جون 06, 2020

دوهمه برخه/ دوحه

دوهمه برخه/ دوحه

دوهمه برخه/ دوحه
له ۱۹ کلنې جګړې وروسته امريکايان له اسلامي امارت سره -چې د امريکا پر ضد د جهاد ټوله رهبري يې کوله- په دوحه کې سولې ته کښېناستل، امريکايان له مخکې نه په خپله ناکامۍ باوري وو، خو اول يې کوښښ کولو چې د دوی په لاس جوړ شوي حکومت ته مشروعيت ورکړي، او اسلامي امارت له هغوی سره خبرو ته کښيني. خو پدې کار کې ناکام شول او بالاخره په (۵/رجب/۱۴۴۱هـ ق – ۱۰/حوت/۱۳۹۸هـ ش – ۲۹/فبروري/۲۰۲۰م) په خپله له طالبانو سره د سولې خبرو ته راغلل او د قطر په دوحه کې په (شيرټن) هوټل کې يوه توافقنامه لاس ليک شوه، امريکايانو پکې د خپلې ناکامې او له افغانستان نه د وتلو اقرار وکړو. دغه توافقنامه دمسلمانانو له خوانه د اسلامي امارت نائب ملا عبدالغني برادر او د امريکايانو له خوا نه د امريکا د خارجه وزير مايک پومپيو په شتون کې د دوی استازي زلمي خليلزاد امضا کړه. د توفقنامې د متن مهمې مادې په لاندې ډول وې:
په امریکا پورې تړلې برخه:
(۱) د امريکایانو د وتلو په هکله: متحده ایالتونه ژمنه کوي چې د متحده ایالتونو، متحدینو او د ائتلافي شريكانو ټول نظامي ځواکونه، د ټول غیر دیپلوماتیک ملکي پرسونل، شخصي امنیتي قراردادیانو، روزونکو، مشاورینو او د حمایوي خدماتو پرسونل په ګډون، د دې توافقنامې له اعلان سره سم په څوارلسو (۱۴) میاشتو کې له افغانستان څخه وباسي.
(۲) د بنديانو د خلاصون په هکله: متحده ایالتونه د اعتماد جوړولو د یوه اقدام په توګه ژمن دي چې د ټولو اړوندو طرفونو په هماهنګۍ او تائید، سملاسي له ټولو طرفونو سره پر یوه پلان سملاسي کار پیل کړي چې جنګي او سیاسي بندیان په چټکۍ خوشي شي. تر پنځه زره (۵۰۰۰) پورې د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني او د طالبانو په نوم یې پيژني، بندیان، او تر زرو (۱۰۰۰) پورې د بلې غاړې بندیان به په ۱۵/رجب/۱۴۴۱هـ ق – ۲۰/حوت/۱۳۹۸هـ ش – ۱۰/مارچ/۲۰۲۰م تاریخ، د بین الافغاني مذاکراتو لومړۍ ورځې پورې، خوشي شي. اړوند طرفونه دا هدف لري چې په ورپسې دریو میاشتو کې پاتې ټول بندیان خوشي شي. متحده ایالتونه د دغه هدف د بشپړولو ژمنه کوي. د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني او د طالبانو په نوم یې پيژني، ژمنه کوي چې د هغوی خوشي شوي بندیان به په دغه توافقنامه کې شوو مسئولیتونو ته ژمن وي او د متحده ایالتونو او د هغوی د متحدینو امنیت ته به ګواښ نه پيښوي.
(۳) د اسلامي امارت مشرانو ته نړيوال کمياین: د بین الافغاني مذاکراتو له پیل سره به متحده ایالتونه د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني او د طالبانو په نوم یې پيژني، د غړو په خلاف د متحده ایالتونو د اوسنیو بندیزونو او د جایزې لیست د اداري بیاکتنې بهیر په دې هدف پیل کړي چې دغه بندیزونه به د ۸/محرم/۱۴۴۲هـ ق – ۲۵/اسد/۱۳۹۹هـ ش – ۱۵/اګست/۲۰۲۰م تاریخ پورې لرې کړي.
د بین الافغاني مذاکراتو له پیل سره به متحده ایالتونه د ملګرو ملتونو د امنیت شوری له نورو غړو او افغانستان سره په دې هدف دیپلوماتیکې هڅې پیل کړي چې د ۲۴/رمضان/۱۴۴۱هـ ق – ۲۸/ثور/۱۳۹۹ هـ ش – ۱۷/می/۲۰۲۰م تاریخ پورې د بندیزونو له نوملړ څخه د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني او د طالبانو په نوم یې پيژني، د غړو نومونه وایستل شي.
(۴) افغانستان ته د بيا نه راتللو اقرار: متحده ایالتونه او متحدین به یې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ په ضد له ځواک او ګواښ څخه کار نه اخلي او نه به یې په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.
په اسلامي امارت پورې تړلې برخه:
په اسلامي امارت پورې تړلې خبرې که څه هم څلور دي، خو په يوه خبره کې خلاصه کېږي هغه داچې: طالبان به امريکا ته ګواښ نه پېښوي، او نه به داسې څوک افغانستان ته را پرېږدي چې امريکا ته ګواښ وي. د توافقنامې په متن کې راغلي چې:
(۱)دنه ګواښ تضمين:د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني او د طالبانو په نوم یې پيژني، به خپل هیڅ غړي او د القاعدې په شمول هیڅ ډلې او یا فرد ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د متحده ایالتونو او د‌ هغوی د متحدینو امنیت ته ګواښ پیښ کړي.
(۲)د نه ګواښ په هکله څرګنده پيغام: د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني او د طالبانو په نوم یې پيژني، به یو څرګند پیغام ولیږي چې هر هغه څوک چې متحده ایالتونو او د هغوی متحدینو ته امنیتي ګواښ پيښوي په افغانستان کې ځای نلري، او د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني او د طالبانو په نوم یې پيژني، به خپلو غړو ته لارښوونه وکړي چې له هغو ډلو او افرادو سره همکاري ونه کړي چې د متحده ایالتونو او د هغوی د متحدینو امنیت ګواښي.
(۳)د ګواښ داخلي مخنيوی: د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني او د طالبانو په نوم یې پيژني، به په دغه توافقنامه کې د شویو ژمنو مطابق په افغانستان کې د متحده ایالتونو او د هغوی د متحدینو د امنیت له ګواښلو څخه د هرې ډلې یا فرد مخنیوی کوي، او له جلب و جذب، روزنې او بسپنې ټولولو څخه به یې منع کوي او کوربه توب به یې نه کوي.
(۴)د ګواښ خارجي مخنيوی: د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني او د طالبانو په نوم یې پيژني، ژمنه کوي چې له هغو کسانو سره چې په افغانستان کې پناه اخلي یا د استوګنې غوښتنه کوي، د مهاجرت د نړیوالو قوانینو او په دغه توافقنامه کې د شوو ژمنو سره سم چلند کوي، تر څو دغه ډول افراد د متحده ایالتونو او د هغوی د متحدینو امنیت ته ګواښ پیښ نه کړي.
د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني او د طالبانو په نوم یې پيژني، به هیڅ یوه بهرني وګړي ته چې د متحده ایالتونو او د هغوی د متحدینو امنیت ګواښي، ویزه، پاسپورټ، د سفر جواز او نور قانوني اسناد ورنه کړي چې افغانستان ته داخل شي.
خاتمه/د اسلامي امارت د نړيوال کولو او راتلونكې په هکله:
(۱) متحده ایالتونه به د ملګرو ملتونو د امنیت شوری لخوا د دې توافقنامې په رسمیت پيژندلو او تائید غوښتنه کوي.
متحده ایالتونه او د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني او د طالبانو په نوم یې پيژني، یو له بل سره مثبتې اړیکي غواړي او هیله لري چې د متحده ایالتونو او د بین الافغاني ډیالوګ او مذاکراتو له لارې تر جوړجاړي وروسته د نوي افغان اسلامي حکومت تر منځ اړیکې مثبتې وي.
د اسلامي نظام اقرار:(۲) متحده ایالتونه به د بین الافغاني ډیالوګ او مذاکراتو له لارې تر جوړجاړې وروسته د نوي افغان اسلامي حکومت لپاره د بیارغولو اقتصادي مرستې وغواړي، او په کورنیو چارو کې به یې لاسوهنه نه کوي.
توافقنامه د قطر په پلازمینه دوحه کې په ۵/رجب/۱۴۴۱هـ ق – ۱۰/حوت/۱۳۹۸هـ ش – ۲۹/فبروري/۲۰۲۰م لاسلیک شوه.
شاهدان:غونډې ته د شاوخوا دیرشو هیوادونو او نړیوالو او سيمييږو سازمانونو استازي راغلي وو: د امریکا، پاکستان، ازبکستان، اندونیزیا، ترکیې او ناروې هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران، د افغانستان لپاره د ملل متحد خاص استازی او د یوناما مشر تادامیچی یامامتو، د افغانستان لپاره المان خاص استازي مارکس پوتزل، د برتانیې خاص استازي ګارت بایلي، د روسیې خاص استازی ضمیر کابلوف، د قطر خارجه وزير شيخ محمد عبد الرحمن.
تبصره: طالبانو پنځه خبرې پرې منلي چې هره يوه يې په خپل ځای ډېره درنه او ارزښت لري، چې د امريکايانو وتل او د بنديانو خلاصون پکې ډېر اهميت لري، د بنديزونو د لرې کولو خبره هم قيمتي ده، او کيفيت يې ډېر خوندور دی، صرف دا نه چې بنديزونه به لري شي، بلکه امريکايان به په خپله د ملګرو ملتونو په ملتيا د دې لپاره کوښښ کوي.
اوله خبره د امريکا بشپړ شکست، او دوهمه خبره پدې دلالت کوي چې د اسلامي امارت مشران تر خپلو ځانونو زيات د بندي ملګرو لپاره فکرمن او د خلاصون لپاره يې ژمن دي.
درېمه خبره د امريکا له لوري په ماضي کې د خپلې غلطۍ اعتراف دی، هغه طالب مشران چې تر اوسه امريکايانو پرې بنديزونه لګول اوس يې د نړيوال کولو لپاره له ملګرو ملتونه سره مل زيار باسي. دا پدې دلالت کوي چې غرور يې نسکور او نور له جګړې نه ناتوانه دي.
تر ټولو مهمه دا چې امريکايانو خپل شکست ومنلو، د اسلامي حکومت د وجود اقرار يې هم وکړو، او نور غم ورسره نشته خو صرف دا چې دوی ته دې ګواښ نه وي.
مطلب دا چې امريکايان په راتلونکې کې اسلامي امارت يو ځواکمن دولت ګڼي، او د ګواښ وېره ترې کوي،او دوی اوس د طالبانو په نظام او لکه دوی به چې شمېرلې، اوس له ټولو غربي مفکورو تېر شوي، صرف يوه خبره غواړي چې دوی ته دې ګواښ نه وي.
په اسلامي امارت پورې تړلې مادو کې يوه خبره د تفصيل وړ ده، د متن دا خبره چې: اسلامي امارت چې امريکا يې د دولت په توګه نه پېژني د طالبانو په نوم پېژني.
دا کټ مټ د حديبيې د صلحې د هغې مادې تکرار دی چې: هغوی پکې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم له مبارک نوم سره د (رسول الله) ټکی ونه زغملو، او يواځې د (محمد بن عبد الله) د ليکلو غوښتنه يې کوله، حضرت علي رضي الله عنه چې د توافقنامې ليکونکی وو، دغه تنازل نه منلو خو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې: زه رسول الله يم، که څه هم دوی ما نه مني. وليکه (محمد بن عبد الله ).
او په اسلامي امارت پورې تړلې برخه کې راغلي: داسې څوک به افغانستان ته نه راځې چې امريکا ته ګواښ وي.
داخبره يو څه درنه او شايد د ځينو خپلو له خوا نه د اعتراض وړ وي.
خو مونږه مخکې د حديبيې د صلحې ټولې مادې ليکلي او په هغو کې يوه ماده تقريبا همداسې ده. هغه لا تر دې هم سخته ده، ځکه چې هلته راغلي: که څوک د کفارو له خوا نه مسلمانانو ته راځي نو مسلمانان به ځای نه ورکوي، او بېرته به يې کافرو ته ورلېږي، خو که څوک له مسلمانانو ته کافرو ته ورځي، هغوی به يې بېرته نه را لېږي.
دا خبره هغه مهال هم مسلمانانو ته د تعجب وړ وه، خو رسول الله صلی الله عليه وسلم پدې هکله لنډه تبصره وکړه، فريايل يې چي: څوک چې له مونږه نه هغوی ته ورشی هغه د الله له رحمت نه لرې شو. او که له هغوی نه څوک مونږه ته راځي، نو الله جل جلاله به ورته لاره جوړه کړي.
وروسته بيا د ابوبصير او دهغه د ملګرو کيسې ثابته کړه چې له مدينې نه بهر هم مسلمانان ژوند کولای شي، بلکه د ابوبصير معسکر دومره غښتلی شو چې کافرانو بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم ته زارۍ کولې چې دوی در اوغواړه مونږه له دغې مادې څخه تېر یو.
دلته به هم همداسې وشي، يو خو به د نړۍ مسلمانان او اسلام پلوه يا ازادي خوښه خلک صرف د اسلامي امارت په تمه نه، بلکه هر څوک به که غواړي ازادي يا اسلامپالي تر لاسه کړي- په مختلفو سيمو کې ګڼ کوښښونه روان کړي، او د ابو بصير په څېر به ډېرې شاړې سيمي په تاندو معسکراتو بدلې او د ازادۍ ساتنې او ايمان ساتنې غورځنګ به روان کړي. چې ورسره به دوه ګتې تر لاسه شي، يو خو به د اسلام او ازادۍ په نوم ګڼې سيمي پرانستل شي، کوښښونه به ګڼ او د کفري بلاک توجه به تقسيم شي. او بل به له اسلامي امارت او له راتلونکي افغانستان څخه د خارجی فشارونو درجه کمه، او افغانستان به په يوه اسلامي چاپيريال کې ژر ترقي وکړي.

راشد
۴/ 8 /1441ه

Related posts