جون 06, 2020

د توافقنامې د بندونو ماتولو سره څوک د تړون ماتېدو مسؤل دي؟!

د توافقنامې د بندونو ماتولو سره څوک د تړون ماتېدو مسؤل دي؟!

م. جميل باور

په خپلو ژمنو وفا او له مقابل لوري سره د شوي تړون ټولو بندونو ته ژمن پاتې کېدل د اسلام روح دی. الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم په قران کريم او حديثونو کې ډېر ځله په ژمنه باندې د وفا ټنګار کړی او د ژمنې ماتول يې له اسلام سره په ټکر کې بللي دي.

له نن څخه څه د پاسه ۱۴سوه کاله وړاندې د اسلام په تاريخ کې له کافرانو سره لومړی د حديبې تړون رامنځته شو، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او مسلمانان په بشپړه توګه د دغه تړون موادو ته ژمن پاتې شول.

اسلامي امارت چې له تېرو دوه لسيزو راهيسي د هيواد د ازادۍ او اسلامي نظام د نفاذ له پاره مبارزه کوي، په ټوله معنا اسلامي احکامو او ارزښتونو ته ژمن دی او د تېر ۱۳۹۸ل کال د حوت مياشتې پر ۱۰ مه نيټه امريکا سره د افغانستان د اشغال د پای ته رسېدو د تړون ټولو بندونو ته متعهد دی او په دې ژمنتيا او وفا دښمن هم اعتراف کړی دی.

د تړون له مخې امريکا ژمنه کړې وه، چې د حوت مياشتې تر ۲۰ مې نيټې به کابل اداره پنځه زره طالب بنديان او طالبان زر دولتي عسکر خوشې کوي،خو له بده مرغه له مياشتې تېرېدو وروسته هم کابل ادارې په يوه اوبله بهانه د غه پروسه ځنډولې ده.

دغه راز امريکايانو ژمنه کړې وه، چې په طالبانو به بمبار، چاپې او نور عمليات نه ترسره کوي او طالبان يې په بدل کې په بهرنيو ځواکونو حملې نه کوي، طالبان تراوسه په ټوله معنا په خپله ژمنه ولاړ دي؛ خو امريکایي لوري په مکرر ډول د تړون دغه ماده نقض کړې.

اسلامي امارت، چې د هيواد ازادۍ او سولې ته متعهد دی، يوه اعلاميه خپره کړه، امريکا او متحدينو ته يې خبرداری ورکړی، چې په خپلو ژمنو ودريږي او پرې نه ږدي، چې تړون د ماتېدو له خطر سره مخ شي او که داسې ونه شي نو بيا به دوی هم چپه خوله پاتې نه شي او يو ځل بیا به جګړه شدت ومومي، چې له امله به یې د سولې رامنځته شوی فرصت ضایع شي.

د امريکايانو او کابل ادارې له لوري په مکرر ډول تړون څخه سرغړونې او د اسلامي امارت له لوري په ټوله معنا تعهد ته په کتو، که خدای مه کړه تړون ماتيږي، مسؤليت به یې د امریکايانو او کابل ادارې پر غاړه وي.

Related posts