جون 06, 2020

د شهید مولوي محمد نسیم (مشفق) تقبله الله ژوند او جهادي کارنامې

د شهید مولوي محمد نسیم (مشفق) تقبله الله ژوند او جهادي کارنامې

لیکنه: یاسر ماهر/ ژباړه: حماس پرواني

زوکړه  او زده کړه:

شهيد مولوي محمد نسیم مشفق د حاجي محمد جسیم زوی په ۱۳۵۳ لمریز کال کې یې د پروان ولایت مرکز اړوند په عبدي بای سیمه کې په یوه متدینه کورنۍ کې خپلې سترګې د نړۍ پر مخ پرانیستلې.

هغه خپلې لومړنۍ زده کړې د خپل کلي په جومات کې د ( مرحوم مولوي محمدمستقیم) څخه پیل کړې.

شهید مشفق تقبله الله لا په سبقونو بوخت یو زلموټی وو چې په ګران هېواد باندې د روسي ښکېلاک یرغل وکړ او زمونږ د هېوادوالو خوږ او د هوسايني ژوند یې په بد بختیو بدل کړ.

د شهيد (مشفق)تقبله الله کورنۍ په ۱۳۶۲ لمریز کال کې خپل ګاونډي هېواد پا کستان ته هجرت وکړ.

نوموړي د خپل لومړیو دیني زده کړو لړۍ د خیبر پختونخوا ایالت د نوښار اړوند شیدو (ربانیه) مدرسې څخه پیل کړې.

د روسي ښکیلاکګرو په وړاندې یې جهادي فعالیتونه:

هغه چې په خپلو دیني زده کړو بوخت و، ۱۸ اتلس کلن شوی نه و، چې جهاد سره یې په زړه کې شوق او مینه پیدا شوه، نو د عربو مجاهدینو سره د مرستې په پار خوست ولایت ته رهي شو او هلته يې د مرحوم مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله په جبهه کې د سرو روسي یرغلګرو او د نجیب ګوډاګي رژیم په وړاندې یې په وسله وال جهاد لاس پورې کړ.

نوموړي د څه مودې جهادي کارنامو ترسره کولو وروسته  په یوه لاس ژوبل شو چې د درملني په موخه پېښور ته انتقال شو.

شهيد مولوي محمد نسیم مشفق تقبله الله چې کله له ټپي حالت څخه روغ شو بیرته يې د نوښار ولسوالۍ دشیدو په (ربانيې مدرسې) کې په خپلو دیني زده کړو پیل وکړ تر هغې پورې په خپلو درسونو باندې بوخت و تر څو چې د نجیب لاسپوڅی کمونستي رژیم نسکور شو.

کله چې د مجاهدینو په لاس د کابل فتحه رامنځ ته شوه د صبغت الله مجددي تر سر پرستۍ لاندې موقته اداره جوړه شوه بیرته خپل ټاټوبي ته را ستون شو او د خپلې سیمې عبدی بای په (صادقیه) مدرسې کې یې د شیخ الحدیث درودګل صاحب سره دیني، قراني او نبوي احادیثو په زده کړو باندې پیل وکړ او په سبق بوخت و تر څو چې د خدای بښلي ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په مشرۍ د طالبانو اسلامي غورځنګ پیل شو.

د طالبانو اسلامي غورځنګ سره یو ځای کيدل :

شهید مشفق – تقبله الله د طالبانو د اسلامي غورځنګ ظهور څخه وروسته  همدې نجات بښلي کاروان ته ورګډ شو، د خپل یو ملګري (قاري احسان الله بریال) سره یو ځای د کابل چهار اسیاب ته ولاړ د شر او فساد د عناصرو په وړاندې یې وسله واله مبارزه عملاً پیل کړه.

شهید مشفق – تقبله الله هلته په چهار اسیاب کې یو ځل بیا ټپي شو او د درملنې په موخه پاکستان ته انتقال شو، او له روغیتايي وضعیت له ښه کېدلو څخه وروسته يې بیرته بیا پخپلو زده کړو باندې پیل وکړ تر شپږو میاشتو پورې یې د پېښور په احیاءالعلوم مدرسه کې پاتې شو او خپله زده کړې یې ترسره کولې، چې کله یې درسونه بشپړ کړل نوموړی میدان وردګو ولایت ته ولاړ او د طالبانو اسلامي غورځنګ سره یې د کابل په فتح کې برخه واخیسته.

شهید مشفق – تقبله الله د کابل له فتحې څخه وروسته چې کله شهید قاري احمدالله د کورنیو چارو وزیر و تر سرپرستې لاندې نظامې قطعې ته ورګډ شو،  د پروان مرکز چاریکارو د فتحې په مهال یې لوی رول ولوباوه. دغه مهال د چاریکار اړوند په یوې سمیه کې د دښمن په کمين کې ولوېده او دریم وار بیا ژوبل شو.

د اسلامي امارت د واکمنۍ په مهال یې فعالیتونه او مسئولیتونه :

شهید مشفق – تقبله الله – د اسلامي امارت د واکمنۍ پرمهال د الله سبحانه وتعالی لخوا د ورکړل شوي ظرفیت او وړتیا پراساس، د شهيد قاري صاحب احمدالله او نورو مشرانو له لوري د هیواد په بیلابیلو برخو کې په مهمو دندو باندې د نظامي قطعې د قومندان په توګه، په بامیان، کاپیسا، پروان کندز او تخار ولایتونو کې د جګړې قومندان په توګه ګومارل شوی و.

شهيد مشفق تقبله الله به تل د جګړو په لومړیو کرښو کې و او په خپله به يې ورڅخه ساتنه کوله چې په همدې جریا کې یو ځل بیا په کندز کې ژور ټپي شو.

نوموړي د اسلامي امارت د واکمنۍ په وروستیو درې کلونو کې د تخار ولایت د استخباراتو د رئیس په توګه دنده اجراء کړه او د مشرانو له لوري په استخباراتي ډګر کې د مهمو لاسته راوړونکو اشخاصو څخه پیژندل کیده.

د امریکايي یرغل په وړاندې یې فعالیتونه:

شهید مشفق – تقبله الله – د امریکايي یرغل څخه ورسته چې کله اسلامي امارت سقوط وکړ خپلې دیني زده کړې یې چې نیمګړې پاتې وې بېرته يې له وړې یا موقوفة علیها دورې څخه پیل کړې په ۲۰۰۶ زیږدیز کال کې د ګاونډي هېواد خیبر پښتونخوا ایالت په مردان کې له شیخ نجم الدین صاحب سره وړه دوره وکړه، او د وړې دورې تر بشپړېدو ورسته یې بیا یو ځل د امریکايې ښکیلاک په وړاندې  په وسله وال جهاد لاس پورې کړ او پروان ولایت ته راغی.

باید د دې یادونه هم وکړو چې په دغه وخت په پروان کې د طالب یا د مجاهد نوم اخیستل څه اسانه کار نه و په زرګونو امریکايې ځواکونه او د ناټو قوتونه د نړۍ له پرمخ تللو وسائلو او هر ډول امکاناتو سره د باګرام په هوايي نظامي ډکر کې پراته وو او په دې وخت کې د باګرام له هوايي ډګر څخه یوې راډیويي خپرونې زهرجن تبلیغات پاشل او د مجاهدینو په وړاندې يې د خلکو عامه اذهان مغشوش کول او خرابول.

شهید مشفق – تقبله الله –  لومړنی کس و چې مسلحانه یا وسله وال جهاد یې د قاري صاحب بریال حفظه الله، شهید مولوي عبدالبشیر عاصم، شهید مولوي سیدالرحیم، شهید قاري محمد نبي نوري – تقبلهم الله – او له یو شمېر نورو مخلصو مجاهدینو سره د پروان او کاپیسا ولایتونو ځیني سیمو کې غلچکي او د «BM1» توغنديو بریدونه  د باګرام په هوايي ډګر پیل کړل، چې الحدلله د وخت په تېریدلو سره یې ښه نتیجه ورکړه چې تر اوسه پورې دغه لړۍ جریان لري.

 نوموړي د باګرام په هوايې ډګر باندې د یو استشهادي برید پلان رهبري کړ چې (۲۰) تنو استشهادیانو پکې برخه درلودله او فدایان وتوانیدل چې میدان ته ور دننه شي او هلته په دښمن باندې مخامخ تندریز ګزارونه وکړي د یاد بریالي برید په پایله کې په لسګونو بهرني اشغالګر او لوړ پوړي افسران ووژل شول.

شهید مشفق «تقبله الله» د خپلو ورستیو څوکلنو په کوښښونو سره وتوانیده چې د یو شمېر علماء کرامو او ځوانانو په منسجم کولو سره د امریکايي اشغالګرو او د هغوي ګوډاګیانو په وړاندې پیاوړې جنګي جبهه تشکیل کړي، نوموړی تر ۱۳۹۴ لمریز کال پورې چې د خپلو مجاهدینو په نظم او انسجام بوخت وو د استخباراتو له کمیسیون سره یې هم مرسته کوله ځنیي فعالیتونه او خدمتونه  ترسره کول.

او همدا رنګه د اسلامي امارت د نظامي چارو د کمېسیون د مسئولینو له لوري مختلفو ولایتونو ته په هیئتۍ واستول شو تر څو د هغو ولایتونو جهادي وضعیت ارزونه وکړي.

نوموړي د همدې جریان په اوږدو کې د ۱۳۹۵ لمریز کال کې له شیخ الحدیث مولوي نقیب الله صاحب سره د پېښور اړوند سردار کالونۍ دارالعلوم تعليم القران والحديث کې خپل د حدیثو لویه دوره په بریالیتوب سره پای ته ورسوله.

د امریکايي یرغل په وړاندې یې مسلکي فعالیتونه او مسئولیتونه:

شهید مشفق – تقبله الله – په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د اسلامي امارت د رهبريت له لوري د پروان ولایت نظامي مسئول یا والي په توګه وټاکل شو. نوموړي دوه کاله او څو میاشتې په ډیر ښه ډول سره دغه دنده سرته ورسوله او ډیرې په زړه پورې کارنامې یې ترسره کړې او ډېرې مهمې لاسته راوړنې یې درلودلې ده په دې محدوده موده کې وکولای شول چې ډیر مهم تاکتیکي، غلچکي او استشهادي بریدونه د ولایت په بیلابیلو برخواو د باګرام هوايي ډګر کې ترسره کړي؛ چې د ډيرو امریکايي او د ناټو قواوو د افرادو او افسرانو د وژلو سبب وکرځيدل، د سیاه ګرد ولسوالۍ اړوند پنډقسان د درې فتحه چې ستراتېژیکه سیمه وه او ډير قوت او ځواک پکې ځای پر ځای شوی و په خپل رهبرۍ او تاکیتیک سره ترسره کړه چې د بیلګې په ډول مو یادونه وکړه.

دغه راز په ۲۰۱۶ زیږدیز کال د نومبر په ۱۵ مه نېټه شهيد مشفق تقبله الله په ډير دقت او ځانګړي تاکتیک له مخې د باګرام په هوايي ډګر کې دننه یو استشهادي فلان طرحه کړ چې په بریالیتوب سره ترسره شو امریکايي ځواکونو ته يې درنه مرګ او ژوبله واړوله او اشغالګرو ته یې یوه لویه اندېښنه پیدا کړه چې دوي څنګه واتوانیدل چې یو استشهادي هوايي ډګر ته ورسوي، چې د وارخطايې له امله امریکاپه پلازمینه کابل کې خپل سفارت وتاړه او خپل ډپلوماټان يې خوندي ځاینوته واستول.

شهید مشفق – تقبله الله – په استخباراتي، تخنیکي، دیني علومو، عصري علومو او په تاکتیکي چارو کې ډیر ځانګړی مهارت درلود، تل به یې هڅه کوله کوله چې تخنیکي وسائل او ځیني منفجره توکي په خپله جوړ کړي لکه د اسشتهادیانو واسکټونه، نښلیدونکي، فشاري، د سرک د غاړې، پرسونل ضد، مبائلونو، مخابرو، رادیوګانو کې ماینونه او موټر بمونه او داسې نور شیان چې په ډير اسان تاکتیک سره به یې دښمن ته تلفات اړولی شول، د تخنیک په برخه یې د شینوارو ولسوالۍ اړوند اشترشهر دره کې د رابیتر لپاره سیسټم په خپلو لاسونو نصب کړ چې د رابیټر ترڅنګ په یاده سیمه کې د ګرځنده تلفونونو سیګنال هم په دغه مربوطاتو کې پیدا شو، د دښمن ډیر غټ غټ فلانونه به نوموړي ته مخکې معلوم وو او خنثی به یې کړل، د جاسوسانو ترور او ځیني استخباراتي او دولتي چارواکو ترمنځ به یې په ځانګړي زراکت سره په خپلو کې یو په بل سره بې اعتماده کړل او پخپلو کې به سره مصروف شول او دوی بیا خپل جهادي مقدس هدف ته ځان رساوه.

د اجتماعي فکر خاوند او په خپل ملګرو رښتونی مشفق :

شهید مشفق – تقبله الله – چې کله د پروان ولایت ته والي وټاکل شو دغه وخت کې د پروان د مجاهدینو حالت ډیر په پاشلي حالت کې قرار  درلود ، نوموړي په خپل عملي حکمت سره ټولې ستونزې حل کړې، د ټولو مجاهدینو مسئولینو په منځ کې یې در ورورګلوۍ فضاء رامنځ ته کړې ، د ټولو مجاهدینو توجه یې د دښمن په لور واړوله  او کار ونه یې اهل کارو ته وسپارل چې د ده دغه مهم اقدام مجاهدین له یو لوی خطر څخه وژغورل او دغه اقدام دښمن سخت پر مایوسۍ کې واچاوه.

نوموړي په مجاهدینو او خپلو ملګرو ډیر اعتماد کاوه ملګرو ته يې د خپل مسئولیت مطابق صلاحیتونه ورکول.

په پروان کې څه باندې دوه کاله مسئولیت څخه وروسته د ۱۳۹۶ لمریز کال په وروستیو کې د رهبریت له لوري د کاپیسا ولایت جهادي مسئول یا والي په توګه وټاګل شو.

شهادت :

بالاخره شهید مولوي محمد نسیم مشفق – تقبله الله – د څو میاشتو له مسئولیت او جهادي فعالیتونو وروسته د ۱۳۹۷ لمریز کال د چنګاس یا سرطان د میاشتې په ۳۱ مه نېټه چې د ۱۴۳۹ هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې له ۱۰ مې او د ۲۰۱۸ میلادي کال د جولای د میاشتې له ۲۳ مې نېټې سره سمون خوري د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ اړوند د بدراب په سیمه کې له څو تنو نورو   مجاهدینو سره یو ځای د یوې خونړۍ چاپې په مهال چې د بهرنیو او کورنیو ځواکونو له لوري غورځېدلې په درنو بمباریو کې خپل روح ملک الارواح ته وسپاره او د شهادت جام یې نوش کړ هغه چې د ده له لوړو ارمانونو څخه و.

نوموړي تر شا د دوه زامنو په گډون اوه اولادونه، يوه تور سرې او د مجاهدېنو جبهه پرېښوده، اروا يې ښاده او یاد يې تل تر تله اوسه. انا لله و انا الیه راجعون.

الله سبحانه و تعالی د دوی ټول زحمتونه، تکلیفونه  او جهادي خدمتونه په خپل دربار کې قبول کړي، او مونږ ته دي هم د دین خدمت په قران او سنتو باندې د عمل توفیق راکړي.

امین یار ب العلمین.

Related posts