جولای 11, 2020

پکتیکا: وازه خوا کې ۱ اربکی له مجاهدینو سره یو ځای شو

پکتیکا: وازه خوا کې ۱ اربکی له مجاهدینو سره یو ځای شو

نن سهار د پکتیکا ولایت، وازیخوا ولسوالۍ کې د حقائقو د درک په نتيجه کې او د سیمې د مجاهدینو په همکارۍ د نجیب الله ولد ګل باران په نوم د مینځو کلي یو تن اوسیدونکی پولیس له جګړې لاس په سر او مجاهدینو سره یو ځای شو، چې د مجاهدینو لخوا یې هرکلی وشو.

نوموړي په تېرو اعمالو د پښيمانتیا تر څنګ د مزدور رژیم لیکو ته د بیا نه ورتلو کلکه ژمنه وکړه، چې د مجاهدینو لخوا بیرته عادي ژوند ته سوق کړل شو.

2020/5/21

Related posts