جون 06, 2020

پروان: شینوارو کې د دعوت ارشاد کمیسیون غونډه جوړه شوه

پروان: شینوارو کې د دعوت ارشاد کمیسیون غونډه جوړه شوه

د پروان ولایت، شینوارو ولسوالۍ په ښیوې دره کې داسلامي امارت د دعوت او ارشاد کمیسیون مسؤلینو له خوا اصلاحي غونډه جوړه شوه. دغه غونډه کې د دعوت ارشاد د مسؤلینو لخوا عامو خلکو ته د بنګو د کښت مخنیوی، امربالعمروف و النهی عن المنکر او دګوډاګۍ ادارې څخه د عسکرو د راجلا کیدو باره کې خبرې وکړې. دوی ډاډ ورکړ چې که  کوم څوک مجاهدینو ته تسلیم شي مجاهدین پوره اطمنان ورکوي چې هغه ته به هیڅوک څه نه وایي او خپل عادي ژوند به تیروي. په غونډه کې د سیمې علماء کرامو او سپینږیرو هم برخه اخستي وه چې هغوي هم په خپل وار خبرې وکړې او غونډه د یو مشر عالم په دعا سره پای ته ورسیده.

2020/4/4

Related posts