جون 02, 2020

د چارواکو هر کار مسخره وي…!!

د چارواکو هر کار مسخره وي…!!

د ورځي خبره:

د احمد ضیا سراج په نامه، د کابل د لاسپوڅي رژیم د ملي امنیت نوی رئیس، ادعا وکړه چې د کابل او ننګرهار بریدونه د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا ترسره شوي. ځکه چې د نوموړي په وینا: (داسې اسناد او شواهد لري چې ښیي داعش ډله له طالبانو سره مخامخ اړیکې لري، او په همغږۍ ورسره فعالیت کوي).‌

تر دې وړاندي چارواکو خپل ناولي حلیف داعش ته برائت ورکاوه او بریدونه یې د مجاهدینو کار باله خو کله چې د امریکا په ګډون د دوی د زیاترو بهرنیو ملاتړو استخباراتي ارګانونو موندنو هم د مجاهدینو لاس لرل نفي او د داعش هغه ثابت کړ؛ نو ځکه اوس د کابل چارواکي، د یوې بلې خندوونکي ادعا سره را وړاندي شول.

د ملي امنیت دغه رئیس د مَوثُوقه (مضحِکه) شواهدو د وړاندي کولو په توګه وویل: (دوې اونۍ مخکې مو د کابل په شکر درې کې پوځي عملیات وکړل، د داعش یو غړی مو وواژه، د هغه د ګوتې نښې مو وکتلي، ترې ثابتیدله چې هغه مخکې د حقاني شبکې غړی پاتی شوی.) په وینا یې، لهذا د طالبانو او داعش ترمنځ مخامخ اړیکي ثابتي شوي. نو د کابل بریدونه هم د طالبانو کار دی.

دا یې د کابل د شل سري رژیم د ملي امنیت عمومي رئیس، چې په دومره بې ظرفیتۍ، نا موجه اسنادو او خندوونکو شواهدو سره د میډیا مخته راځي، د ملت او نړیوالو په وړاندي د کابل او ننګرهار د وروستیو ولسي تلفاتو له مسئولیته اوږې سپکوي، پړه یې د اسلامي امارت پرمجاهدینو په دومره احمقانه او نامعقول استدلال سره ور اړوي.

په داسي حال کې، لکه مخکي مو چې اشاره وکړه، د امریکا په شمول د رژیم د ټولوبهرنیو ملاتړو استخباراتي ارګانونو، د دې خبري تصدیق کړی چې یاد بریدونه د داعش له لوري ترسره شوې او داعش طبعاً د کابل د ملي امنیت په مرفه وو مهمانخانو او قرارګاه وو کې قرار لري.

ورپسي بل چارواکي، مسعود اندرابي، چې د کابل رژیم داخله وزیر دی؛ د اشرف غني د هغه فرمان؛ چې د سولې په ګرم ماحول، د کرونا وبا د عروج او روژې مبارکي په وروستۍ لسیزه کې یې خپلو عسکرو ته د تعرضي جګړې د پیلولو په رابطه صادر کړ؛ او د وینو تویوني یو خونړی پیغام یې ولس ته ډالۍ کړ؛ د همدغه جګړه مار دریځ د توجیه په پار اندرابي خبریالانو ته وویل: د ولسمشر؟! د جګړې اعلان د سولې د راوستو لپاره دی. ( ایا جنګ له سره پیلول به د سولې لپاره وي، که د جنګ درول، بندیان خلاصول، بین الأفغاني مذاکراتو ته کښیناستل،؟!)
له دې نه څرګندیږي چې د کابل رژیم نا اهله چارواکو هرڅه مسخره کړل، څو سرې ګډوله چې اوس
یوځل بیا د تېر په څیر په نامشروع او مسخره ډول سره وتپل شوه، چارواکې یې نه پخپلو مسخره اوتو بوتو شرمیږي او نه پخپلو سوله ضد، جګړه ایزو او وحشیانه، کړنو د شرم احساس کوي.

پای ……..!
۲۰۲۰ / ۵ / ۱۹

Related posts