جون 06, 2020

د اشرف غني لخوا د جنګ د اعلان په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د اشرف غني لخوا د جنګ د اعلان په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د داعیشي ملیشو لخوا د کابل ښار په دشت برچي او د ننګرهار په ښیوه ولسوالۍ کې په ملکي خلکو برید اسلامي امارت په کلکه غندي چې عام خلک په کې په نښه شوي دي.
خو دا باید هیره نه کړو چې اوس الحمد لله د اسلامي امارت د پریکنده عملیاتو په نتیجه کې داعش په ټول هیواد کې هيڅ ښکاره ځای او معلوم سنګر نه لري، دا ډول بریدونه په کابل او نورو ښارونو کې په استخباراتي میلمستونو کې د داعش د مهمو افرادو او د کابل ادارې لخوا په شریکه طراحي او عملي کيږي، چې ملت وځپي، د ناکامو پالیسیو عملي کیدو ته زمینه مساعده کړي او د اسلام او سولې ضد اقدامات ترسره کړي.
له کله نه چې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ توافقنامه لاسلیک شوې او د ملي او بین المللي جهتونو لخوا تایید شوې، له لومړۍ ورځې څخه د اشرف غني د ادارې لخوا د سولې د پروسې په وړاندې د خنډونو ایجادول پيل شوي دي.
د بندیانو خلاصون يې قصدا ځنډولی چې هم د توافقنامې د عملي کیدو او بین الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره سترګام وو او هم د کرونا ناروغۍ له امله د زرګونو زندانیانو ژوند له باالفعله خطر څخه ژغورل کیده.
اوس د اسلامي امارت په وړاندې د تعرضي جګړې اعلان ښکاره کوي چې اشرف غني غواړي نور هم خپله واکمنۍ د جګړې په سیوري کې وغزوي.
د اسلامي امارت قطعات د دښمن د هر ډول تحرکاتو او تعرض په وړاندې کلکه امادګۍ لري، له خپلو خلکو او سنګرونو څخه به کلکه دفاع وکړي.
تر اوسه چې په ځينو ځایونو کې کومې جګړې هم ترسره کیږي د هغو علت د کابل ادارې د نظامیانو لخوا د سیمو نیول او د نویو پوستو او قرارګاوو جوړول دي.
له دې هیسته د جګړو د لا شدت او عواقبو مسئولیت هم د کابل ادارې پرغاړه دی، اسلامي امارت د هرډول حالاتو لپاره خپله وړتیا او تیاری لري. الحمدلله
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۹/۹/۱۴۴۱هـ ق
۲۳/۲/۱۳۹۹هـ ق ــ 2020/5/12م

Related posts