جون 06, 2020

ننګرهار: د خوګیاڼو د اربکیانو قومندان او ۳ اربکیان له مجاهدینو سره یو ځای شول

ننګرهار: د خوګیاڼو د اربکیانو قومندان او ۳ اربکیان له مجاهدینو سره یو ځای شول

نن د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو په زیار او د حقائقو د درک په نتیجه کې د ننګرهار ولایت، خوګیاڼو ولسوالۍ کې د اربکیانو قومندان جان محمد ولد حاجي نظیر او ورسره د هجرت ولد فاروق او صغیر ولد مراد خان په نوم ۲ نور اربکیان له مجاهدینو سره یو ځای شول.

دوی په خپلو تېرو کړنو د پښیمانتیا تر څنګ ژمنه کړې چې تر دې وروسته به له مزدور رژیم سره هیڅ ډول اړیکه نه ساتي او د ټولني د عامو وګړو په څېر به ازاد ژوند کوي.

مجاهدینو دوی ته ښه راغلاست ویلی او له پاته عسکرو، پولیسو، اربکیانو او نورو یې هم غوښتي، چې د خپل ژوند ژغورني په موخه دي د جګړې له لیکو را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شي.

2020/4/1

Related posts