي او له دې لارې  خپلو شومو موخو ته ورسیږي، خو منصور صاحب د الله تعالی په مرسته او د خپل حسن تدبیر، تدبر، بې ساري شجاعت او حلم په وسیله  د دښمن دغه حربه ناکامه او ناکاره کړه.

منصور صاحب په خورا قاطعیت سره د داعش په نوم پدیده چې د مجاهدینو په ضد د  دښمن د  استخباراتي حلقاتو له لوري  له بهره  راوارده شوې وه،   تر۸۰ سلنې پورې په نطفه کې خنثی کړه.

شهید منصور صاحب  د نیابت او بیا د قیادت په مهال په ډير دقت  او سنجیده ګي سره د جګړې او سیاست ډګرونه  دواړه ګرم وساتل.

هغه رحمه الله په نظامي ډګر کې په زړه پورې ابتکارات او نوښتونه رامنځته کړل، دمجاهدینو د بدني او فکري تربیت له پاره یې د اعداد او تدریب معسکرونه ایجاد کړل، دکندز ولایت د فتحې څخه علاوه، په ګڼو ولایتونو کې  یې تر۸۰ او ۹۰ سلنې پورې اراضي تر خپل کنټرول لاندې راسته .

په ډیرو لږو پوځي او لوژیستیکي امکاناتو سره د ګڼو ولسوالیو فتحه او پراخو او استرتیژیکو سیمو څخه د اشغالګر او غلام دښمن شړل او هلته د اسلامي امارت سپین توغ رپول د نوموړي د  لوړ پوځي مهارت او استعداد درلودلو څرګند مثال دی.

 منصور صاحب د بې ساري شجاعت او بصیرت په درلودلو سره په سیاسي برخه کې  هم حیرانونکي پرمختګونه وکړل، چې له دې جملې د قطر دفتر لا تقویه کول، له ګوانتانامو زندان څخه د پنځوتنو مشرانو ملګرو را ازادول، د نړۍ له ګڼو هیوادونو سره دیپلوماتیک روابط جوړول، په مهمو کنفرانسونو کې د اسلامي امارت برحقه داعیه او موقف بیانول او نړیوالوته د اسلامي امارت د واقعي تصویر وړاندې کول او هغوی ته تر ډیره قناعت ورکول، د اقتصاي کانالونو پیداکول او داسې نور موثر او مثمرګامونه یې د شهکارونو څو بیلګې دي.

دغه راز منصورصاحب د اسلامي امارت په اډاڼه کې د منظمو تشکیلاتو، عزل و نصب  او دوائرو خورا منظم او موثرسیستم رامنځته کړ.

د هیواد په ګوټ ګوټ کې یې د نظامي، فرهنګي، معارف،زراعت، دعوت اوارشاد، مؤسساتو، صحت او نورو کمیسینونو په وسیله اړوندې چارې تنظیم او فعالې کړې.

منصورصاحب همدا رنګه د دښمن ټول نیرنګونه او بدې ارادې درک او پیژندلې وې او د ژوند تر پایه له اشغالګرو او د هغوی له غلامانو او ملاتړو سره د  مبارزې په مقدم خط کې په سخته او له آزمونونو څخه  ډکه مبارزه باندې  بوخت و.

خلاصه داچې شهید منصور صاحب تقبله الله د د ین، هیواد او په مجموع کې داسلامي امارت له علیا اهدافو څخه د خپل سر په بیه او د سپیڅلي وجود په کبابولو سره دفاع وکړه.

منصورصاحب لکه څنګه چې یې په خپله یوه وینا کې ویلي و( موږ ته د خپلو سرونو تر حفاطت د خپلو اهدافو ساتنه لومړیتوب لري) هماغسي یې وکړل، خپل سریې قربان کړ او خپل سپیڅلی وجود یې په امریکایي بارودو کباب کړ خو په خپلو اهدافو یې معامله ونکړه، هغه مبارک  په حقه سره  خپله وعده رښتیا کړه.

زما په  نظر شهید  منصوري صاحب رحمه الله  د  اسلامي امارت  د معنویت په افق کې یو  داسې ځلاند ستوری  دی،  چې هیڅکله به غروب ونکړي،  هغه  د الله تعالی رښتینی  بنده  و، چې یاد به یې تل تر تله تازه  وي.

د یادولو وړده  چې  اسلامي امارت  د فتنو په دې ننني عصر کې یوازینی  هغه جهادي او د ملت له متن څخه را ټوکیدلی خوځښت دی، چې  د رهبري او افراد و په کچه لارویان یې   د تأسیس له هماغه پیله تر نن ورځې  پورې   خپلو لوړو اهدافو ته ( چې په  ګران هیواد کې د  سوچه اسلامي  حاکمیت را منځته کول، مستقل، ازاد او قوي مرکزي  نظام جوړول او له هیواد څخه د اشغال په ګډون د ټولو فتنو او فسادونو جاروکول  او داسې نور دي) په بشپړه توګه ژمن پاتې شوي دي.

په دې کې  هم شک نشته چې همدا خوځښت  اوس د  شهیدانو په یو لوی کاروان بدل شوی، د بندیانو، زخمیانو او یتیمانو کور ترې جوړ شوی، د قربانیو، فداکاریو، حماسو او لویو لویو کارنامو خورا طولاني  او اوږد  فهرست لري، چې شهید منصور صاحب  غوندي لوړ شخصیت یې   غوره نمونه بللای شو.

د جګړې او سیاست دغه مخکښ قائد ( شهید امیر المو منین منصورصاحب تقبله الله)له نن څخه څلور کاله وړاندي  همدا نن ورځ  د ۱۳۹۵ هـ ش کال د جوزا د میاشتې په لومړۍ نیټه ماسپښین مهال  کې د افغانستان د ښوراوک ولسوالۍ  ته څیرمه د یوه جهادي سفر په حال کې  د نامرده  غلیم په یوه بزدلانه حمله (دامریکایي اشغالګرو د بې پیلوټه الوتکې په برید)کې د شهادت عالي مقام ته ورسید.

الله تعالی دې د انبیاوو، صدیقینو، شهداوو او صالحینو په ټولی کې حساب او په خپله رضامندي  سره ونازوي، امین یا رب العالمین!

ذوالجلال ته چې منظور وي هغه کاندي

کبریا ده که څوک ژاړي که څوک خاندي

پای

Related posts