جون 02, 2020

پکتیکا: خوشامند کې د دعوت او ارشاد غونډه جوړه شوه

پکتیکا: خوشامند کې د دعوت او ارشاد غونډه جوړه شوه

وړمه ورځ د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو په زیار د پکتیکا ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې پراخه غونډه جوړه شوه، دغې غونډه کې د ولسوال، د کمیسیون رئیس، د دعوت او ارشاد د مسؤل، د زراعت د مدیر او د ولسوالۍ د ډلګۍ مشرانو تر څنګ  شاوخوا ۶۰ تنو قومني مشرانو او مخورو هم ګډون درلود.

 غونډې ته د ویناوو په لړ کې لومړی د دغې ولسوالۍ  ولسوال، ورپسې د دعوت او ارشاد مسؤل، او بیا یو تن قومي مخور وینا وې وکړې او د بنګو د کښت په اړه د امیرالمؤمنین د فرمان، د بنګو د زیان او نورو ټولنیزو موضوعاتو په اړه یې ګډونوالو ته هراړخیز معلومات ورکړل.

وروسته د امیرالمؤمنین حفظه الله له فرمان څخه د هرکلي په لړ کې قومي مشرانو د یو پریکړه لیک له مخې تعهد وکړ، چې تر دې وروسته به په سیمه کې هیچا ته هم د بنګو کرلو اجازه نه ورکوي، نور به د دې بد بوټي د کرلو او پروسس چاره نه ترسره کېږي او له دغه تعهد څخه مخالفت کوونکي به د اسلامي امارت اړوند مراجعو ته ورپېژندل کېږي.

د قران کریم په مبارکو ایتونو پیل شوې دغه غونډه د خیر، عافیت او پر امنه هیواد په دعائیه سره پای ته ورسیده.

2020/4/5

Related posts