جون 05, 2020

د بندیانو تبادله، او د کابل مذاکراتي پلاوی…!!

د بندیانو تبادله، او د کابل مذاکراتي پلاوی…!!

د ورځي خبره: 

د بندیانو د تبادلې پروسه چې د دوحې د تړون په اساس باید ډېره وختي ترسره شوې او بیا سمدستي بین الأفغاني مجالس پیل شوي وای؛ ایله یوه میاشت وروسته مقابل طرف وتوانید ترڅو د تبادلې پروسې ته امادګي وښيي. چې بیا هم د هیله مندۍ اقدام دی او د سولي لاره لنډولای شي.

اسلامي امارت اماده دی چې د مقابل طرف زر تنه زندانیان له خپلو محابسو څخه آزاد، او په عزت سره یې خپلو
کورونو ته ولیږي. همدارنګه له جانب مقابل نه هم همدا هیله لري چې د اسلامي امارت اړوند د ۵ زره زندانیانو په خلاصون کې له ناغیړۍ نه کار وانخلي او په دې برخه کې لازمه اسانتیا رامنځ ته کړي.

دا مهال د اسلامي امارت درې کسیز پلاوی چې د بندیانو د تعارف او له خلاصون وروسته به د هغوی د انتقال چاري سمبالوي؛ پلازمیني کابل کې دی. امید دی چې د تبادلې دا چاره په ښه توګه ترسره او د هیوادوالو زخمي زړونه ورسره ټکور کړل شي.

د تبادلې وروسته دویم اقدام د بین الأفغاني مذاکراتو دی، چې د هیواد د اوږدې غمیزي د حل په موخه به ډېر مهمي او درنې پریکړي پکي ترسره کیږي؛ دلته هم پکار دی چې د دوحې د تړون سره په تطابق کې ګامونه واخیستل شي.

لومړی ګام یې هغه پلاوی دی چې په کابل کې اوس تازه د حکومت لخوا ګمارل شوی؛ داسي ښکاري چې دا ګمارنه د سنجیدګۍ له مخي نه، بلکي د لنډمهالو سیاسي او سطحي مفاداتو په خاطر شوې.

د دوحې د تړون له مخي بین الأفغاني مجالسو کې د کابل د حکومت په ګډون، ټول مطرح لوري باید د جهتونو په حیث شریک وي، نه د حکومت او یا داسي برلاسي لوري په توګه چې پروسه په خپل ګورت کې د اخیستلو نیت ولري.

څو ورځي وړاندي د سولي په چارو کې د دولت وزارت ویاند وویل: بین الأفغاني مذاکراتو کې به د دوی په اصطلاح له (طالبانو) سره یوازي حکومت خبري کولای شي. او اوس تازه یې چې کوم ټیم ګمارلی؛ نه یوازي دا چې د دوحې د تړون خلاف دی؛ بلکي په کابل کې د ټولو سیاسیونو او نورو مطرحو مدني، علمي او ولسي جهتونو لخوا ناسم بلل شوی.

د دې لپاره چې د کابل حکومت خپله دا ناسمه هڅه توجیه کړي؛ د اشرفغني سلاکار ویلي: « د حکومت ژمنه دا وه چې طالبانو سره د خبرو اترو لپاره یو کوچنی پلاوی جوړشي خو د پرېکړي کولو صلاحیت به د مصالحې په نوم له یوې ستري شورا سره وي». مطلب دا چې دا پلاوی دوی د خبر د ترلاسه کولو او وخت ضایع کولو لپاره بین الأفغاني مجلس ته ورلیږي. نوري پریکړې به بیا هم په ارګ کې دننه کیږي.

او دا څرګنده خبره ده چې د کابل اداره، د سولې او بین الأفغاني پروسي نه د افغانستان د مسئلې اساسي حل نه غواړي، بلکي د خپل نیمګړي اقتدار د تمدید هڅه کوي.

پکار دا ده چې د امریکا په شمول نړیواله ټولنه د کابل ادارې د ناغیړیو او ناسمو ارادو د ملاتړ پرځای د افغان ولس آساسي امیدونه او اړتیاوي درک کړي؛ ترڅو مسئله د لا پیچلتیا پرځای د حل خوا ته ولاړه شی.

اسلامي امارت بیا هم د دوحي د تړون په رڼا کې د پروسې په هره مقطع کې د خپلو تعهداتو پلی کولو ته ژمن دی. او له جانب مقابل نه یې هم د سرغړوني په صورت کې د زغم توان نلري.

پای ……………!
۲۰۲۰- ۴-۱

Related posts