جون 05, 2020

د تسليميو لړۍ

د تسليميو لړۍ

فاتح افغان:

د هغې عمومي عفوې -چې د اسلامي امارت زعيم امير المؤمنين شيخ الحديث هبة الله اخندزاده _حفظه الله_ له لوري د اشغال د خاتمې له تړون لږ وروسته اعلان شوه- پر اساس هر هغه څوک چې له اشغالګرو او دهغوی له ګډاګيانو څخه برائت اعلان کړي، له جګړې لاس واخلي، مجاهدينو ته تسليم شي، په تېر پښيماني څرګنده کړي اسلامي امارت د هغوی د سرونو او مالونو د خونديتوب تضمين کوي.

د دغې عفوې له اعلان وروسته د تسليميو لړۍ پيل شوه، جوپه جوپه مخالفين راځي د مجاهدينو له ليکو سره يوځای کيږي، له اشغالګرو خپله بېزاري او اسلامي امارت ته خپله وفاداري اعلاموي.

لاندې يوازې د څو ورځو د تسليميو ارقام ستاسې مخې ته ږدو:

‏28‏/03‏/2020 : د کابل د ادارې ۲۹ تنه عسکر د بلخ ولايت په بيلابيلو ولسواليو کې د اسلامي امارت مجاهدينو ته تسليم شول چې د دعوت او ارشاد کميسيون د مسؤولينو له لوري يې هرکلی وشو.

‏27‏/03‏/2020 : تر دې يوه ورځ وړاندې په غور ولايت کې د مشهور قومندان صاحب خان تر مشری لاندې ۷۵ تنه پوليس او اربکيان اسلامي امارت ته تسليم شول او خپلې وسلې او تجهيزات يې مجاهدينو ته وسپارل.

‏26‏/03‏/2020 : په بغلان ولايت کې 13 تنه پوليس د حقائقو په درک کولو سره د کابل له ګوډاګۍ ادارې بيزاري اعلان کړه لاره يې ترې جلا او له مجاهدينو سره يوځای شول.

‏23‏/03‏/2020 : په لغمان ولايت کې دری تنه پوليس مجاهدينو ته تسليم شول او له کابل ادارې څخه يې لاره جلا کړه.

دلته يوه خبره د يادونې وړ ده چې دا تش خيالي او وهمي ارقام نه دی ځکه اسلامي امارت د داسې ډول خبرونو له نشرولو سره د تسليم شويو عسکرو انځورونه، نومونه، د خدمت کارتونه او نور اسناد نشروي، د مجاهدينو رسنۍ د خبرونو په نقل کولو کې له دقت څخه کار اخلي.

د کار پوهانو په اند د عسکرو د تسليمی د لړۍ تېزوالی ګڼ شمير لاملونه لري چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

د أمير المؤمنين له لوري ټولو مخالفينو ته د عمومي عفوې اعلان د لار بيلولو او تسليمي لپاره مناسبه زمينه او موکه مساعده کړه.

د کابل ادارې عسکرو په کامل ډول مورالونه له لاسه ورکړي د خپلو مشرانو بې وفايې او بې پروايې يې په خپلو سترګو مشاهده کړه چې د واشنګټن او نيويارک د ساتنې په موخه يې د بلا خولې ته ورکړي خو که ووژل شي يا معيوب شي بيا يې د کونډو او يتيمانو هيڅ غم نه خوري، د عسکرو کورنۍ مجبورې دي ګدايې وکړي، او که بنديان شي بيايې هم د پوښتنې څوک نشته، اقلا دومره ځان ته تکليف نه ورکوي چې ليست يې ترتيب او مکمل شهرت يې قلمبند کړي ترڅو د تبادلې پرمهال ورڅخه استفاده وشي.

په دې برخه کې د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد کميسيون د غړو او کارکوونکو هلې ځلې هم له پامه غورځول نه دي پکار، اسلامي امارت لکه څرنګه چې جګړييز لور ته پام اړولی دعوتي اړخ يې له پامه ندی غورځولی بلکه د دواړو ترمنځ يې توازن ساتلی، د دې کار لپاره اسلامي امارت له علماوو او پوهانو څخه د دعوت او ارشاد په نوم يو ځانګړی کميسيون تشکيل کړی، چې د هيواد بيلابيلو سيمو ته علماء استوي ترڅو عسکر له کفارو سره د موالات او د صليبيانو تر بيرغ لاندې له دريدو څخه وويروي، د علماوو ږغيزې او انځوريزې ويناوې نشروي، کتابونه چاپوي او توزيع کوي، چې په نتيجه کې يې ډيرو عسکرو حقائق درک کړي د اسلامي امارت له ليکو سره يوځای شوي، ځينې يې نفوذي عمليات ترسره کړي چې د دښمن ملا يې ماته کړې او سخت زيانونه يې وراړولي.

داسې نه ده لکه څرنګه چې اجيرې رسنۍ يې انځور وړاندې کوي چې دمجاهدينو ټوله هڅه وينې تويول او خلک قتلول دي، مجاهدين د دنيا او آخرت له خسارې څخه د انساني نفسونو د ژغورلو په هڅه کې دي او د سپيڅلي، ګټور ژوند حريصان دي.

سره له دې چې امنيتي ځواکونو د افغان ولس په حق کې نه بښونکي جرايم ترسره کړي خو بيا هم د اسلامي امارت د زعيم له لوري د عمومي عفوې فرمان دا جوتوي چې اسلامي امارت د انساني ژوند ساتنې ته ژمن او حريص دی او د عمومي عفوې له لارې د هغوی د دنيوي او اخروي ژوند سمون غواړي.

په پای کې له الله جل جلاله څخه غواړو چې کوم کسان د کفارو او دهغوی د غلامانو په د جل او مکر تيروتي حق ته راوګرځوي، او له دنيوي هلاکت او له تلپاتې خسران څخه يې وساتي.

آمين يا رب العالمين.

Related posts