جون 06, 2020

له امریکا سره د لاسلیک شوې توافقنامې څخه د مقابل لوري د مکررو سرغړونو په هکله د اسلامي امارت اعلامیه

له امریکا سره د لاسلیک شوې توافقنامې څخه د مقابل لوري د مکررو سرغړونو په هکله د اسلامي امارت اعلامیه

د روان میلادي کال د فبروري د میاشتې په ۲۹مه نیټه د افغانستان اسلامي امارت د امریکې له متحده ایالاتو سره د سولې توافقنامه لاسلیک کړه چي وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شوری هم دا توافقنامه تائید کړه او نړۍ وستایله او دا یې د افغانستان د کشالې د حل لپاره ښه چوکاټ وباله. اسلامي امارت تراوسه توافقنامې ته ژمن پاته شوی او د هغې مواد یې کاملاً رعایت کړي دي. امریکایي چارواکو پخپله هم منلې چې د اسلامي امارت ځواکونو په شویو توافقاتو عمل کړی. اسلامي امارت له افغان جهتونو سره د بین الافغاني مذاکراتو لپاره هم په کراتو امادګي ښودلې ترڅو په هیواد کې یوه دائمي حل او سرتاسري سولې ته ورسیږو خو له هغه مخکې د توافقنامې مطابق باید د اسلامي امارت پنځه زره بندیان را خلاص شي چې متأسفانه تر اوسه پورې يې په یوه او بله پلمه خلاصون ځنډیدلی دی.
د لاسلیک شوې توافقنامې له مخې ترڅو چې د بین الافغاني مذاکراتو په نتیجه کې له افغاني جهتونو سره جلا توافق نه وي شوی او هر اړخیز اوربند ته نه یو رسیدلي، تر هغو اسلامي امارت د کابل ادارې په ټولو نظامي مراکزو، هغه که په کلیوالو سیمو کې دي او یا ښاري سیمو کې بریدونه کولی شي لاکن بیا هم اسلامي امارت لاس نیولی، نه یې په لویو ښارونو کې د دوی په مراکزو بریدونه کړي او نه یې په لویو پوځي مراکزو عملیات ترسره کړي دي. یوازې د کلیوالې سیمو په ځینو پوستو چي ولس ډیر ورنه په تکلیف دی بریدونه شوی چې هغه هم د تیر کال په نسبت ډیر کم دي؛ خو د امریکایي لوري او د دوی د داخلي او خارجي نظامي ملاتړو له خوا زموږ په وړاندې لاندې ښکاره سرغړونې شوې دي:
ــ د ۵ زره بندیانو د خلاصون پروسه په غیر موجه دلائلو تراوسه ځنډيدلي ده.
ـــ په مکرر ډول د مجاهدینو په مراکزو چې د جګړو ساحې هم نه دي بریدونه شوي.
ــ د عامو خلکو په ګډون په ګڼو ځایونو کې د امریکايي او داخلي ګډو ځواکونو لخوا چاپې وهل شوې.
ــ په ملکي استوګن ځایونو باندې بې مورده ډرون بریدونه او نور بمبارونه شوي دي.
ــ زموږ تر واک لاندې سیمو کې عادي مجاهدین چې یا پیره کوي یا په لاره د تګ په حال کې وي، او هلته هيڅ جګړه هم نه وي رامنځته شوې، په هغو ډرون حملي شوې دي.
ــ په هلمند، کندهار، فراه، کندز، ننګرهار، پکتیا، بدخشان، بلخ او د هیواد په نورو برخو کې له توافقنامې څخه ګڼې او ښکاره سرغړونې شوې چې موږ يې د ارتباطي کانال له لارې وخت په وخت له امریکایانو سره جزئيات هم شریک کړي دي.
داچې په دې برخه کې د پرلپسې بې پروايي شاهدان یو، نو له امریکایی لوري څخه جدي غوښتنه کوو چې پخپله هم د توافقنامې محتویات رعایت کړي او خپل نور ملاتړي هم د توافقنامې کامل رعایت کولو ته متوجه کړي.
د جګړې د مشخصې ساحې او وخت نه علاوه په نورو سیمو کې د اسلامي امارت په مجاهدینو بریدونه، هر ډول چاپې وهل او نور واقعات دا ټول پارونکي اعمال او ښکاره سرغړونې بلل کیږي. که چیرې دغه ډول سرغړونې دوام وکړي، دا به د بې اعتمادۍ فضا رامینځته کړي او نه تنها دا چې توافقنامې ته به زیان ورسوي؛ بلکې مجاهدین به هم متقابل غبرګون ته اړ کړي او د جنګ کچه به لوړه کړي.
د افغانستان اسلامي امارت
۱۲/۸/۱۴۴۱هـ ق
۱۷/۱/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/4/5م

Related posts