جون 06, 2020

په غزني، کندز او بلخ کې د دښمن لخوا ۲ کلینکونه ۱ مسجد، ۱ کښتۍ او ګڼ کورونه بمبار شول، ۱۸تنه ملکي خلک شهیدان او ټپيان شوي د ي

په غزني، کندز او بلخ کې د دښمن لخوا ۲ کلینکونه ۱ مسجد، ۱ کښتۍ او ګڼ کورونه بمبار شول، ۱۸تنه ملکي خلک شهیدان او ټپيان شوي د ي

د ورځنیو جنایاتو او جنګي جرمونو په دوام، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کابل ادارې او بهرنیو ملاتړو لخوا يې د هیواد په مختلفو سیمو کې په ملکي خلکو باندې ګڼ بمبارونه شوي چې د ښځو او ماشونو په ګډون يې ۱۸ تنه ملکي هیوادوال شهیدان او ټپيان کړي دي.
ــ تیره ورځ د غزني ولایت ګیرو ولسوالۍ په پني کلي کې د مشترک دښمن د الوتکو لخوا د (CHC) په نام یوصحي کلینیک بمبار شو.
بمبار په داسې مهال وشو چې ښځې، ماشومان او سپين ږیري د تداوي په موخه کلینک ته راغلي وو، د بمبار له امله روغتون تخریب شوی، ټول طبي سامان آلات، دوا او لوازم له منځه تللي دي.
ــ په یوبل وحشت کې نن ورځ د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ منګتيپې سیمه کې هم په یو سیمیز روغتون د مشترک دښمن الوتکو بمبار وکړ.
په پيښه کې روغتون تر ډيره تخریب شو، دوا، طبي سامان آلات او لوازم له منځه لاړل او ۲ تنه ملکي هیوادوال چې مریضان او تر درملنې لاندې وو په شهادت ورسیدل.
ــ له بلې خوا نن غرمه مهال د کندز ولایت مرکز اړوند عاق مسجد سیمه کې د دښمن الوتکو د کلي په مسجد بمبار وکړ، چې له امله يې مسجد تخریب کړل شو.
ــ همدا ډول نن ماسپښين د کندز ولایت علي آباد ولسوالۍ عمرخیلو سیمه کې په هغه کښتۍ د مشترک دښمن لخوا بمبار وشو چې له سیمیز سیند څخه يې ملکي خلک یوې خوا بلې خوا اړول.
په یاد ظم کې کښتۍ تخریب شوې، د کښتۍ چلونکي په ګډون ۶ تنه ملکي هېوادوال چې ۲ يې ښځې او ۲ ماشومان دي شهیدان شوي، ۷ تنه ښځې او ماشومان ټپيان شوي، د یو شهید ماشوم جسد په اوبو کې نادرکه دی.
ــ بل پلو د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ نوشهر ترکو سیمه کې د مشترک دښمن لخوا د ملکي خلکو په کورونو بمبار وشو چې له امله يې ګڼ کورونه ویجاړ شول، ۳ تنه ملکي هېوادوال په شهادت ورسیدل.
دغه وحشتونه د امریکايي اشغالګرو او داخلي غلامانو د الوتکو لخوا ترسره شوي چې په ښکاره ډول بشري جنایت، جنګي جرم او د دوحې د توافقنامې نقض دی.
په داسې حال کې بیا د یوناما او نورو په اصطلاح بشري ادارو لخوا چې محاسبې وړاندې کیږي، له دغو وحشتونو او ملکي تلفاتو څخه یادونه نه کیږي؛ بلکې هڅه کیږي چې پرده پرې واچول شي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۶/۹/۱۴۴۱هـ ق
۳۰/۲/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/5/19م

Related posts