مې 30, 2020

په باګرام کې له بندیانو سره د وحشیانه چلند په اړه د اسلامي امارت د بندیانو کمیسیون اعلامیه

په باګرام کې له بندیانو سره د وحشیانه چلند په اړه د اسلامي امارت د بندیانو کمیسیون اعلامیه

له څو ورځو راپه دې خوا د بګرام په بد نام زندان کې د کابل ادارې د عسکرو لخوا پر مظلومو بندیانو باندې بې له کوم دلیل څخه ظلم او وحشت پيل شوی دی.
د دغه راز وحشیانه چلند ساری په تیرو کلونونو کې نه وو لیدل شوی، داچې د کابل ادارې د دغه بزدلانه عمل تر شا به علت څه وي، تراوسه نه دی معلوم شوی.
د یادو وحشتونو په جریان کې د روان ۲۰۲۰ میلادي کال د مارچ میاشتې په ۲۵ تاریخ د بګرام زندان په پنځم او شپږم بلاکونو کې بندیان بې له کوم ښکاره علت څخه له آفتابۍ څخه را منع شول.
کله چې بندیانو د خپل حق غوښته وکړه، د عسکرو لخوا د د وهلو او ټکولو پيل پرې وشو چې له امله يې ۳۲ تنه بندیان سخت ټپيان شول او بیا يې د درملنې لپاره صحي کلینیک ته له تلو څخه هم منع کړل.
د وهلو ټکولو له امله زخمیان شوي بندیان يې د دلتا په نامه بلاک ته د جزایانو په شکل بوتلل چې نه يې دوا ورکړه، نه يې کمپلې ورسره پریښودې اونه يې خوراک ورکړ.
د خپل وحشت په تسلسل کې يې نن ورځ یوځل بیا د براوو په بلاک کې په بندیانو باندې د وسلو سره هجوم ور ووړ چې یو بندي يې ځای پرځای شهید کړ، ګڼ شمیر نور يې د کوما تر بریده وهلي او له اویا ډير نور يې هم ټپیان کړي دي.
د اسلامي امارت د بندیانو چارو کمیسیون په دې حساس وخت کې د کابل ادارې لخوا له لاس تړلو بندیانو سره دغه راز بزدلانه او وحشیانه چلند په تر ټولو سختو الفاظو غندي.
ورسره د سور صلیب په نړیواله اداره، د بشر حقوقو ټولنو او نورو خیریه سازمانونو غږ کوو چې د مظلومو بندیانو سره د دغه ناوړه چلند مخه ونیسي، د بندیانو د اړتیا وو د پوره کیدو لپاره په عاجل ډول لاس په کار شي او په بیچاره بندیانو باندې دې زور زیاتی وغندل شي.
که له مظلومو بندیانو سره یاد وحشیانه چلند په عاجل ډول بند نشي د اسلامي امارت د بندیانو چارو کمیسیون به له نظامي مسئولینو څخه وغواړي چې د هغوی د انتقام لپاره په نظامي لارو چارو غور وکړي. ان شاءالله
د اسلامي امارت د بندیانو چارو کمیسیون
۴/۸/۱۴۴۱هـ ق
۹/۱/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/3/28م

Related posts