اپریل 06, 2020

د بین الافغاني خبرو د ځنډ مسؤل څوک دی؟

د بین الافغاني خبرو د ځنډ مسؤل څوک دی؟

جاوید علي خېل
د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب د میاشتې په لسمه نیټه د طالبانو او امریکایي اړخ تر منځ په قطر کې افغانستان ته د سولې راوستلو تر عنوان لاندې یوه مهمه او تاریخي موافقه لاسلیک شوه. دغه توافقنامه په وروستیو اتلسو کلونو کې تر ټولو مهم ګام و چې د افغانستان د معضلې د حل په لار کې واخیستل شو. له همدې امله خو درست افغان اولس، بیلابیلو ټولنیزو اقشارو او سیاسي ډلو د دې توافقنامه د امضاء نه یوازې تود هرکلی وکړ، بلکې توافق یې هم ورسره ښکاره کړ. حتی په سیمه ییز او نړیواله کچه هم د دې توافقنامې سرتاسري ملاتړ وشو او په پای کې د ملګرو ملتونو لخوا تائید شوه.
اوس داسې اوریدل کیږي چې دغه تاریخي توافق نامه له خپل ټاکلي زماني چوکاټ سره سمه نه عملي کیږي. دا چې ولې نه عملي کیږي؟ مسؤل یې څوک دي او د خنډ او ځنډ پړه یې د چا په غاړه ده؟؟ راځئ یوه شیبه د حقیقت له عینکو ورته نظر وکړو.
په توافق نامه کې په صراحت سره لیکل شوي چې د بین الافغاني مذاکراتو له پیل وړاندې باید د کابل اداره پنځه زره بندیان آزاد کړي. په داسې حال کې چې امریکایي اړخ دا خبره منلې او توافق نامه یې له امضاء وړاندې د کابل چارواکو ته هم ښکاره کړې وه اوس د ارګ چارواکي د بندیانو په خلاصون کې تعلل او بهانه جویي کوي. دا چې بین الافغاني مذاکرات نه دي پيل شوي، علت یې د کابل د چارواکو لخوا همدا تاخیر دی چې خپله کورنۍ وظیفه یې په سمه توګه نه ده ترسره کړې.
په دې اړوند بله د یاد وړ موضوع دا ده چې متأسفانه د ارګ چارواکي د بندیانو له بشري موضوع څخه سیاسي استفاده کوي او په دې ډول یوه انساني موضوع د بل انساني او حیاتي هدف ( سولې) د تأخیر لپاره کاروي. هغه هم په داسې حال کې چې د کاغذ پر مخ دا هر څه منل شوي او د ملل متحد په شمول یې نړیوال اعتبار هم خپل کړی دی. د کابل د چارواکو دا چلند نه یوازې د معضلې د حل په وړاندې ښکاره سنګر نیول دي، بلکې اخلاقا او وجدانا هم ښه کار نه دی، چې نړۍ، ملت او تاریخ ته به ملامت وي.
د کابل چارواکي ګیله لري چې طالبانو ولې خپل بریدونه جاري ساتلي. واضحه خبره ده چې په توافق نامه کې هیڅ داسې ماده نشته چې طالبان له روانو حملو څخه راوګرځوي. دا چې طالبان د اشغال د خاتمې او بمبار درولو په مقابل کې په امریکایانو برید نه کوي، ښکاره خبره ده چې امریکایانو له طالبانو سره په مخامخ مذاکراتو کې خپل مسائل حل کړل او یوې نتیجې ته سره ورسیدل. که د کابل چارواکي واقعا د خپلو عسکرو ژوند ته اهمیت ورکوي، نو باید د منطق لاره ونیسي. دوی خو فی الحال برعکس روان دي او موږ وینو چې د بین الافغاني خبرو په وړاندې خنډونه جوړوي، چې په دې سره یوازې جګړه دوام پیدا کوي او د دواړو اړخونو مرګ ژوبله زیاتیږي.
په پای کې باید ووایو چې د کابل د چارواکو اوسنی زړه نا زړه حالت د هیچا په ګټه نه دی. بلکې په نتیجه کې یې د سوله ییز حل تګلاره له خنډ او ځنډ سره مخامخ کیږي. ولس پوهیږي چې د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډ ټول مسؤلیت د ارګ چارواکو ته راجع دی چې په خپل سلیقوي سیاست سره سرتاسري سولې ته د رسیدو مخنیوی کوي.

Related posts