جون 05, 2020

سرپل : کوهستانات کې هم دکرونا په اړه عامه پوهاوی ترسره ،صابون اونور لوازم توزیع شول

سرپل : کوهستانات کې هم دکرونا په اړه عامه پوهاوی ترسره ،صابون اونور لوازم توزیع شول

دسرپل ولایت دکوهستان ولسوالۍ په مربوطاتوکې تېره ورځ داسلامي امارت دصحت عامه مسؤولینو له لوري د یو لړ متخصصینو ډاکټرانو په ملتیا د کرونا وبا څخه دمخنیوي اوځان ساتني په موخه له ملکي خلکو سره لیدني کتني ترسره شوي چې په مهال یې چاپ شوي اطلاعیې په خلکو توزیع کړی شوي
همداراز خلکو ته د پاکۍ خیال ساتلو اهمیت بیان کړی شو او هم ورباندي په وړیا توګه دلاس پریمنځلو صابونونه ، ماسکونه او نور لوازمات ووېشل شول اوپه مسکونه سیموکې د وایروس ضد مواد وپاشل شول
2020/4/3

Related posts