جون 06, 2020

په پکتيکا محبس کې د يوه ناروغ بندي د وفات له امله د بنديانو کمېسيون اعلاميه

په پکتيکا محبس کې د يوه ناروغ بندي د وفات له امله د بنديانو کمېسيون اعلاميه

په خواشينۍ سره مو بیا خبر تر لاسه کړ، چې د پکتیکا ولایت د محبس یوتن ناروغ بندي عبدالغني د زرشک زوی د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ د مګړ کلي اوسیدونکی نن ورځ په شهادت ورسید.انالله واناالیه راجعون
دغه بندي له ډيره وخته له ناروغۍ څخه کړیده چې د خپلوانو او د اسلامي امارت د بندیانو چارو د کمیسیون لخوا په مکرر ډول د هغه د سم علاج او کابل ته د استولو غوښتنه وشوه او یاده موضوع له سورصلیب سره هم شریکه شوې وه؛ مګر د کابل ادارې د قاتلو چارواکو د بې غورۍ، سهل انګارۍ او رشوت خورۍ له امله د دغه بندي فریاد وانه اوریدل شو چې بالاخره يې د ناروغۍ د شدت امله په ولایتي روغتون کې ساه ورکړه.
د اسلامي امارت د بندیانو چارو کمیسیون له بندیانو سره د کابل ادارې د چارواکو بې غوري او په قصدا د مرګ خولې ته ورکول په کلکه غندي او له نړیوالو بشرپالو نهادونو او سازمانونو څخه یوځل بیا په کلکه غوښتنه کوي چې د کابل ادارې په زندانونو کې د روان وحشت او ظلم د مخنیوي لپاره خپل انساني مکلفیت ادا کړي.
د اسلامي امارت د بندیانو چارو کمیسیون
۱۶/۹/۱۴۴۱هـ ق
۲۰/۲/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/5/9م

Related posts