جون 06, 2020

ايا دا خوښوی چې ملګرو ته د ډالۍ په توګه کرونا وروړئ؟ !

ايا دا خوښوی چې ملګرو ته د ډالۍ په توګه کرونا وروړئ؟ !

لیکوال: محمد یحی

د وباء او طاعون پر مهال نبوي سنت او د صحابه کرامو لارښوونې دا دي چې ټول خلک بايد په کور کې پاتې شي، له ګرزېدو را ګرځېدو او ګڼې ګوڼې څخه ځان وساتي.

د وباء او طاعون پر مهال ګڼه ګوڼه، د ملګرو خپلوانو ليده کاته او دوديزه راشه درشه ساتل له نبوي ارشاداتو ښکاره سرغړونه ده.

په دې ورځو کې د ملګرو ليده کاته، د ناروغ پوښتني او احوال پرسي او خواخوږي ته تلل په حقيقت کې هغوی ته د وباء او هلاکت ډالۍ ور وړل دي چې هيڅ مسلمان او عقل لرونکی انسان داسي نکوي.

دا هم امکان لري چې په دې ډول يو څوک د ملګرو او خپلوانو له کورونه څخه خپل کورته وباء راوړي چې داسي کول هم روغ عقل نه مني.

نو مهرباني وکړئ ! رواج، افغاني غيرت او بې ځايه تګ راتګ پرېږدئ، مه خپلوانو او ملګرو ته وباء ډالۍ کوئ او مه يې له هغوی څخه خپل کور او ماشومانو ته راوړئ، مهرباني وکړئ ! په خپلو کورونو کې پاتې شئ مه بل چاته زيان رسوئ او مه د ځان او کورنۍ د زيان سبب جوړېږئ.

Related posts