اپریل 03, 2020

په کابل کې وروستي ډله ییز بریدونه په کومه موخه؟

په کابل کې وروستي ډله ییز بریدونه په کومه موخه؟

فاتح عبید:

د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د توافقنامې له لاسلیک وروسته د دواړو لورو له ژمنې سره سم د جګړې شدت نسبتا راکښته شو، په ټولو لویو ښارونو کې نظامي او حکومتي مرکزونه د طالبانو له بریدونو خوندي پاتې شول، خو کابل کې پر یو شمېر ملکي اهدافو داسې پیچلي ډله ییز بریدونه ترسره شول، چې د لسګونو ملکیانو په مرګ ژوبله تمام شول.دغه بریدونه د خپل نوعیت او سیاسي زماني چاپيریال له پلوه له نورو ځانګړي وو او یو بېل پیغام یې درلود.
لومړنی برید د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې له لاسلیک شپږ ورځې وروسته «دمارچ په شپږمه» په کابل ښار کې د پخواني جنګسالار «عبدالعلي مزاري» د تلین پر مراسمو وشو، د غونډې ځای ته په مخامخ ودانۍ باندې وسلوالو داسې مهال ډزې پیل کړې، چې د سولې شوار رییس «کریم خلیلي» وینا اوروله،.د غونډې له ګډوډي سره هم مهاله وینا په منځ کې پاتې شوه او د عبدالله عبدالله، حامد کرزي او محقق په ګډون ګڼو لوړ پوړو میلمنو چارواکو مراسم ترک کړل، خو ملکیان ددې برید دم ته پاتې شول.
له څو ساعته جګړې وروسته برید د۳۲ تنو ملکیانو په وژل کېدو او د ۵۸ نورو په زخمي کېدو پای ته ورسېد.
د برید پړه داعش ډلې په غاړه واخسته او ویې ویل، چې حمله «احمد التاجکي» او «عبدالرحمن مهاجر» کړې.
دغه برید داسې مهال وشو، چې یو لور ته د اشرف غني او عبدالله تر منځ لا د ټاکنو د پایلو له امله راپورته شوې ناندرۍ په اوج کې وې او بل لور ته د عبدالله په محوریت د اشرف غني ټول سیاسي مخالفین د مزاري د غونډې ګډونوال وو.
د برید له پای ته رسېدو وروسته اشرف غني د یوې اعلامیې له لارې شوی برید د معمول په څېر «بشري جنایت» وباله او ژمنه یې وکړه، چې د پېښې د څېړنې لپاره به ځانګړی پلاوی ګماري او پایلې به یې له ملت سره شریکوي.
د پلاوي له ټاکل کېدو اوونۍ تېرې شوې ، خو د لسګونو نورو ورته پېښو د څېړونکي پلاوي په څېر ددې پلاوي د څېړنې پایلې لا هم ښکاره نشوې.
د برید تر پای ته رسېدلو وروسته د غونډې یوه میلمه محمد محقق ظاهرا د اشرف غني بانډ ته په اشارې وویل، چې ددې برید تر شاه ځیني کړۍ خپل سیاسي اهداف لري او دوی ته جوته شوې، چې دا برید د سیاسې انګېزې له مخې طراحي شوی برید وو.
د محقق په خبره، دوی د غونډې تر پيل وړاندې کافي امنیت نیولی وو او مراسمو ځای ته نږدې ټولې ودانۍ یې تصفیه کړې وې، خو د راټولېدو ځای ته مخامخ ودانۍ ته چې کله د غونډې امنیت نیوونکي ورغلي وو، امنیتي ځواکونو یې مخه ډب کړې وه او هغوی ته یې ویلي وو، چې دا ځای تصفیه شوی.
محقق ادعا وکړه، چې د برید په مهال په داسې یو حالت کې چې ولسي وګړي په اور او وینو کې لمبیدل ځیني امنیتي سرتېري د غونډې د ګډونوالو په ویشتلو لیدل شوي.
دوهم برید نن ورځ د کابل په شور بازار سیمه کې د اهل هنود هیوادوالو په یوه «درمسال» ترسره شو، د وسله والو یوه ډله سهار ۷:۴۵ دقیقې درمسال ته ننوته او هلته د ۲۵تنو له وژلو او د لسګونو نورو له ټپي کولو وروسته نږدې دوه بجې برید پای ته ورسېداو پړه یې یو ځل بیا د داعش ډلې په غاړه واخسته.
کابل ښار چې د توافقنامې له لاسلیک وړاندې هره ورځ په نظامي مراکزو باندې د بریدونو او د بهرنیو او داخلي عسکرو د کرېږو شاهد وو، د توافقنامې له لاسیک وروسته یې نظامي او دولتي مراکز ارام برېښېدل، خو په اکثره ملکي راټولېدونکو ځایونو کې اور او وینې سره ګډې وې او پړه یې داعش په غاړه اخسته.
داعش ډله، چې لا له وړاندې په افغانستان کې د حکومت د یوې پروژې په سترګه ورته کتل کېدل اوس هم په حکومت تاوان ده او د نظام د لوړ پوړو چارواکو له خولې په بیا، بیا دا خبره راوتلې، چې داعش د حکومت له لوري تمویل او تجهیز کېږي.
هغه وخت چې طالبانو د افغانستان په ختیځ «ننګرهار» ولایت کې د داعش په وړاندې سنګر نیولی وو، حکومت په پرلپسې ډول د طالبانو لیکې بمبار کړې او په داسې یو حالت کې یې داعش جنګیالي وژغورل، چې د طالبانو د بریدونو تر دم لاندې وو او مرګ یې په سترګو لیده.
حکومت په ننګرهار کې د طالبانو له لوري محاصره شوي سلګونه داعش زندانیان کابل ته انتقال کړل او دلته یې د محاکمې تر نامه لاندې د خصوصي میلمنو په حیث د ملي امنیت په زندانونو کې وساتل، خو تر پایه یې ملت ددې بندیانو له برخلیک خبر نکړ او نه یې دا څرګنده کړه، چې نیول شوي داعشیان اوس د چا په واک کې دي.
د حکومت هدف څه دی؟
د طالبانو او امریکا تر منځ په لاسلیک کېدونکې توافقنامه کې له طالبانو سره د افغانستان د کنټرولوونکي واحد خوځښت په حیث معامله شوې او د حکومت په نامه د کوم لوري هيڅ یادونه هلته نه تر سترګو کېږي، په شوې توافقنامه کې له طالبانو دا تضمین اخستل شوی، چې د افغانستان خاوره به د «ترورستي ډلو» له لوري استعمال ته نه پرېږدي، ددې تضمین مفهوم دادی، چې نړیوال اوس طالبان په افغانستان کې د حکومت او بهرنیانو په وړاندې د یوازېني مقاومتي خوځښت په حیث پېژني او د طالبانو په دې ظرفیت قایل دي، چې هغوی کولای شي افغان خاوره په خپل ګرفت کې وساتي او له افغان خاورې ناوړه استفاده کوونکې ډله وټکوي.
حکومت چې له پیله د طالبانو او امریکا تر منځ مذاکراتو کې ونډه نه ورکړل شوې او د برخلیک تار یې امریکا له ځانه سره ساتلی وو، د بهرنیانو له وتلو سره هم مهاله یې خپل بنسټنونه چپه شوي لیدل او د نړیوالو او امریکا تر منځ په توافق هيڅ خوښ نه وو، ځکه د پورته دواړو لورو تر منځ د موافقې په بنسټ، بهرنیان باید خپلې کډې وتړي، افغانستان طالبانو ته پرېږدي او د حکومت برخلیک په اړه پرېکړه هغه افغان ملت ته پرېږدي، چې حکومت اتلس کاله د بهرنیانو په حضور او سلا وځپل او ویې ځورول، نو ښکاره خبره ده، چې حکومت ته د بهرنیانو وتل د خپلو متزلزلو بنسټونو د ژوند په بیه تمامېږي او له هرې لارې باید هڅه وکړي، د هغوی اوږد مهاله حضو ته لاره پرانېزي او د دایمي مرستو د جلب له لارې یې په پښو ولاړ بنسټونه څه ناڅه ورغوي.
حکومت د همدې مقاصدو لپاره د داعش له نامه څخه په استفادې پر ملکي اهدافو بریدونو ته مخه کړه، تر څو نړیوالو ته په افغانستان کې د ګڼو ډلو د شتون د ثابتولو هڅه وکړي او په دې توګه لاسلیک شوې توافقنامه کمرنګه وښيي.
د حکومت له لوري دداعش د کارولو او پر ملکي اهدافو د داعش له ادرسه د بریدونو کولو دوهمه موخه دا هم کېدای شي، چې بهرنیان دې په افغانستان کې شتون او دایمي مرستو ته وهڅول شي، هغوی دې په داعش وویرول شي، داعش دې ورته وپړسول شي او هغوی دې اړ ایستل شي، تر څو له حکومت سره مرستې دوامداره وساتي.

Related posts