اپریل 03, 2020

د اسلامي امارت مرستیال محترم ملا برادر اخند او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پخپلو کې سره وکتل

د اسلامي امارت مرستیال محترم ملا برادر اخند او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پخپلو کې سره وکتل

تیره ورځ ناوخته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او ورسره مل هیئت يې د اسلامي امارت له سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر محترم ملا برادر اخند او مل هیئت سره يې مفصله لیدنه وکړه.

دغه ناسته د قطر هیواد په مرکز دوحه کې په داسې حال کې ترسره شوه چې دواړو خواوو د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د شوې موافقتنامې په لاښه تطبیق او د بندیانو په چټک خلاصون خبرې وکړې.

د اسلامي امارت سیاسي مرستیال محترم ملا برادر اخند او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو په خبرو کې ټينګار وکړ چې د توافقنامې په کلکه عملي کول به د بین الافغاني مذاکراتو د پيل او د توافقنامې سره سم د راتلونکي سیاسي اسلامي نظام په شمول دایمې سولې او اوربند ته لاره پرانیزي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو اطمینان ورکړ چې امریکايي ځواکونه د مهالویش مطابق د وتلو په حال کې دي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۲۹/۷/۱۴۴۱هـ ق

۵/۱/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/3/24م

Related posts