جون 06, 2020

د شهید ابویوسف ملا ادریس ژوند او کارنامو ته کتنه

د شهید ابویوسف ملا ادریس ژوند او کارنامو ته کتنه

لیکنه: قاري عبدالستار سعید

ابتدائي ژوند او زده کړې

شهید ابویوسف ملا ادریس چې اصلي نوم یې محمد یعقوب و د حاجي عبدالعزیز زوی د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د لیوانو په کلي کې په یوه دینداره کورنۍ کې دنیا ته راغلی و. د نوموړي پلار حاجي عبدالعزیز اکا یو دینداره او ذاکر سړی و، دغه راز د شهید ابویوسف مشر ورور شهید ملا عبدالقیوم د خپل وخت تکړه طالب او مجاهد و چې د شوروي یرغلګرو خلاف جهاد کې یې ویاړمن کردار اداء کړی او په هماغه جهاد کې د شهادت مقام ته رسیدلی و. شهید ابویوسف په همدې دینداره او جهادپاله کورنۍ کې دنیا ته راغی او له ماشومتوبه یې دیني زده کړو ته مخه کړه.

شهید ابو یوسف ابتدائي زده کړه د خپل کلي په مسجد کې پیل کړ، ورپسې یې څو کاله د غزني ولایت په مشهوره مدرسه نورالمدارس فاروقیه کې تعلم وکړ، دغه راز یې د سیمې په کلیوالو مدرسو کې هم درسونه ویلي دي چې له جملې یې د حیاتوالو په کلي کې له شیخ الحدیث مولوي نور الله منیر صاحب سره، د چهوړ په کلي کې له شیخ مولوي عبدالرحمن صاحب سره او په نظروالو کې له شیخ مولوي نور محمد صاحب سره درسونه ویلي دي. له دې علاوه یې د پکتیکا د ښرنې په محمدخیلو کلي کې، د واغز ولسوالۍ په نیکزو کلي کې او د هجرت په مهال یې په پیښور او د بلوچستان په کوټه کې هم دیني درسونه وویل. په کوټه کې یې ډیر تعلق له شیخ الحدیث مرحوم مولوي عبدالعلي دیوبندي صاحب سره و، د هغه له وفات وروسته یې له شهید شیخ الحدیث مفتي رحمت الله صاحب سره هم سبقونه وویل د تفسیر القرآن دوره یې ورسره وکړه او همیشنی تعلق یې ورسره درلود.  مخکې له دې چې د شهید ابویوسف جهادي ژوند ته راشو باید ووایو چې نوموړی د طالبۍ په مرحله کې هم یو مثالي او تکړه طالب و، له علم او علماء کرامو سره یې بې حده مینه درلوده. له سترو مشائخو یې همیشه د جهادي مسائلو پوښتنه کوله. که څه هم دیني علم یې تر وړې دورې کړی و، خو د جهاد ډیر زیات مسائل یې یاد و او همیشه به یې مجاهدینو ته شرعي لارښوونې کولې.

د جهادي ژوند پيل:

الله تعالی په هر دور کې د هر کار لپاره ځانګړي اشخاص پیدا کوي. دوه لسیزې وړاندې نږدې ټولې کفري نړۍ په افغانستان هجوم راوړ. د امریکا او ناټو غوندې د نړیوال طاقت په وړاندې مقابله د انساني عقل له نظره محال کار معلومیده. مګر الله تعالی په همدې حساس وخت کې د خپل دین د ساتنې او جهادي بیرغ د پورته کولو لپاره داسې د ستر عزم خاوندان پیدا کړل چې په تش لاس یې د کفري نړۍ یرغل مات او امریکا یې فرعونیت یې د تاریخ مسخره کړ.

د همدې باعزمه ځوانانو له جملې یو هم شهید ابویوسف و، د ده ملګري وایي د نوموړي شخصیت ټول د جهاد له شوق او جذبې جوړ شوی و. د امریکایي یرغل په لومړیو کلونو کې نوموړی کم عمره و، د واغز ولسوالۍ په نیکزو کلي کې یې سبقونه ویل، دغه وخت د غزني ولایت تکړه مجاهد شهید قاري محمد نعیم لومړني مخفیانه جهادي تحرکات پیل کړي وو. ابویوسف له هماغه وخته ورسره په رابطه کې و او له مدرسې څخه به په پټه ورسره جهادي عملیاتو ته تلو.

په ۱۳۸۴ هـ ش کال کې چې د امریکایي یرغل لومړني کلونه وو او جهادي خوځښت نه و علني شوی، ملا ابویوسف د پکتیکا د ښرنې په محمد خیلو کې په یوه مدرسه کې درس وایه. هغه وخت د جهاد خبرو لوی خطر درلود، ځکه د امریکا ګوډاګیان په قوت کې وو،  حتی د مدرسې په تقریري انجمن کې په جهادي تقریر بندیز و. ملا ابویوسف د کال په وروستیو کې یو ځل په انجمن کې د تقریر نوبت واخیست او بیا یې د جهاد په موضوع مفصله وینا وکړه، ټولو طالبانو ته یې د جهاد فرضیت او ضرورت بیان کړ او په پای کې یې وویل د جهاد حکم بیانول زما فریضه وه، ما که د مدرسې د قانون مخالفت کړی وي نو سبا زه په خپله له مدرسې بستره اخلم او ځم او بیا له مدرسې څخه لاړ.

د ۱۳۸۵ لمریز کال تر اواخرو ملا ابو یوسف د قاري محمد نعیم تر قومنده لاندې جهادي فعالیت کاوه، قاري محمد نعیم په غزني کې د جهاد له بنسټګرو ګڼل کیږي. نوموړي په پیل کې د چاقو په واسطه یې له یوه عسکر څخه وسله اخیستې وه، بیا یې په همدې وسله جهاد ته دوام ورکړ تر څو چې ډیر ملګري او امکانات یې پیدا کړل. قاري محمد نعیم له اندړو ولسوالۍ علاوه په قره باغ، واغز، خوګیاڼو او د غزني مرکز کې هم فعالیت کاوه چې ملا  ابو یوسف یې له تکړه او فداکارو ملګرو څخه و.

په ۱۳۸۵ هـ ش کال کې د قاري محمد نعیم په مشرۍ مجاهدینو په واغز ولسوالۍ کې له امریکایانو سره لوی جنګ وکړ چې په نتیجه کې یې امریکایي او داخلي عسکرو ته درانه تلفات ورسیدل. دغه راز د مجاهدینو اړخ ته قاري محمد نعیم او ورسره درې نور ملګري شهیدان شول. د نوموړي له شهادت وروسته د ملګرو د مشورې په اساس ابویوسف ملا ادریس د همدې ډلګۍ مشر وټاکل شو چې بیا یې شاوخوا دیارلس کاله د یوه موفق او فداکار جهادي قائد په حیث د مجاهدینو دغه ډلګۍ رهبري کړه او سترې کارنامې یې د تاریخ حافظې ته وسپارلې.

د جهادي فعالیت ځانګړتیاوې یې:

شهید ابویوسف یوازې د غزني په سطحه نه بلکې د ټول هیواد په سطحه یو له خورا بریالیو او اغیزناکو جهادي قائدینو څخه شمیرل کیږي. د نوموړي د سوانح راټولولو پر مهال مې د هغه له ملګرو د نوموړي د بریا راز وپوښت چې هغوی په څو نکتو کې را خلاصه کړ.

اخلاص او للهیت:

د شهید ابویوسف د بریا تر ټولو مهم راز د نوموړي اخلاص و. هغه له الله تعالی سره ډېره د اخلاص معامله درلوده. هر دم او قدم یې یوازې د الله تعالی د رضاء لپاره و. په اتلس کلن جهادي ژوند کې هیڅ کله ونه لیدل شول چې نوموړي د شهرت، نمایش او منصب هڅه کړې وي. هغه خپل ټول ژوند یې د جهادلارې ته وقف کړی و او ټول فکر و ذکر یې د جهادي پلانونو او فعالیتونو په اړه و.

مشوره او استخاره:

د شهید ابویوسف بله ځانګړتیا په جهادي امورو کې مشوره او هر کار ته استخاره کول و. د هغه استخاره هغسې نه و لکه دخلکو تر منځ چې مشهوره ده، هغه دا چې په هره استخاره کې باید خوب ولیدل شي. بلکې کله به یې چې کوم جهادي کارته اراده و، اودس به یې تازه کړ، لمونځ به یې اداء کړ او که به وخت کم و، سر به یې ورپټ او یوه شېبه به مراقبه شوه له هغه وروسته به چې به یې هر اړخ ته دزړه میلان شو، به هغه اقدام کې به خیر او بریا وه.

ترصد:

ترصد یا د هدف تشخیصول او معلومات یې را ټولول د شهید ابویوسف یوه داسې ځانګړتیا وه چې په ډیرو کمو مجاهدینو کې لیدل شوې ده او باید ووایو چې د نوموړي دجهادي بریاوو یو لوی سبب هم د نوموړي دقیق ترصد اخیستل و.

د نوموړي ملګري وایي چې د شهید ابو یوسف عادت داسې جوړ شوی و چې تر څو به یې د دښمن د مرکز یا بل هر هدف په اړه مکمل معلومات نه و را ټول کړي په خپل به یې سیمه نه و لیدلې او ترصد به یې تکمیل کړی نه وی نو عملیات یې ورباندې نه کول. حتی د جهاد به اولو کلونو کې چې مجاهدینو د واغز ولسوالۍ په مرکز عملیات کول، نوموړی د تذکرې جوړولو په بهانه د ولسوالۍ مرکز ته ورغلی و او ټول معلومات یې حاصل کړي وو.  د غزني په زندان ستر عملیات، د مقر او قره باغ ولسوالیو کې په اربکیانو عملیات، د غزني په ښار فاتحانه عملیات، د جاغوریو په ولسوالۍ عملیات او نورو سترو بریدونو کې له عملیاتو وړاندې شهید ابویوسف په خپله د شپې او ورځې د دښمن ساحه لومړی کتله، بشپړ ترصد یې اخیست، د هغه له مخې یې پلان جوړاوه، مجاهدین یې ورباندې پوه کول او بیا به یې عملیات اجراء کول.

نوموړی به اکثرا له یو بل تن مجاهد سره په عادي لباس کې د شپې یا د ورځې د دښمن سیمې ته ورته، دقیق معلومات به یې راټولول، د دښمن دفاعي مورچې او استحکامات به یې تثبیتول، د دې لپاره چې دښمن خبر نه شي کله به د شپې مهال په لوڅو پښو د دښمن د مراکزو خواته ورتلو، په لویو عملیاتو کې به تر یوې هفتې په ډیره رازدارۍ د ترصد په چارو بوخت و او بیا به یې د برید پلان جوړاوه. نوموړي به ویل که مجاهدینو ته هدف مفصل ونه ښودل شي او په پټو سترګو د حملې امر ورکړل شي په دې به مو الله تعالی نیسي. دا چې د نوموړي په اکثرو عملیاتو کې د مجاهدینو تلفات ډیر کم او بریاوې به یې ډیرې وې، یو علت یې هم د نوموړي دقیق او مفصل ترصد ګڼل کیږي.

دعا او روحیه ورکول:

د شهید ابویوسف بل معمول دا و چې د عملیاتو له پیل وړاندې به یې مجاهدین راټول کړل، اول به یې ختمونه وکړل، د فتحې او نصرت د نزول اذکار به یې ډیر ډیر وویل. ورپسې به یې ملګرو ته په پوره اخلاص او د زړه له تله تقریر وکړ. دجهاد، قربانۍ، شهادت او ایثار فضائل به یې ورته بیان کړل. ملګرو ته به یې د اخلاص توصیه وکړه. دهغوی روحیات او جذبات به یې تازه کړل او یوه تندریز برید او فاتحانه عملیاتو ته به یې اماده کړل. ورپسې به یې په ډیر تضرع او اخلاص اوږده دعاء وکړه. د الله تعالی په دربار کې به یې وژړل او مجاهدین به یې هم وژړول. د فتحې اونصرت خواستونه به یې وکړل او له دعا وروسته به یې سمدستي د عملیاتو اقدام کاوه. په دې ډول به مجاهدین په روحي لحاظ کاملا جهاد ته آماده او د الله تعالی د نصرت اسباب به مهیا شوي وو.

سترې جهادي کارنامې یې:

شهید ابویوسف له رسمي مسؤلیت سره ډیره علاقه نه درلوده، حتی مسؤلیت به ورباندې بوج و. نوموړي د خپلې ډلګۍ د مشرۍ نه علاوه څه موده د اندړو ولسوالۍ د نظامي ولسوال د کفیل په حیث، ورپسې د غزني ولایت معاون او بیا څو کاله د غزني د نظامي قطعې د مشر په حیث مسؤلیت ترسره کړی دی.

نوموړي په غزني ولایت کې د جهادي عملیات هغه مخکښ مجاهد و چې له خپلو ملګرو سره یې په اکثره عملیاتو کې شرکت درلود. د بیلګې په توګه د رشیدانو ولسوالۍ لومړنۍ فتحه، د واغز، اندړو، ګیرو، خواجه عمري، دوه ځله جغتو، دهیک او خوګیاڼو ولسوالیو په فتوحاتو کې یې فعال حضور درلود.

د اربکي سازي پروژه چې د پاڅون په نوم د امریکایانو لخوا پیل شوه، مهم مرکز یې په غزني ولایت کې د اندړو او مقر ولسوالۍ وې. شهید ابویوسف د نور مجاهدینو په همکارۍ د دې فتنې په محو کولو کې اساسي نقش درلود. په اندړو ولسوالۍ کې دګنډهیر، صاحب خان او میرهزار په سیمو کې د اربکیانو پوستې د نوموړي په قومنده دوه ځله له منځه یووړل شوې، دغه راز د حبیب ګوډلو، ګردیزي کلا، ملنګو او نورو کلیو پوستې هم له اربکیانو سره ختمې شوې. په دې عملیاتو کې د اربکیانو ګڼ قومندانان هم ووژل شول. بالاخره اربکیان چې د اندړو ولسوالۍ تر یو ثلث زیاته سیمه یې اشغال کړې وه مکمل ختم او د یو لړ چټکو عملیاتو په لړ کې د دې ولسوالۍ مرکز هم له اجیرو عسکرو څخه ونیول شو.

د مقر ولسوالي د اربکیانو بله مهمه سیمه وه. شهید ابویوسف چې د غزني قطعه یې رهبري کوله له ګڼو نورو مجاهدینو سره یې د روژې په ۲۵ له دقیق ترصد وروسته د مقر په اربکیانو عملیات پیل کړل. تر دې چې تر اختر پورې یې ټولې سیمې ترې تصفیه کړې او د اختر ورځې یې هم په مقر کې تېر کړې. دغه راز د قره باغ د پورته حصې په تصفیه کې د نوموړي لوی نقش و.

د شهید ابویوسف په مشرۍ د ترسره شویو عملیاتو له جملې بل هم د غزني د زندان ماتول. نوموړي په خپله د زندان ترصد وکړ، شاوخوا سیمې یې وکتلې او په پوره رازدارۍ یې پلان د هغه وخت د څو ولایاتو د قطعې له مسؤل الحاج پیر اغا سره شریک کړ.

د هغه وخت د غزني والي مولوي محمد قاسم صاحب وایي: پلان داسې نیول شوی و، چې په عملیاتو کې به ۱۰ تنه فدایان او ۳۰۰ تنه نور  تکړه او تجربه کار مجاهدین برخه اخلي، له دې جملې فدایان او ۴۰ تنه د ابویوسف د ډلګۍ مجاهدین چې د زندان دماتولو له رازه خبر کړای شوي وو، ځانګړې لارښوونې ورته شوي وې او ددوی وظیفه دا وه چې په مشخص ډول به په زندان برید کوي، هلته به ننوزي او زندانیان به له پنجرو څخه راوباسي. دغه کامیاب عملیات چې  په ترڅ کې یې ۴۵۰ تنه بندیان د دښمن له منګولو آزاد کړای شول، د شهید ابویوسف لخوا رهبري کیدل او نوموړی د بندیانو د خلاصون لپاره خپله زندان ته داخل شوی و.

بل مهم عملیات چې نوموړي په کې بارز نقش درلود د غزني په ښار فاتحانه عملیات و. د دې عملیاتو لپاره هم شهید ابویوسف د ښار له ټولو خواوو د شپې او ورځې ترصد وکړ، د دښمن پوځي ځایونه یې تثبیت کړل. د جنګ په وخت نوموړي د غرب لخوا پر ښار د عملیاتو رهبري کوله چې په ترڅ کې یې امنیه قومنداني، دموی مبارک کنډک، څلورمه حوزه، د خشک قرارګاه او لسګونه پوستې فتحه او دښمن ته دروند زیان واوښت.د غزني ښار فاتحانه عملیاتو دښمن سخت وویراوه، ډیره ځواکونه یې سیمې ته راوستل. شهید ابویوسف او ورسره مجاهدین څه موده قره باغ ته لاړل او هلته له څه عملیاتو وروسته یې د دښمن د توجه اړولو لپاره د جاغوریو په ولسوالۍ عملیات پیل کړ. د جاغوري ولسوالۍ چې په تیرو کلونو کې په کې جهادي عملیات نه وي شوي. مجاهدینو د محلي پولیسو کمربند مات کړ، د انګورو بازار او د ولسوالۍ اکثره سیمې یې ونیولې د ملیشو قومندانان لکه باشي حبیب او حیدر ووژل شول او دښمن ته درانه زیانونه واوښتل.

د شهید ابویوسف د جهادي کارنامو په لړ کې وروستی مهم فعالیت په ننګرهار کې د داعشیانو په خلاف بریالي عملیات و. داعشیانو چې د ننګرهار په جنوبي ولسوالیو او د سپین غر په حاکمو نقطو کې یې پخې مورچلې جوړې وې. د مجاهدینو په وړاندې یې مسلسل مقاومت کاوه. د ګڼو نورو ولایاتو د نظامي قطعو په شان ملا ابویوسف هم له ۱۴۴ تنه مجاهدینو سره ننګرهار ته لاړ. په داعش د سرتاسري برید د پیل په مهال نوموړي ته له شمال اړخه د خوګیاڼو ولسوالۍ د زاوه سیمه ورسپارل شوې وه چې ورپسې د بغدادي سنګر په نوم د داعش تر ټولو محکم سنګر او د وزیرو تنګی و چې داعش د خلافت مرکز باله.

د نوموړي په مشرۍ مجاهدینو د زاوه سیمې له تصفیه وروسته د بغدادي سنګر په فتحه او د وزیرو تنګي په نیولو کې هم اساسي نقش درلود. داعشیانو دې سیمې ته ورتلونکې لارې په ماینونوپوښلې وې. خو مجاهدینو له ټولو خطراتو سره سره پرمختګ ته دوام ورکړ، د وزیرو تنګي په نیولو سره د داعش جنګي روحیه وځپل شوه چې بیا یې تر پایه مقاومت ونکړای شو.

شهادت:

د شهید ابویوسف ملګری مولوي مظهري وایي د وزیرو تنګي له نیولو وروسته ملا ابویوسف له نورو ملګرو سره د دې سیمې په څمڅۍ نومي کلي کې د اسلامي امارت له بل مشر ملا مزمل سره مجلس درلود. سخت باران وریده. ابو یوسف ناڅاپه ولاړ شو او ویل یې چې د مجلس لپاره به مناسب ځای پیدا کړو. نوموړی په همدې کلي یوه مسجد ته ورننوت، مسجد ته له ورننوتو وروسته دروند انفجار وشو. چې له امله یې د مسجد چت راپریووت او ملا ابو یوسف له یو تن بل ملګري ابوبکر سره ترې  لاندې او د شهادت لوړ مقام ته ورسیدل. انا لله و انا الیه راجعون.

د شهید ابویوسف ځایناستی او د ډلګۍ اوسنی مشر یې مولوي ابودجانه صاحب وایي: چې شهید ابویوسف ورته ډیر وړاندې یو خوب ویلی و چې نوموړی به د خوګیاڼو ولسوالۍ په یوه غرنۍ سیمه کې شهیدکیږي. پخوا موږ فکر کاوه چې دا به غالبا د غزني د خوګیاڼوکومه سیمه وي. خو وروسته معلومه شوه چې د نوموړي د شهادت ځای د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالۍ د وزیرو تنګی و، چې یوه غرنۍ سیمه ده.

(د شهید ابو یوسف بشپړ سوانح به ( د سپین کاروان سرلاري) کتاب به دوهم ټوک ولولئ. )

رحمه الله و أسکن روحه في أعلی علیین.

Related posts