
د اسلامي امارت د معارف مسوولینو د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې د مدرسو د نوي تعليمي کال د پيل او د درسي کتابونو د توزيع په مناسبت غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د مدرسو مهتممينو، د ښوونځیو سرښوونکو او قومي مخورو ګډون درلود.
د پوهنې مسوولینو غونډې ته ویناوې وکړې او پر مختلفو موضوعاتو يې خبرې وکړې، په ځانګړې توګه له علماوو او ښوونکو يې وغوښتل چې په ښوونيزو ادارو کې د اصلاحاتو او د باطلو افکارو د له منځه وړلو په برخه کې د تعلیم او تربيې له مسوولینو سره همکاري وکړي.
د غونډې برخوالو د پوهنې له مسوولینو خوښي څرګنده کړه، د هغوی د هڅو ستاينه يې وکړه او د همکارۍ ژمنه يې ورسره وکړه.
دوی دا ډول غونډې د ښوونې په برخه کې ګټورې وبللې.
د غونډې په پای کې د معارف مسوولینو پر مدارسو د دریمې درجې درسي کتابونه ووېشل.
۲۰۱۹-۷-۲۳