جون 06, 2020

د بندیانو په خلاصون کې ځنډ، که د سولې مخالفت

د بندیانو په خلاصون کې ځنډ، که د سولې مخالفت

د ورځي خبره:

د کب پر لسمه د اسلامي امارت او امریکا تر منځ په شوي هوکړه لیک کې فیصله شوې چې د کب پر شلمه به د اسلامي امارت ۵۰۰۰ تنه بندیان او د کابل ادارې ۱۰۰۰ تنه بندیان سره تبادله کیږي او تر دې وروسته به بین الافغاني خبرې شروع کیږي؛ خو تراوسه د اسیرانو تبادله نه ده ترسره شوې او له امله یې بین الافغاني مذاکرات هم معطل شوي دي!
دښمن په پرلپسې توګه دا پروپاګند کاوه چې اسلامي امارت پر جګړې ټینګار کوي، د مسئلې سیاسي حل ته نه حاضریږي، د دښمن له دې تبلیغاتو ځینو اغیزمنو شوو کسانو هم فکر کاوه چې مجاهدین رښتیا سوله نه غواړي؛خو اوس دا ډيره روښانه شوه چې څوک د جګړې پر اور تېل پاشي او څوک سولې او د ولس ښېرازې ته ژمن دي! د بېلګې په توګه که دغني په مشري کابل اداره د اسیرانو تبادله کې ځنډ نه وای رامنځته کړی، نو د کب پر شلمه نیټه به بین الافغاني مذاکرات پیل شوي وای.
اسلامي امارت له امریکا سره تر سره شوې توافقنامې ته ژمن دی، تر اوسه د مجاهدینو له لوري د موافقتنامې هیڅ ډول تخلف نه دی شوی. هیله مو داده چې مقابل جهت هم د مهال ویش سره سم خپلې ژمنې پوره کړي چې په تدریج سره د هوکړه لیک ټولې مادې پلې شي او په پایله کې یې له افغانستانه د اشغال او جګړې ټغر ټول شي او امریکا ته له افغانستانه د احتمالي خطر مخه هم ونیول شي.
د امریکا متحده ایالات چې د کابل ادارې پوځي، مالي او سیاسي ملاتړ کوي او په مستقیمه مداخله او ملاتړ یې کابل اداره رامنځته شوې، مسؤولیت لري چې کابل رژیم د کب د لسمې د توافقنامې له مخالفت او سولې ضد دریځ څخه منعه کړي.
کابل اداره په یوه او بله پلمه د اسیرانو تبادله کې خنډونه پیدا کوي او له همدې لارې د سولې مخه نیسي، افغان ولس او نړیوال د کابل ادارې اوسنی جګړه ییز دریځ باید وغندي او د سولې مخ کې پراته خنډونه باید لیرې شي.

Related posts