جون 02, 2020

د نېکمرغه کوچني اختر د را رسېدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هِبة الله اخندزاده (حفظه الله) ‌ د مبارکۍ پیغام

د نېکمرغه کوچني اختر د را رسېدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هِبة الله اخندزاده (حفظه الله) ‌ د مبارکۍ پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم
إن الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده الله فلا مضل له ومن يضلل فلا هادي له وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له وأشهد أن محمدا عبده ورسوله.
قال الله عزوجل فی محکم کتابه: إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِينًا (۱) لِّيَغْفِرَ لَكَ اللَّـهُ مَا تَقَدَّمَ مِن ذَنبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ وَيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَيَهْدِيَكَ صِرَاطًا مُّسْتَقِيمًا (۲) وَيَنصُرَكَ اللَّـهُ نَصْرًا عَزِيزًا (۳) الفتح
د افغانستان مجاهد او مؤمن ولس، د سنګر مجاهدینو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت تاسو ټولو ته د زړه له کومې مبارکي وایم، الله تعالی مو روژې، تراویح او ترسره کړي ټول عبادتونه قبول کړه.
الله تعالی دې د شهیدانو شهادتونه قبول کړي، مجاهدینو او مجاهد ولس ته دې د دوی د خدمتونو او ستړیاوو اجرونه ورکړي، زخمیانو ته دې الله جل جلاله عاجله شفاء او زندانيانو ته نجات او آزادي نصیب کړي.
د شهیدانو کورنیو، خپلوانو او اولادونو ته له الله تعالی څخه د جمیل صبر، جزيل اجر او سپیڅلو ارمانونوته د رسېدو دعا کوم.
مؤمنو هېوادوالو!
غواړم په هېواد کې د روانو حالاتو او جریاناتو په اړه د اسلامي امارت موقف او اهداف درته څرګند کړم.
۱ــ زموږ جهاد د الله تعالی د رضا، د هېواد د بشپړې ازادۍ او دلته د سوچه اسلامي نظام د حاکمیت په هدف ترسره شوی، په یاد جهاد کې د ولس او مجاهدینو قربانۍ، ستړیاوې، تکالیف او ستونزې په ځان تیرول له چا پټ نه دي؛ نو د یادو اهدافو د ترلاسه کولو او تحقق په موخه او د فتنو اوخطراتو د مخنیوي لپاره له ټولو هېوادوالو، خصوصا د امارت له ټولو مسئولینو او د سنګر له مجاهدینو څخه غواړم چې خپلو اصلي اهدافوته په جدي ډول متوجه شي، خپل صف او قوت لا ډیر پياوړی کړي، خپل مینځي یووالی او اطاعت لا کلک وساتي او اداري جوړښت نور هم منظم کړي.
۲ــ دا چې اسلامي امارت د ټولو هېوادوالو ګډ کور دی او د څلویښت کلنو قربانیو او ارمانونو د پوره کېدو لپاره په مبارزه بوخت دی؛ نو د هېواد علماء کرام، روحانیون، استادان، قومي مخور، لیکوالان، شاعران، ادیبان او ټول با رسوخه شخصیتونه باید په هېواد کې د سوچه اسلامي نظام د حاکمیت، سولې، بیا آبادۍ، یو والي او خپلواک افغانستان لپاره لازیاته همکاري وکړي، خپل ټول توان په کار واچوي، خپل ماحول، شاګردان او متعلقین په حقائقو آګاه کړي، له خپل ویاړلي تاریخ نه یې خبر کړي، د بدبینيو، تعصباتو، اختلافاتو، اخلاقي فساد او هر هغه څه سره مبارزه وکړي چې زموږ مقدس دین، د هېواد یووالي او استقلال ته زیان اړوي، دغه بادرکه شخصیتونه دې د افغانستان د اسلامي تشخص، جهاد، د حق لپاره مبارزې او راتلونکي نسل د ويښتابه لپاره لا هم ډېر کار وکړي، ترڅو مو په هېواد کې د اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتنې لپاره د قربانۍ روحیه لا ډيره قوي او پياوړې وساتل شي.
۳ــ د نړۍ او سیمې له هېوادونو سره د اسلامي امارت سیاسي اړیکې د پخوا په نسبت ډېرې پراخې شوې، د اسلامي امارت موقف او پالیسي ورته واضحه شوې چې پر بنسټ یې باور او اعتماد رامینځ ته شوی، موږ د خپلې پالیسۍ له مخې غواړو چې له اسلامي هېوادونو سره د ورورۍ، له ګاونډیو سره د حسن همجوارۍ، له سیمیزو او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ګټورې اړیکې لا پیاوړې کړو، ترڅو د سیمييزې او نړیوالې اقتصادي رفاه، امنیت او ګډ ژوند په برخه کې لازم مسئولیتونه ادا شوي وي، له نورو هېوادونو څخه هم د ورته ګامونو د پورته کیدو هیله لرو.
۴ ــ هغه جهتونه او اشخاص چې د ا شغال له خاتمې وروسته د راتلونکي نظام په اړه اندیښنې لري، اسلامي امارت یوځل بیا ټولو ته ډاډ ورکوي چې انحصار طلبه پالیسي نه لري، د هرچا که هغه نارینه وي که ښځينه حقه حقوق به ورته رسیږي، څوک به د محرومیت او محکومیت احساس ونه کړي او ټولو هغو برخو ته به رسیدګي وشي چې د ټولنې په رفاه، پياوړتیا او ابادۍ کې اړین دي، هرڅه به د مقدس شریعت په رڼا کې پرمخ ځي. ان شاءالله تعالی
۵ــ ځينې هغه کړۍ چې د بهرنیو استخباراتي حلقاتو د ورکړل شوي پلان له مخې خپل شوم هدف او قدرت ته د رسېدو لپاره غواړي په هېواد کې د ژبې، قوم، مذهب او نورو عنوانونو څخه په استفاده اختلافونه او تعصبات را وپاروي، د هېواد یووالی له ګواښ او خطر سره مخ کړي، باید پوه شي چې افغان ولس او اسلامي امارت دغه راز کړنوته اجازه نه ورکوي، لکه په تیر کې يې چې هېوادله داسې خطرونو څخه ژغورلی بیا هم د دې وړتیا لري چې مخه يې ونیسي ان شاءالله، نو ښه به دا وي چې د داسې کارونو عاملان پخپلو ګریوانونو کې سر ښکته کړي، نور په ناسمو اعمالو او افکارو سره دا ملت له ستونزو او مشکلاتو سره مخ نه کړي.
۶ــ د امریکا له متحده ایالاتو سره د تاریخي توافقنامې لاسلیکول او په نتیجه کې یې د اشغال خاتمه د اسلامي‌امارت او ټول افغان مجاهد ولس لپاره یوه ستره بریا ګڼل کیږي او که په صادقانه ډول عملي شي د ټولو جهتونو په ګټه ده، اسلامي امارت له امریکا سره لاسلیک کړې توافقنامې ته ژمن دی، له مقابل جهت څخه هم غواړي چې پخپلو ژمنو کلک ودریږي او پرینږدې چې دا حیاتي فرصت ضایع شي، د یادې توافقنامې عملي کیدل، کولای شي چې زموږ د هېواد او امریکا لپاره د جګړې د پای ته رسېدو او په هېواد کې د سولې د راتګ او اسلامي نظام د پلي کولو لپاره ښه وسیله وګرځي.
د امریکا چارواکو ته وایم، چاته باید اجازه ورنکړئ چې زموږ او ستاسو ترمینځ شوې توافقنامه چې په نړیواله کچه منل شوې، له خنډ، ځنډ او بالاخره له ناکامۍ او ماتې سره مخ کړي، په دغه توافقنامه کې هر څه په واضحه توګه لیکل شوي او د دواړو ملتونو په ګټه او د ستونزو د هوارۍ لپاره یو ښه چوکاټ جوړوي، چې باید په بشپړه توګه عملي شي، راځئ چې د همدې توافقنامې په تعمیل کې مخ ته لاړ شو ترڅو ستاسو د قواوو وتلو او په افغانستان او سیمه کې سولې او آرامۍ ته لاره هواره شي.
۷ ــ د کابل ادارې په زندانونو کې بندیان په سختو شرائطو او مشکلاتو کې ژوند کوي، په دې اړه بشري نهادونه، بیلابیل خیریه بنسټونه او شخصیتونه باید د مسئولیت احساس وکړي او هرڅه ژر د بندیانو د مصئونیت او خلاصون لپاره لازم ګامونه پورته کړل شي.
۸ــ په مخالف صف کې ولاړ کسان که له مخالفته لاس واخلي زموږ لخوا ورته عمومي عفو ده، له ټولو څخه غواړو چې له دې عفوې څخه سالمه ګټه واخلي، له مخالفته لاس واخلي او په هېواد کې د سرتاسري سولې او د اسلامي نظام د حاکمیت په لاره کې چې د میلیونونو شهیدانو، زخمیانو، معیوبینو، یتیمانو، کونډو او ځوریدلو افغانانو آرمان دی خنډونه ایجاد نه کړي.
۹ــ اسلامي امارت په هېواد کې د ملکي تلفاتو په اړه جدي انديښنه لري، په همدې اساس یې د ملکي خلکو د ژوند ساتلو او هغوی ته د زیان نه اړولو لپاره ځانګړی کمیسیون توظیف کړی، ترڅو په جګړو کې د مجاهدینو لخوا ملکي خلکوته ضرر ونه رسیږي. که خدای مه کړه داسې کومه پيښه کیږي، قضیه به يې په جدي ډول تعقیب او مقصر افراد به مجازات کیږي.
خو د مقابل جهت لخوا په مکرر ډول ملکي خلک او عامه کورونه تر بمبارونو، د توغندویزو بریدونو او حملو لاندې نیول کیږي چې ځورونکی عمل دی، په دې اړه په بشري برخه کې له کورنیو او بهرنیو ټولو جهتونو څخه غواړو چې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره مؤثرګامونه واخلي.
۱۰ــ د کرونا ناروغي یوه نړیواله وبا ده، داسې ابتلاوې د الله تعالی لخوا هغه مهال په انسانانو باندې راځي چې کله د الله تعالی له دین، فطرت او انساني معیارونو څخه سرغړونه خپل وروستي اوج ته ورسیږي، موږ باید د الله تعالی څخه مغفرت وغواړو، په خپلو اعمالو باندې له سره غور وکړو، د الله تعالی حکمونه ترک نه کړو، د اسلام د لارښونو سره سم خپل ژوند برابر کړو، ترڅو له دې وژونکي عذاب او امتحان څخه وژغورل شو.
د یادې ناروغۍ د کنترول په لاره کې د اسلامي امارت د صحت کمیسیون ته لارښونه شوې چې تر خپله وسه پورې هلې ځلې وکړي، خلکوته طيبي سهولتونه ورسوي او څومره يې چې په توان کې وي خپل وس ونه سپموي. عامو هیوادوالو ته مو هم توصیه داده چې له دې مرض څخه د ځان ساتنې لپاره شرعي او صحي تدابیر په پام کې ولري، تر څو خدای مکړه متضرر نه شئ.
په نړیوالو صحي سازمانونو او مؤسساتو غږ کوو چې زموږ له هیوادوالو سره د دې ناروغۍ په مخنیوي کې لا ډير لاس وکړي او لازم وسائل په اختیار کې ورکړي. اسلامي امارت د کومکي موادو د انتقال او شفافې توزیع په چاره کې له مؤسساتو سره هرې نوعې مرستې ته آماده دی.
۱۱ـــ د اسلامي امارت ټولو مجاهدینو ته هدایت کوم چې په دې حساسو شرائطو کې له عام ولس سره له ترحم، شفقت او مهربانۍ څخه ډک چلند وکړي، د هیچا د آزار او اذیت سبب نشي، تکبر او ظلم ترې ونه شي، له قدرت او امکاناتو څخه د ملت د آزارولو په لاره کې استفاده ونه کړي، له هرډول ځان او امتیاز غوښتنې، جاه طلبۍ او تفوق څخه ځانونه په کلکه وساتي، هر افغان د خپل ورور په حيث وبولي او قدر يې وکړي.
په پای کې یادونه کوم چې د اختر په دې مبارکو شپو ورځو کې چې د کرونا ویروس له امله ټول هیوادوال له سختو مشکلاتو سره مخ دي، د خوارو او غریبو خلکو لپاره د کار او مزدورۍ امکان نشته؛ نو باید زموږ تجاران وروڼه او هغوی چې مالي امکانات لري په مسکینانو باندې شفقت وکړي، د شهیدانو د کورنیو، یتیمانو، کونډو او خپلوانو خاص خیال وساتي او له بې وزلو سره خپله همدردۍ او مرسته ونه سپموي. والسلام
د اسلامي امارت زعیم امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده‌
۲۷/۹/۱۴۴۱هـ ق
۳۱/۲/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/5/20م

Related posts