اپریل 06, 2020

جګړه مار رژیم او مظلوم ولس

جګړه مار رژیم او مظلوم ولس

د ورځي خبره:

د کب پر لسمه نیټه چې د اسلامي امارت او امریکا تر منځ د اشغال د خاتمې تړون لاسلیک شو، هیوادوالو په پراخو ولولو او خوښیو بدرګه کړ؛ خو د کابل رژیم نه یوازي داچې د همدې تړون ملاتړ و نه کړ، بلکې له مختلفو لارو یې هڅه وکړه چې دګران هیواد دازادۍ او سولې د همدغه هوکړه لیک د عملي کیدو مخه ونیسي او د اشغال پایښت ته زمینه برابره کړي.

د اسلامي امارت او امریکا تر منځ په شوې توافقنامه کې ذکر شوي چې تر بین الافغاني مذاکراتو وړاندې به د بندیانو تبادله ترسره کیږي او بیا به بین الافغاني خبرې پیلیږي، بین الافغاني مذاکراتو ته د هیواد والو ډيره تلوسه وه او ده، ځکه بین الافغاني خبرې کولای شي چې روانه جګړه ختمه او سرتاسري سوله تامین شي.
کابل رژیم که له یوې خوا په بیلابیلو پلمو د بین الافغاني ناستو مخه ډب کوي، له بلې خوا یې د عام او مظلوم ولس وژلو او کور ورانولو ته ملاتړلې، د ملکي هیوادوالو پر کورونو بمبارۍ کوي او شتمنۍ یې لوټي، تېره ورځ یې د هیواد په مختلفو سیمو کې لسګونه ولسي وګړي شهیدان او ټپیان کړي او مالي زیانونه یې ورته رسولي دي.
د کندز ولایت د دښت ارچي ولسوالۍ په تاجکي قشلاق سیمه کې د رژیم په بمبار کې ۴ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي. همداراز د همدې ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په یکه توت سیمه کې هم کابل رژیم د ملکي خلکو پر کورونو بمبار کړی چې له امله یې دښځو او ماشومانو په شمول ۱۱ تنه ولسي وګړی شهیدان او ۴ تنه ژوبل شوي دي.
دفاریاب ولایت د المار ولسوالۍ په بخاري قلعه کې ګوډاګيو عسکرو د ملکي خلکوپر کورونو د ډیسي توپ پیرونه کړي چې له امله یې ۲ کورونه ویجاړ او ۴ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
همدارنګه د پکتیا ولایت د احمدابا ولسوالۍ په غړک سیمه کې د کابل ادارې وسله والو د ولسي خلکو پر کورونو او مسجدونو یرغل کړی،خلک يې وهلي او کړولي، د کورونو دروازې یې په بمونو الوزولې، دجوماتونو فرشونه یې سوځولي، دوکانونه او درملتونونه یې زیانمن کړي او د ولسي وګړو نقلیه وسایط یې له ځان سره وړي دي.
دا یو منل شوی واقعیت دی چې د ولس په وژلو او ځورولو هیڅوک هم بریا ته نشي رسیدلی، هغه جهت به بریمن وي چې د ولس ملاتړ له ځان سره ولري، مثلا همدا اوس وینو چې په مادي لحاظ کمزوري مجاهدین د مجهز دښمن په وړاندې کامیاب دي، ځکه له مجاهدینو سره دولس ملاتړ شته او برعکس له دښمن سره چې د ولس همکاري نشته، د ډیرو او پراخو امکاناتو سره سره ذلیل او ورځ تر بلې د لا ډیر شکست سره مخامخ کیدونکی دی.
ورځ په ورځ د جګړمار رژیم په وړاندې د مظلوم ولس کرکه نوره هم زياتیږي او د مجاهدینو لا ډيرې همکارۍ او ملاتړ ته رادانګي، آن د دښمن تر واک لاندې سیمو خلک هم له مجاهدینو سره همکاري کوي چې له سره یې دکابل رژیم د وحشت او فساد څادر لیرې شي. همداراز د دښمن له لیکو څخه ډلې ډلې وسله وال د اسلامي امارت مجاهدینو ته تسلیمیږي او له رژیم څخه د نفرت په اظهار سره د ولس له دښمنۍ څخه لاس اخلي، دغو پرمختګونو ته په کتلو سره ښکاري چې د کابل رژيم د وحشت او ظلم دوران نور پر ختمېدو دی او ليري نه ده چې د لوی رب جل جلاله په فضل مظلوم افغانان نور د يوه خپلواک اسلامي نظام خاوندان شي او کلونو قربانۍ يې رنګ راوړي. ان شاء الله تعالی! و ما ذلک علی الله بعزيز

Related posts