اپریل 03, 2020

کندهار: نیش کې د قاریانو د فراغت په ویاړ پرتمینه غونډه و شوه

کندهار: نیش کې د قاریانو د فراغت په ویاړ پرتمینه غونډه و شوه

د کندهار ولایت د نیش ولسوالۍ  اړوند د ناوې د سیمې په (فاروقیه) مدرسه کې د قاریانو د فراغت په ویاړ ستره  غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه سهار مهال د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شوه، چې د یادې سیمې ګڼ شمېر علماء کرامو، قومي مخورو، د مدرسو طالبانو او عامو ولسي وګړو پکې ګډون کړی وو.

د غونډې ګډونوالو ته علماءکرامو د علم، پوهې  او د قرآن کریم د زده کړې، فضیلت او نورو موضوعاتو په اړه په زړه پورې ویناوې وکړې.

د غونډې په پای کې (۲۲) تنو قاریانو ته د فراغت بګړۍ  ور پر سر شوې، غونډه د مسلمانانو د بریا په دعا پای ته ورسېدله.

۳-۲۵-۲۰۲۰

Related posts