جون 06, 2020

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره/۴۴ مه برخه

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره/۴۴ مه برخه

لیکنه مفتي عبد الله رشاد

د جمهوریت پالو تر ټولو ستره دعوه، حقیقت که تیرایستنه؟

په اوسني وخت کې غرب پلوه سیاسیون تر بل هر نظام جمهوریت ته معتقد دي، د جمهوریت دفاع پرځان لازمه ګڼي، د زور او زر په مټ تري ساتنه کوي، دوی وایي: چې بادشاهت له انسانانو ازادي سلب کړې وه، خو کله چې جمهوریت وده وکړه او مطلق العنان واکمنیو ته يې د پای ټکی کښېښود؛ نو انسانانو خپله سلب شوې ازادي تر لاسه کړه، اوس د جمهوریت په برکت سره هر څوک کولای شي، چې په ازاده فضا کې د خپلي رايي اظهار وکړي، او په دې توګه حقدار ته خپل حق رسیږي.
دوی په دې باور دي چې همدا جمهوریت دی چې انسان ته یې د بیان ازادي ورکړې، او پر ټولنه يې محدودیتونه ختم کړي، اوس هر څوک کولای شي، چې د خپل حق لپاره اواز اوچت کړي، له دې وړاندي محکومي طبقې کله هم د خپل حق غوښتنه نشوای کولای.

د جمهوریت پالو د دعوا حقیقت

غربیان او غرب پلوه وګړي د خپل منحوس او ناکاره عادت له مخي، پورتنۍ ادعاوي تل خپل ځان ته منسوبه وي، د اسلام او اسلامي سیاست د تیرو ښېګڼو بیخي یادونه هم نه کوي، تاسو به کتلي وي، چې کله موږ د تاریخ پاڼي اړوو؛ دوی د هغو واقعاتو یادونه چې تر یهودیت، نصرانیت او غرب پوري تړاو ولري، ښه په زور او زير سره کوي، خو کله چې د مسلمانانو دور ته را ورسېږي، په پېړیو پېړیو تاریخ شاته پرېږدي، اقلاً یادونه يې لا هم نه کوي.
غربیانو د بیان له ازادي سره همدا له تعصبه ډک چلن کړی دی، دوی دعوه کوي، چې د بیان ازادي د جمهوریت برکت دی، خو حقیقت د دې خلاف دی، که موږ له تاریخ څخه لږ مطالعه ولرو، موږ د دوی پر تعصب باندي ډیر ژر پوهېدلای شو.
معاصر جمهوریت لا شتون نه درلود چې اسلام، انسان ته د خپل حق د ازادي درس ورکړ، او عملا يې خلک د انسانانو له بندګۍ څخه ازاد او د یو رب عبادت ته را وبلل، او دا درس يې ورکړ، چې د الله په بندګي کې هر څوک سره یو شان دی، دلته یو انسان پر بل بهتري نلري، څوک چې الله ته قریب وي بس همغه تر ټولو غوره انسان دی.
له اسلامه وړاندي پر خلکو د کلیسا او پادریانو باداري وه، د کلیسا هره خبره، د دین خبره بلل کېدله، یو چا هم د دې خلاف د اواز پورته کولو حق نه درلود، نور نو که هغه خبره او فیصله د خلکو په ګټه وه، او که په تاوان، اسلام و چې پر دغه ظلم يې د بطلان کرښه را کش کړه، او ټولو انسانانو ته يې د ازادي درس ورکړ، او ورته ويي ویل: چې تاسو ټول سره برابر یاست، یو پر بل باندي غوره والی نلری، د بهتري معیار مو یوازي تقوا ده.

– د ژوند په اخیري خطبه کې نبي کریم صلی الله علیه وسلم په حجة الوداع کې داسي اعلان وکړ، چې هغه د انساني ژوندانه هر اړخ ته شامل و، د انسان ټولو حقوقو ته په کې درناوی شوی و، په همدې خطبه کې رسو الله صلی الله علیه وسلم هر انسان ته د خپلو حقه حقوقو د غوښتلو او ازادي حق ورکړ.

– په قرآن کریم کې په ډیر وضاحت سره دا ویل شوي دي، چې یو انسان تر بل هیڅکله هم غوره ندی، د غوراوي معیار یوازي تقوا ده، د دې مطلب دا دی، چې انسانان یو دبله سره برابر دي، یو څوک هم داسي نشي کولای چې بې له کوم شرعي دلیل څخه پرته پر بل چا باندي محدودیت ولګوي، او ازادي یې سلب کړي.

الله رب العزت فرمايي: إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ [الحجرات: 13].

په حقیقت کې د الله په نیزد په تاسو کې عزتمند هغه څوک دی چې په تاسو کې تر ټولو زیات پرهیزګاره وي.

– عمر فاروق رضي الله تعالی عنه په خپل دور خلافت کې ټولو خلکو ته د ازادي اعلان وکړ، او چا چې به د خلکو ازادي سلب کړې وه، هغوی ته يې اخطار ورکړ چې خلک خو ټول له خپلو میندو ازاد پیدا شوي دي، نو تاسو بیا له کومه غلامان جوړ کړل؟

مذ کم تعبّدتم الناس وقد ولدتهم أمّهاتهم أحرارا. کنز العمال: 12/660، حدیث: 36010.

– د فارسیانو سره د سختو معرکو په وخت کې چې کله ربعي بن عامر رضي الله تعالی عنه د رستم په غوښتنه د رستم دربار ته ورغلی، هلته يې یو ډیر ښه جامع تقریر وکړ، په هغه مجلس کې له ده څخه سوال وشو، چې تاسو دلته د څه لپاره راغلي یاست؟ ده په جواب کې ورته وویل: موږ د دې لپاره راغلي یو چې د انسانانو له غلامي څخه خلکو ته نجات او ازادي ورکړو، او د یو الله غلامي ته يې راوبولو. البدایة والنهایة: 7/46.

د معاصر جمهوریت څخه په سلهاو کلونه وړاندي اسلام انسان ته د ازادي درس ورکړ، په هغه وخت کې د جمهوریت په نامه چا کوم نظام نه پیژانده او دا یهود، نصارا او غربیان ول، چې خلک يې غلامان جوړ کړي ول، د سعد بن ابي وقاص رضي الله تعالی عنه په مشري مسلمانانو له سختو جګړو وورسته فارسيانو ته ازادي ور په برخه کړه.

خو معاصر جمهوریت پال په شعوري توګه کوښښ کوي، چې د جمهوریت تر عنوان لاندي خلک د ځان لپاره په غیر شعوري ډول غلامان جوړ کړي.

دوی د اسلامي تاریخ څخه په څنګ تیریږي، او وايي: چې تر ټولو اول انسان ته بنیادي حقوق د برتیانیې جمهوري قانون (Magna Karta) ور کړی، دوی د اسلام زرین تاریخ ته نه ګوري، د اسلام او اسلامي اقدارو بیخي یادونه نه کوي، او خلک تیرباسي، حال دا چې تر دوی وړاندي اسلام انسان ته عملا ازادي ور په برخه کړه، او خلک يې د بندګانو له غلامي څخه ازاد کړل او د یو الله بندګي ته یې را وبلل.

په راتلونکي برخو کې به پر دې بحث وکړو چې غربیان د کومي ازادي دعوه کوي؟ هغه ازادي چې انسانان يې د ځان لپاره ورباندي غلامان جوړ کړل، او هغه ازادي چې په هغې کې يې فحشا، فساد، رشوت، سود او هر رنګه بدۍ پر خلکو مسلطي کړې؟
پای….
2020-04-05

Related posts