جون 06, 2020

د کعبې په رب مې دي قسم وي چې کامیاب شوم!

د کعبې په رب مې دي قسم وي چې کامیاب شوم!

ليكنه: ډاکټر حافظ عبدالسلام

دا کلمات د هغو اویا تنو شهید شویو حافظانو له ډلې د حرام بن ملحان د خولې وه چې د شهادت پر مهال یې د خوښۍ په ډول وویله او شهید شو!

د هجرت څلورم کال و، د نجد د سیمې یو تن مشر د عامر بن مالک په نامه رسول الله ته راغی ورته یې وویل زما سره څو تنه په قران پوه کسان ولیږه چې زما قوم ته د الله ج کلام ور وښایي او ایمان راوړي، رسول الله ور ته و فرمایل چې زه ډارېږم شاوخوا قبیلې د اسلام سره سخته دښمني او کېنه لري هسې نه چې زما د لوري لیږل شویو کسانو ته تاوان ورسوي، عامر بن مالک ور ته وویل چې زه یې ملاتړی یم (یعني پر دوی برید زما پر قوم برید دی)، رسول الله ور سره ۷۰تنه د قران حافظان ور و لېږل، د نجد یا بئر معونه اوسېدونکو وعده خلافي یا غدر وکړ پرته له یو تن څخه نور ټول یې شهیدان کړل!

خو، د شهادت پر مهال د حرام بن ملحان له خولې جالب الفاظ را ووتل”د کعبې په رب مي دي قسم وي چې زه کامیاب شوم” او بیا یې دوعا وکړه یا الله زما احوال رسول الله ته و رسوه، زه د خپل رب سره ملاقي شوم، زه د هغه نه او هغه زما څخه راضي دی.

دې الفاظو او کلماتو د بن ملحان قاتل حیران کړ، ځکه چې دا لومړی ځل دی داسې کلمات اوري، او یو څوک به د وژلو پر مهال څنګه وایې چې کامیاب شوم!

رسول الله ته احوال ورسېد خو دې پېښې چې د قران کریم زیات شمېر حافظان شهیدان شوي وو زیات غمګین کړ، ځکه چې یو خو یې ملګري په غدر سره شهیدان شول، بل دا چې وژل شوي ټول د قران کریم حافظان وو نو ځکه یې رسول الله غمګین کړ!!!

څرنګه چې همدې سېمه کې د اوبو یو کوهي (څاه) د معونه په نامه شتون درلود، او دا غمجنه واقعه همدلته پېښه سوه، نو د اسلام په تاریخ کې دې پېښې ته بئر معونه وایې.

را ځم دېته چې د اسلام په تاریخ کې یو ځل بیا د بئر معونه واقعې په څېر دردناکه پېښه (۲۰۱۸) زېږدیز کال د اپریل د میاشتې پر دویمه نېټه د کندز ولایت د ارچې ولسوالۍ کې پېښه شوه چې تر سلو تنو پورې یې د قران کریم حافظان، ماشومان او د مدرسې استادان شهيدان کړل!!!

هغو شهیدانو حافظانو کلونه په سختۍ کې تېر کړل څو، د الله جل جلاله کتاب حفظ کړي دا یې د دنیاوي ژوند د ارمان ورځ وه چې سپینې جامې واغوندي او په یو محفل کې ورته څو تنه دیني عالمان، استادان سپینه پکړۍ ور په سر کړي، خپل او خپلوان راشې غاړو کې ور ته ګلان واچوي او د خوښیو دا ورځ ولمانځي!!!

نن یې د خوشالۍ ورځ وه د سپینو جامو سره داسې ښکارېدل لکه سپیني پرښتې، د انتظار شېبې په ختمېدو وې، هغه لحظه نژدې وه چې اوس به نطاق د یو یو تن حافظ نوم اخلي، استادان به ورته ول پر ول لونګۍ تړې، ملګري او دوستان ور ته غاړو کې ګلان اچوي، خوېندې او مېندې په کورونو کې د ورور جان او زوی جان په انتظار آمېل او د ګلو هار په لاس ولاړي دي!!!

یو نا څاپه د درنو چاودنو ږغ شو، منډې شوې شور شو، زګېروی شو، ټولو د فضا پر لور کتل، ګوري چې جنګي الوتکې، چورلکې دورې وهې او بمبار کوي!!!

لږ شېبه کې د غونډې ځای په یوه قتل ګاه بدل شو، سپیني جامې د تن په وینو سرې شوي وې، هغې سینې په دې جرم چې د قران حفظ ته یې ځای ور کړی وو په مرمیو غلبیل شوې وې، حافظان قران په لاس خواره واره شهیدان پراته وو، چا زخمیان لټول، چا بیا شهیدانو کې خپلوان لټول!!!

د هغه پلار کېسه هم د یادولو وړ ده چې په دې دردناکه پېښه کې یې درې زامن شهیدان شول، کور ته چې یې د زامنو جسدونه راوړل ویل: مېرمنې زامنو دي قران کریم یې پر دې دنیا حفظ کړ خو، د فراغت جشن ته پروردګار و غوښتل، خوېندو د ګلو هارونه د جنازو پر کټ د شهید شویو وروڼو پر سينو کیښودل!!!

آه! څه غمجنه ورځ وه! د الله جل جلاله د کتاب نازولي حافظان ووژل شول!!!

خو، څو تنو پلورل شویو یې بیا په خورا مېړانه د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست، ویل ټول مو د طالبانو مهم قومندانان وژلي د شورای غړي مو وژلي، یوه ورځ وروسته سیمې ته خبریالان ولاړل ور پسې تحقیقي ټیمونه ولاړل د پېښې ځای او د شهیدانو خپلوان او د سیمي اوسېدونکي یې د نژدې ولیدل، ټولو ټیمونو په خپلو راپورونو کې ثابته کړه چې ټول وژل شوي ملکیان دي او اکثریت یې ماشومان دي، خو شرمېدلو ګوډاګیانو د تېر په څېر د څېړنو خبره کوله!

د دې واقعې پر وړاندي ټوله اسلامي او عربي نړۍ کې پراخ کمپاین و چلید، د ټولنیزو خواله رسنیو کارونکو په عربي نړۍ کې تر دې هشتاګ لاندې”مذبحة الأطفال فی أفغانستان”(د ماشومانو ټول وژنه په افغانستان کې) او “مجزرة-حفاظ-کتاب الله (د قران کریم د حافظانو ډلیېزه وژنه) تر عناوینو لاندې یې پراخ کمپاین و چلاوو او په پراخه کچه یې یاد برید و غانده، همدارنګه ډېرو دولتونو او بین المللي ټولنو یاد برید و غانده.
یا الله جل جلاله ته د دوی د وینو په برکت موږ ته ازادي را نصیب کړه، او پر مونږ یو سوچه اسلامي نظام و لوروه(آمین یا رب العلمین).

Related posts