جون 06, 2020

د نادرکه شوو وروڼو د لټون په اړه د بندیانو کمیسیون ابلاغیه

د نادرکه شوو وروڼو د لټون په اړه د بندیانو کمیسیون ابلاغیه

په دې خاطر چې  (۱۹) کاله کیږي  د افغانستان پر مسلمان اولس باندې د اشغال سیوری غوړیدلی دی او په هر ولایت او هر ځای کې خپل سري توپک سالاران  په قدرت او واک کې دي او هر څه  چې يې  زړه غوښتل  هغه يې  وکړل اولايې کوي .

  د دې نولسو کلونو په اوږ دو کې  زموږ د ځوریدلي اولس بې حسابه مظلوم خپل خپلوان  ورک او لادرکه شوي دي، چې په خپلو پاته قریبانو کې يې ډیر تشویشونه او یو لړ ستو نزې  را مینځ ته کړې دي، فلهذا د افغانستان اسلامي امارت د بندیانو کمېسیون د ټولو هیواد والو څخه په درناوي هیله کوي د هر چا قریب، انډیوا ل او  شناخته چې د هر چالخوا نیول شوی وي او بیا يې  تر اوسه معلومات نه وي او لادرکه وي، پر لاندي واټساپ او یا مخامخ ټلیفون شمېرو او یا په ایمیل دې  رابطه وکړي.

د ټلیفون او واټساپ  شمیرې:

بیسیم:  0093707621022

 روشن: 0093795104535

ایمیل ادرس : abdulkarimkhan1441@gmail.com

خپل بندي  د لاندې جدول مطابق معرفي کړئ تر څو د بندیانو کمېسیون  يې  د لټولو کوښښ وکړي .

د جدول پي ډي ایف بڼه له دغه ځای څخه ښکته کړئ

Related posts