مې 30, 2020

افغانستان د 2020زېږديز کال مارچ په مياشت کې

افغانستان د 2020زېږديز کال مارچ په مياشت کې

احمد فارسی

يادونه: دغه ليکنه په هغو پېښو مشتمله ده چې په خپله دښمن منلې، خو بايد و وايو چې له دې پرته نور جريانونه په ځانګړې کورني او بهرني دښمن ته د رسېدلو زيانونو احصائيه له لازياتو مالوماتو سره په رښتونې بڼه د اسلامي امارت په رسمي سائټ کې کتلای شی.

——————————–

سره له دې چې د سولي د تړون له أمله د۲۰۲۰زېږديز کال مارچ په مياشت کې د مجاهدېنو بريدونه کم شوي دي، خو بياهم يې په بېلاپېلو ډګرونو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې، لکه په نظامي ډګر کې د بدخشان ولايت يمګان ولسوالۍ فتحه او له هېواده مو د اشغالګرو ځواکونو عملي وتلو پيل او همدارنګه سياسي ډګر کې لکه د اسلامي امارت د سياسي دفتر له مسئولينو سره د نړيوالو مشرانو او استازو ليدني کتني او د بنديانو د خلاصون په برخه کې پرمختګونه د يادونې وړ دي، د دې پېښو ترڅنګ نور اړېن موضوعات هم د لاندې سرليکونو په ذيل کې لوستلای شی.

——————————–

د خارجي اشغالګرو زيانونه:

د سولي د تړون پر بنسټ د اشغالګرو په اډو باندې د مجاهدېنو بريدونه درول شوي، له همدې وجې د مارچ مياشتي په اوږدو کې اشغالګر له کوم د پام وړ زيان سره نه دي مخ شوي، خو د مارچ پر۳مه د سې شنبې په ورځ برطانوي رسنيو خبر ورکړ چې په تېره مياشت کې د افغانستان له جګړې ور ستانه شويو۱۴عسکرو يې ځانوژنې کړې دي.

د کورنيو مزدورانو زيانونه:

د مجاهدېنو په بريدونو کې له تخفيف سربېره بياهم د کورنيو مزدورانو د زيانونو لړۍ تېزه روانه ده چې کره شمېرې يې مالومي نه دي، خو دلته د بېلګې په ډول د دښمن د زيانونو څو پېښو څخه يادونه کوو.

د مارچ پر۸مه د يکشنبې په ورځ د لوګر ولايت د ولايتي شورا يو غړی ووژل شو او د مارچ پر۲۷مه د جمې په ورځ د تخار ولايت په مرکز کې د کورنيو مزدورانو يوه چورلکه را نسکوره او په ترڅ کې يې سورلي ووژل شوه، د مارچ پر۳۰مه د دوشنبې په ورځ د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې يو نفوذي سرتېري خپل۹تنه ملګري ووژل او د مارچ پر۳۱مه د سې شنبې په ورځ د ملي امنيت جندر رئيسه په کابل کې ووژل شوه، دا پر هغو سلګونه عسکرو او پوليسو سربېره دي چې پر مرکزونو يې د مجاهدېنو په بريدونو کې وژل شوي دي.

ولسي وګړو ته دښمن رسولي زيانونه او ځورونې:

د مارچ په مياشت کې د ولسي وګړو په زيانونو کې هم کموالی راغلی چې بهرني اشغالګر د سولي تړون پر اساس نشي کولای د ولس پر وړاندې ګډ او ياهم ځانته بريدونه ترسره کړي، خو د مزدوري ادارې عسکر په تېر پسې بياهم له هر ډول د ترحم او انسانيت احساس پرته ولسي وګړي تر بريدونو لاندې نيسي چې لاندې يې ځيني بېلګې را أخلو:

د مارچ پر۱۶مه د دوشنبې په ورځ د هلمند نادعلي ولسوالۍ پولېیو دوه ماشومان وروڼه په شهادت ورسول او په همدې ورځ د کندز په خان آباد ولسوالۍ کې د مزدورو عسکرو له لوري لس تنه وګړي په شهادت ورسېدل او دوه مېرمني ژوبلي شوې، د مارچ پر۲۸مه د هفتې په ورځ وحشي ګډو ځواکونو د هلمند په مارجه ولسوالۍ کې د عامو خلکو پر کورونو چاپه ووهله او خلکو ته يې زيانونه واړول.

د دې پېښو، بريدونو او ولسي زيانونو بشپړ راپور د اسلامي امارت په رسمي وېبپاڼه کتلای شی.

مجاهدينو ته د تسبيميو لړۍ:

د مارچ پر۱۴مه د هفتې په ورځ د اسلامي امارت مجاهدېنو د فروري مياشتي نږدې۷۰۰تنو د دښمن تسليم شويو افرادو څخه خبر ورکړ، د فروري پر۲۹مه له هېواده د اشغالګرو د وتو د تړون له لاسليک وروسته له مجاهدېنو سره د دښمن د افرادو د يوځای کېدو لړۍ هم تېزه شوې، په همدې لړ کې د مارچ پر۲د دو شنبې په ورځ د بلخ له بېلابېلو ولسواليو څخه د کابل مزدوري ادارې۴۷تنه عسکر له مجاهدېنو سره يو ځای شول، د مارچ پر۱۰مه د سې شنبې په ورځ د لغمان ولايت کې د دوو قوماندانو په ګډون۱۷تنه د دښمن افراد مجاهدېنو ته تسليم شول.

د مارچ پر۱۱مه د چهار شنبې په ورځ ګڼ شمېر سلفي عالمانو له اسلامي امارت سره خپل بيعت اعلان کړ او داعش يې يوه فتنه ګره ډله ياده کړه، د مارچ پر۱۷مه د سې شنبې په ورځ د لغمان او ننګرهار په ولايتونو کې د مزدوري ادارې۳۲عسکر او د مارچ پر۲۲مه د يکشنبې په ورځ په مرکزي بغلان کې۲۲نور د دښمن افراد له مجاهدېنو سره يوځای شوی

د مارچ پر۲۳مه د دوشنبې په ورځ اسلامي امارت يوځل بيا د يوې اعلاميې په خپرولو د مزدوري ادارې پر عسکرو غږ وکړ چې غېږه يې ورته خلاصه ده، نو دوی دې د پرديو مشرانو لپاره د مرګ لومې ته ځان نه غورځوي، د مارچ پر۲۷مه د جمې په ورځ د غور په شهرک ولسوالۍ کې د دښمن۷۵تنه عسکر له مجاهدېنو سره يو ځای شول، په سبا ورځ د بلخ ولايت کې د مزدوري ادارې۲۹تنه عسکرو وسلې پر ځمکه کېښودې او له مجاهدېنو سره يوځای شول او د مارچ پر۳۱مه د اسلامي امارت د لغمان او بغلان ولايتونو کې له سل تنه زياتو د دښمن افرادو د تسليمۍ خبر ورکړ.

له اسلامي امارت سره د دښمن د افرادو د يوځای کېدو کره شمېرې د اسلامي امارت جلب وجذب کمېسيون په ځانګړو راپورونو کې کتلای شی.

الفتح عملیات:

د سولي د تړون سربېره د کورنيو مزدورانو پر وړاندې د مجاهدېنو بريدونه دوام لري او د مارچ مياشتي په اوږدو کې هم پرې سلګونه لوی او اواړه بريدونه ترسره شول چې په ترڅ کې يې دښمن ته خورا زيات زيانونه واوښتل، د بېلګې په ډول د مارچ ۴مه د چهارشنبې ورځ په کندز کې د مزدور دښمن پر مرکز د مجاهدېنو د بريد شاهده وه چې په ترڅ کې يې۱۹تنه عسکر ووژل شول، د مارچ پر۱۴مه د هفتې په ورځ اسلامي امارت د يوې اعلاميې له لاري خبر ور کړ چې له کنړ ولايت څخه يې د داعش ټغر ور ټول کړی او اوس ياد ولايت د هغوی له شتون څخه بشپړ تصفيه شوی، د مارچ پر۱۶مه د دوشنبې په ورځ د بدخشان ولايت يمګان ولسوالۍ د مجاهدېنو له لوري فتحه شوه او په سبا ورځ يې د تخار ولايت په خواجه غار ولسوالۍ د مجاهدېنو سخت بريدونه پيل شول چې په ترڅ کې يې دښمن ته درانه زيانونه واوښتل، د دښمن چارواکو وويل که يادې ولسوالۍ ته بېړنۍ مرسته ونه رسېږي زر به هغه د مجاهدېنو لاس ته ولوېږي.

د سولي تړون:

د فروري پر۲۹مه د هفتې په ورځ له امريکا سره د سولي تړون لاسليک شو چې له مخې به يې تر لسو ورځو پوري د کابل مزدوري ادارې له زندانونو څخه۵۰۰۰تنه د اسلامي امارت بنديان د امريکا تر نګرانۍ لاندې زدېږي، خو د مارچ پر لومړۍ نېټه د يکشنبې په ورځ د کابل مزدوري ادارې مشر اشرفغني اعلان وکړ چې ياد تړون ته به غاړه کېنږدي، ورپسې د د مارچ پر۷مه د هفتې په ورځ يې بيا اعلان وکړ چې د طالب زندانيانو ازادي بايد د يوې شفافې پروسې له لاري ترسره شي، د مارچ پر۱۱مه د چارشنبې په ورځ يې د۵۰۰۰طالب بنديانو امر صادر کړ چې محتوا يې بشپړه د سولي له تړون سره په ټکر کې وه، نو ځکه اسلامي امارت رد کړ.

د مارچ پر۲۲مه د يکشنبې په ورځ د اسلامي امارت د بنديانو د خلاصون استازو په لومړي ځل د بنديانو په تړاو د کابل مزدوري ادارې له استازو سره وېډيويي کنفرانس ترسره کړ او د مارچ پر۲۵مه د چهارشنبې په ورځ د اسلامي امارت سياسي دفتر وياند ښاغلي سهيل شاهين د يو اعلان په ترڅ کې وويل چې پېنځه ورځې وروسته به د بنديانو د خلاصون پروسه پيل شي او پر همدې ورځ د ارګ له لوري د بين الأفغاني مذاکراې ټېم اعلان شو، د مارچ پر۲۸مه د هفتې په ورځ اسلامي امارت بګرام ته لېږونکي پلاوي څخه چې له خپلو زندانيانو سره به ګوري خبر ورکړ او د مارچ پر۳۱مه د سې شنبې په ورځ رسنيو کابل ته د ياد هيئت د رسېدو خبر ورکړ.

د مارچ پر۳مه د سې شنبې په ورځ ټرمپ د اسلامي امارت سياسي مرستيال محترم ملابرادر آخند سره د تلفوني اړيکي له لاري د تړون پر عملي کولو او له افغانستان څخه  د بهرنيو ځواکونو پر وتلو ټېنګار وکړ او يوځل بيايې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د اېستلو ژمنه وکړه.

د اشغالګرو ځواکونو د وتلو پيل:

د اشغالګرو ځواکونو د وتلو تړون څخه په پيروي د مارچ پر۳مه د سې شنبې په ورځ د امريکا دفاع وزير د خپل هېواد ځواکونو د وتلو امر ورکړ، ورپسې او بيا د مارچ پر۶مه د جمې په ورځ ټرمپ وويل د امريکايې ځواکونو له وتلو وروسته ښايي د کابل اداره نسکوره شي، د مارچ پر۹مه د دوشنبې په ورځ د اشغالګرو وتل عملاً پيل شول چې لومړۍ ډله يې له افغانستان څخه ووتله، د مارچ پر۱۱مه د چهار شنبې په ورځ برطانيې هم اعلان وکړ چې د ګرمي تر موسم پوري به خپل ځواکونه درېيمه برخه له افغانستان څخه وباسي، د مارچ پر۲۵مه جرمني هم اعلان وکړ چې په لنډ وخت کې به د خپلو ځواکونو شمېر را کم کړي، او د مارچ پر۳۰مه د دوشنبې په ورځ رسنيو له افغانستان څخه د يوې بلي ډلي اشغالګرو د وتو خبر ور کړ.

کمزورې اداره او دوه مشران يې: د دوشنبې په ورځ اشرفغني او عبدالله عبدالله د تش په نوم جمهوري رياست د لوړي دوه جلا مراسم ترسره کړل چې ورسره ځيني چاودنې هم ترسره شوې، د مارچ پر۲۴مه د سې شنبې په ورځ د امريکا خارجه وزير په کابل کې  له دواړو لوريو سره له ليدنې کتنې وروسته ونه توانېد چې د يوه ګډ حکومت په رامنځته کولو يې قانع کړي او واشنګټن ته له ستنېدو وروسته د امريکا خارجه وزير وويل چې امريکا د کابل ادارې سره يو مليارد ډالر مرستې ودرولې، د مارچ پر۲۸مه د يکشنبې په ورځ فارن پاليسي ورځپاڼې وويل چې د بهرنيو مرستو ځنډولو سره به د کابل اداره د ډاکټر نجيب د رژيم په څېر را نسکور شي.

Related posts