جولای 12, 2020

وروستي جزئیات : زابل : ارغنداب ددښمن په بمبارکې ۴کلیوال شهیدان ۲ زخمیان ۲ موټر او ۲ کښتۍ یې ویجاړي کړي

وروستي جزئیات : زابل : ارغنداب  ددښمن په بمبارکې ۴کلیوال  شهیدان ۲ زخمیان ۲ موټر او ۲ کښتۍ  یې ویجاړي کړي

وړمه ورځ چې د زابل ارغنداب د مرخنجک کلي د مړه شوي امام جنازه خپل د دریا په نوم کلي ته خلګو وړله ددښمن الوتکو ورباندي بمبار وکړ
د وروستي معلوماتو له مخې د بمبار په پایله یو موټر تخریب اویوبل په بشپړه توګه وسوځول شول چې چلونکي او ورسره ناست نور دوه تنه کلیوال ځای پر ځای شهیدان یوه زنانه اویوبل نارینه زخمیان شول
دشهیدانو او زخمیانو نومونه په لاندي توګه دي :
موټر چلونکی نور محمد ولدعبدالمحمد
اوموسی کلیم استاذ دواړه دمرخنجک کلي اوسیدونکي
احسن الله ولد محمد افضل ددریا کلي اوموریې زخمي شوه،
عبدالرحمان دفیض الله کاکا زوی دشَیګان کلي
اوعبدالقهار ددریا کلي زخمي دی.
همداراز پرون سهار بیا د کوټخیلو کلي ته څېرمه د دښمن الوتکو د راده غاړه بمبار کړه چې په پایله کې یې دملکي خلګو ۲ کښتۍ ویجاړي اوتخریب شوي دي
2020/4/6

Related posts