جون 02, 2020

فتنه ګرو ته پناه ورکوونکې کابل اداره

فتنه ګرو ته پناه ورکوونکې کابل اداره

د ورځي خبره:

د کابل ادارې چارواکو ادعاء کړې چې د افغانستان لپاره یې د داعش فتنه ګرې ډلې مسئول له خپلو یو شمېر جنګیالیو سره د عملیاتو پر مهال نیولی دی، په داسې حال کې چې اصلاً یاد کس نیول شوی نه، بلکې د خپلو نورو سلګونو افرادو په څېر یې د کابل مزدورې ادارې ته پناه وروړې او له پناه برخمن شوی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې داعش فتنه ګرو ته د کابل غلامه اداره پناه ورکوي، په ۲۰۱۸ز کال کې د همدې ادارې چورلکو په جوزجان کې د داعش د ولایتي مشر او مرستیال په شمول نږدې ۲۰۰ جنګیالي هغه وخت له مجاهدینو وژغورل کله چې د پرېکنده عملیاتو په نتیجه کې د محاصرې کړۍ ورباندې راتنګه شوې وه.
همدارنګه، کله چې د تېر ۲۰۱۹ز کال په وروستیو کې اسلامي امارت له ننګرهاره د داعش فتنه اچوونکو ټغر ورټول کړ؛ نږدې زرو تنو افرادو ته یې کابل رژیم پناه ورکړه او خوندي یې کړل.
په ننګرهار کې تر ماتې خوړلو وروسته داعشي بقایا کونړ ته ولاړل چې هلته یې هم د روان ۲۰۲۰ز کال په مارچ میاشت کې شرموونکې ماتې وخوړه او سلګونه افراد یې د کابل ادارې په خپله پناه کې واخیستل.
تازه نیول شوی کس هم یو له هغو باقي عناصرو وو چې د اسلامي امارت د مجاهدینو پر وړاندې یې پښې ښویېدلې وې او بالآخره یې تر تسلیمۍ وروسته د کابل ادارې د استخباراتو په یوه مرکز کې ځان رسنيو ته وښود.
د کابل ادارې وړاندې لا د داعش فتنه ګرو پر وړاندې د مجاهدینو بریاوې ځانته منسوبې کړې او اوس د دې ډلې د یوه لوړپوړي چارواکي تسلیمۍ ته هم بل رنګ ورکوي څو ځان بریالی او صادق وښيي؛ اما دا په اثبات رسېدلې چې کابل ادارې او بادارانو یې د داعش پر وړاندې هیڅکله له حقيقي مقابله نه ده کړې، بلکې تل د اسلامي امارت د مجاهدینو د عملیاتو پر مهال د دغو فتنه اچوونکو ژغورلو ته ورغلي دي.

Related posts