اپریل 06, 2020

لغمان: دولت شاه کې ۳ اربکیان له مجاهدینو سره یو ځای شول

لغمان: دولت شاه کې ۳ اربکیان له مجاهدینو سره یو ځای شول

نن د لغمان ولایت، دولت شاه ولسوالۍ په مربوطاتو کې د عبدالباسط ولد محمد غلام، ګل اغا ولد محمد غلام او نوشیروان ولد محمد غلام په نوم ۳ اربکیان د حقائقو په درک کولو او د دعوت او ارشاد کمیسیون په زیار له مزدور رژیم څخه راجلا او مجاهدینو سره یو ځای شول.

دوی ژمنه کړې چې تر دې وروسته به د مزدور رژیم په لیکو کې هیڅ ډول فعالیت نه کوي، او په نورو پولیسو، عسکرو او اربکیانو یې هم غږ کړی چې د خپل ځان او ژوند د خوندیتابه لپاره دي د جګړې له لیکو را ووزي او ازاد ژوند ته دي راستانه شي.

2020/3/23

Related posts