سپتمبر 20, 2019

اختر او استقلال / سيف

اختر او استقلال / سيف

نور نو ماتېږي دا يرغل او دا اشغال ملګرو
شه مبارک مو لوی اختر او استقلال ملګرو
***
دغـه وحشت، ظلم اوجهل به نور ورک کړي واړه
دلته بــه بل د شريعت شي روڼ مشال ملګرو
***
بيا د موسى په څېر طالب يې مخه ونيوله
د وخت فرعون ګورئ اوس سو مخ په زوال ملګرو
***
مستي نغمې د ازادۍ مـو تر غوږونو راغلې
د ازادۍ اذان کــړي بيا د وخت بلال ملګرو
***
ان شاءالله تـــــر خپل هدف او خپل منزل رسيږو
عقيدې ټينګي کــړئ لوړ وساتئ مورال ملګرو
***
ازادي ځـــان سينګاروي نن يا سبا رادرومي
په ټنډه ږدي دشهيد يار له وينو خال ملګرو
***
سيـف مو پنځه وخته لمانځه کي په دوعاء يادوم
تــاسو لــه رب غواړم سوکاله او خوشحال ملګرو

Related posts