جون 06, 2020

امریکا باید خپله ژمنه پوره کړي…!!

امریکا باید خپله ژمنه پوره کړي…!!

د ورځي خبره:

د دوحې د تړون د تعمیل په لاره کي د خنډ، ځنډ او ماتولو هڅي په پرلپسي ډول ترسره کیږي.
له تړون نه وروسته لومړی قدم د بندیانو تبادله وه، چې باید امریکایي جهت په سنجیدګۍ سره په دې اړه جدي قدم اوچت کړی وای، مګر متاسفانه چې تراوسه هیڅ داسي نښي نه دي ترسترګو شوي چې امریکایي جهت دې په دې برخه کې له خپل اغیز نه په ریښتیني توګه کار اخیستی وي.
د کابل اداره چې هسي هم د باد وباران په تمه شپي ورځي تیروي، هیڅکله نه غواړي چې په افغانستان کې دې جګړه پای ته ورسیږي، هیڅکله نه غواړي چې امریکا دي خپل جنګیالي له دې ناکامي جګړې په بشپړه توګه وباسي، دوی غواړي چې د تل لپاره دي امریکایان د دوی په څنګ کي واوسي او د دوی په کوردینات دي افغان وژني ته ادامه ورکړي.
د کابل چارواکي غواړي چې د دوحې تړون سبوتاژ کړي، بین الأفغاني مذاکرات په تعویق کې واچوي او د سولې مخه ونیسي، ترڅو چې د دوی دا نیمګړی واک او امریکایی ډالر له لاسه ونه وزي.
نور دوی د دې پروا نه ساتي چې دا ولس په څومره دردونکي حالت کې قرار لري، دوی نور د دې فکر نه کوي چې دا جګړه نه یوازي دا چې د امریکا په زیان ده؛ بلکي د افغانستان د تباهي سبب هم ګرځي.
همدا وجه ده چې د بندیانو غوندي یوه بشري او انساني مسئله باندي هم دوی سیاست کوي، د کرونا وبا په دې خطرناک حساس پړاو کې هم د زرګونو انسانانو په ژوند لوبي کوي.
دغه چارواکي چې پخپلو منځو کې هم لکه د ګور چینجي سره خوري، نو څه فکر کیږي چې آیا دوی به څومره د هیوادوالو په درد ودردیږي؟ څومره به د سولې په اړه سنجیدګي ولري؟
اسلامي امارت په ځلونو ویلي چې د کابل ادارې چارواکي د هیڅ ډول تعامل وړتیا نلري، امریکايی جهت باید په دې برخه کې خپله وجیبه په مسئولانه ډول اداء کړي، د بندیانو خلاصون چې د دوحې د تړون د تعمیل لومړی قدم دی او امریکا یې د بشپړیدو ژمنه کړې؛ باید ځان پکښي نادیده ونه ګڼي، خپل اغیز دي په سمه توګه وکاروي، ترڅو د راتلونکو پړاوونو لپاره لاره خلاصه شي.
امریکایانو چې څو ځله د جګړې په ډګر کې هم له خپل تعهد څخه تخطي کړې؛ د کابل د چارواکو په غوښتنه یې ډرون بریدونه او بمبارونه کړي؛ آیا د کابل چارواکو ته نشي ویلي چې د بندیانو په برخه کې خنډونه مه جوړوئ؟!
موږ پوهیږو چې که امریکا همدا نن له خپل اغیز نه کار واخلي، له خپل مسئولیته تیښته ونکړي، د ژمني په پوره کېدو سره خپل حیثیت وساتي؛ په لنډ وخت کې به هم د بندیانو تبادله انجام شي، او هم به د بین الأفغاني تفاهم لپاره د تړون سره سم زمینه مساعده شي.
دا چې له یوې اونۍ راهیسي د اسلامي امارت تخنیکي ټیم د امریکايي جهت او کابل ادارې په غوښتنه کابل کې اوسي؛ ترڅو د بندیانو د خلاصون تخنیکي چاري انجام کړي؛ خو متاسفانه چې هلته په یو سیستماتیک ډول په دې اړه خنډونه رامنځ ته کیږي، او هره شیبه نوې نوې بهاني رامخ ته کیږي.
اسلامي امارت اړ شو چې نور خپل استاځي په داسي مجلسو کې له ګډون څخه منع کړي، چې په قصدي ډول پکي د پرمختګ مخه نیوله کیږي.
په دې برخه کې موږ بیا هم څرګندوو چې مسئولیت تر هر چا زیات امریکايي جهت ته راجع کیږي، که خدای مکړه، بندیانو ته د کرونا له امله زیان رسیږي، او یا هم د بین الأفغاني خبرو د ځنډ او د سولې د سبوتاژ اسباب رامنځ ته کیږي؛ پړه به یې بیا هم امریکایي جهت ته راجع وي، چې د کابل اداره له خپلي سرټمبګۍ او نا سنجیده حرکاتو څخه په اغیزمنه توګه نه را ګرځوي.

پای ………!!
د ورځي خبره
2020 – 4- 7

Related posts