جون 06, 2020

په ازرګان او زابل کې د امریکايي او داخلي ځواکونو د وحشت په نتیجه کې ۱۷ تنه ملکي هیوادوال شهیدان او ټپيان شول

په ازرګان او زابل کې د امریکايي او داخلي ځواکونو د وحشت په نتیجه کې ۱۷ تنه ملکي هیوادوال شهیدان او ټپيان شول

د امریکايي اشغالګرو د مکررو سرغړونو او د کابل ادارې د جنایاتو په دوام، تیره شپه د ارزګان ولایت خاص ارزګان ولسوالۍ د ګرم آب په قحط زو سیمه کې د حاجي عبدالکبیر اکا په نوم د یو عام ملکی کس کور په داسې حال کې بمبار شو چې هلته هيڅ ډول نظامي اشخاص، جګړه او نظامي تحرکاتو وجود نه درلود.
په دغه وحشت کې ۵ تنه ښځې او ۲ ماشومان شهیدان شول او د کور څښتن حاجي عبدالکبیر اکا په ګډون ۸ تنه نورې ښځې اوماشومان ټپيان شول.
همدا راز په بمبار کې ټول کور ویجاړ شوی، ۱۵ رأسه مواشي هم له منځه وړل شوي.
دا جنایت په داسې حال کې رامنځته کیږي چې تیره شپه په ټوله خاص ارزګان ولسوالۍ کې هيڅ ډول نظامي پيښې وجود نه درلود.
د یوبل جنایت په لړ کې تیره ورځ د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ د فقیرزو په مرخنجک کلي کې په هغه جنازه باندې هم بمبار وشو چې هدیرې ته وړل کیده.
په بمبار کې ۲ تنه ملکي خلک شهیدان شول، ګڼ شمیر ټپيان شول حتی د متوفا جسد هم ټوټې ټوټې شو.
د امریکايي او داخلي ځواکونو لخوا دغه جنایات ترسره کیدل له اسلامي امارت سره د کړې توافقنامې ښکاره نقض دی چې د بدو عواقبو مسئولیت به يې د سرغړونکو په غاړې وي.

قاري محمدیوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند
۱۲/۸/۱۴۴۱هـ ق
۱۷/۱/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/4/5م

Related posts