جون 02, 2020

د بندیانو تبادله او د اشرف غني فاسد شرطونه

د بندیانو تبادله او د اشرف غني فاسد شرطونه

زخمي افغان:
له امریکایانو سره د شوي توافق په اساس مخکې له دې چې بین الافغاني مذاکرات ترسره شي، باید بندیان تبادله شي. د بندیانو د تبادلې اوازه د افغانستان د خلکو لپاره ځکه د خوښۍ او امید یوه نښه وه چې له دواړو اړخونو د ۶ زره بندیانو په خلاصون توافق شوی و. د دغو شپږ زره بندیانو خلاصون په حقیقت کې د شپږ زره افغان کورنیو خوشالي وه چې د سولې په لاره کې یو مثبت ګام ګڼل کیدای شوای.
خو د ارګ واکمن اشرف غني چې تل یې له افغان ولس د خوښیو د تروړلو هڅه کړې اوس هڅه کوي د بندیانو د تبادلې په موضوع کې هم خنډونه ایجاد او بالاخره په دې ډول د بین الافغاني تفاهم مخه ډب کړي.
په داسې حال کې چې په شوي توافق کې بلاقید او شرطه د بندیانو تبادله منل شوې. اشرف غني اوس له خپل جانبه څو فاسد شرطونه رامخته کړي او غواړي په مقابل جانب یې تحمیل کړي. د نوموړي د فاسدو شرطونو له جملې ځینې یې دا دي چې نوموړی وایي له خپل اړخه توافق شوي پنځه زره بندیان نه خوشي کوي، بلکې تر دې کم خوشي کوي. بله دا چې دا کسان به ضمانت ورکوي چې بیا به د جګړې میدان ته نه ځي. دریم دا چې بندیان به په خپله خوښه مرحله په مرحله خوشي کوي او په مقابل کې به یې طالبان له جګړې لاس اخلي او دغسې څو نور شرائط.
اشرف غني په داسې حال کې په طالبانو دغه شرائط تحمیلول غواړي چې له خپل جانبه هیڅ ضمانت نه ورکوي او نه هم ځان کوم شرط یا ضمانت ته مسؤل ګڼي. اشرف غني چې د امریکا په ملاتړ همیشه په خپلو سیاسي حریفانو بریالی شوی او خپله رېنګه یې همیشه ورباندې منلې اوس فکر کوي چې په طالبانو به هم خپل شرائط ومني.
خو نوموړی له دې ناخبره دی چې طالبان د کابل هغه بې عزمه سیاسیون نه دي چې د نوموړي د زر، زور یا تزویر په دام کې ونښلي. اشرف غني که هر څه کوي آخر به هم د بندیانو خلاصون مني او له خپلو فاسدو شرطونو به لاس اخلي.
په دې پروسه کې د ځنډ او خنډ په رابطه باید افغان ولس په دې پوه وي چې د بین الافغاني تفاهم او سولې د تأخیر ټوله ملامتیا ځکه د اشرف غني په غاړه ده چې په شوي توافق کې فاسد شرطونه اضافه کوي، وخت ضائع کوي چې له امله یې جګړه دوام ومومي او د بین الافغاني مذاکراتو پیل ځنډیږي.

Related posts