مې 30, 2020

د دعوت، عفوې او پیوستون پروسه

د دعوت، عفوې او پیوستون پروسه

د اونۍ تبصر:

د اسلامي امارت او امریکا د متحده ایالاتو تر منځ د اشغال د خاتمې تړون د افغانستان د قضیې په حل کې یو مهم او اساسي ګام ګڼل کیږي چې په لومړي ځل یې د مسئلې د حل لوری جوت کړ. خو لکه څنګه چې د اشغال خاتمه د مسئلې د خارجي بعد د حل و فصل لپاره مهم دی، اسلامي امارت د موضوع د داخلي بعد د حل لپاره هم د حساب وړ اقدامات ترسره کړي دي.
په داخلي بعد کې بین الافغاني مذاکراتو ته له تیاري نه علاوه، بل مهم پرمختګ دا و چې د اشغال د خاتمې د تړون له امضاء وروسته د اسلامي امارت زعیم امیر المؤمنین شیخ هبة الله اخند زاده صاحب د دښمن په لیکو کې ولاړو افرادو ته له عفوې او لورېینې ډک پيغام نشر کړ، تر څو په دې سره د ناباورۍ فضا متغیره شي او هغه کسان چې د بیلابیلو دلائلو له امله په مخالف صف کې ولاړ دي، را ووځي.
د همدې پیغام په تعقیب موږ ګورو چې په تیرو څو اونیو کې پرلپسې هغه عسکر، اربکیان او نور وسلوال چې پخوا یې د اشغالګرو تر بیرغ لاندې دمجاهدینو په ضد جګړه کوله اوس چې اشغالګر ځواکونه له هیواده وځي دوی هم نه غواړي په جګړه ټینګار وکړي نو ځکه د اسلامي امارت دعوت ته لبیک وایي له مقابل صف څخه را جلا کیږي او له مجاهدینو سره یو ځای کیږي.
په تیرو څو ورځو کې په بغلان، بلخ، غور، لغمان او ګڼو نورو ولایاتو کې سلګونه هغه کسان چې پخوا یې په مخالف اړخ کې وسلوال فعالیت درلود له اسلامي امارت سره یې پیوستون اعلان کړی او بالمقابل د اسلامي امارت مجاهدینو هم په ډیر اخلاص تود هرکلی ورته ویلی دی.
اسلامي امارت یو ځل بیا اعلاموي چې موږ له هیڅ ډلې یا فرد سره شخصي تضاد او عقده نه لرو. بلکې غواړو چې په دې هیواد کې اسلامي نظام چې د ټولو په خیر دی حاکم شي. نو هغه کسان چې د اشغالګرو او د هغوی د ګوډاګي رژیم په صف کې وظیفه اجراء کوي په وړاندې یې زموږ د عفوې او اخلاص غیږه خلاصه ده. که دوی له مخالفت لاس واخلي اسلامي امارت به یې د سر او مال حفاظت وکړي.
د دې لپاره چې د مسئلې د خارجي بعد په شان داخلي بعد هم په خیر سره حل او فصل شي، مهمه دا ده چې د پیوستون او له مخالفت څخه د لاس اخیستو دغه پروسه نوره هم پراخه او چټکه شي. په دې برخه کې باید د ټولنې اګاه قشرونه لکه علماء کرام، منورین، د مکاتبو استادان او قومي مخور باید خپل مکلفیت اداء کړي. اربکیان او نور جنګي افراد باید وپوهوي چې د جګړو د دوام پر ځای په سوله ییز ژوند فکر وکړي. تر څو د راتلونکو غمیزو عوامل خنثی او هیواد مو یوې واقعي سولې ته ورسیږي.
اسلامي امارت په دې برخه کې همیشه د عفوې پالیسي غوره کړې ده، د دښمن له جنګي افرادو سره یې همیشه اسلامي چلند کړی،د دښمن په زخمیانو یې معالجه کړې او زرګونه اسیران یې په بیا بیا آزاد کړي تر څو له خپل کور او عیال سره آزادانه ژوند وکړي.

Related posts