اپریل 06, 2020

د لوړو اهدافو په مخ کې خنډونه باید لرې شي!

د لوړو اهدافو په مخ کې خنډونه باید لرې شي!

د ورځي خبره:
که څه هم د کابل ادارې د عسکرو په وړاندې روان عملیات او بریدونه، عادي جهادي بهیر دی او د اسلامي امارت لخوا د ترسره شويو تعهداتو سره کوم تضاد نه لري؛ خو دښمن یې د مجاهدینو پر خلاف د تبلیغاتو د موادو په حیث کاروي.
وروسته له هغه چې د کابل ادارې بنسټګرو او تمویلونکو امریکایانو له افغانستانه د خپل ناروا اشغال د ټغر ټولو پر سر له اسلامي امارت سره هوکړه وکړه، د اسلامي امارت محترم مشرتابه د کابل رژیم ټولو منسوبینو ته عمومي عفوه اعلان کړه او ترې ویې غوښتل چې له بېځایه مخالفته، چې دنیا او آخرت دواړه یې له ګواښ سره مخ کوي، لاس واخلي.
په داسې حال کې چې له یوې خوا بادار لاس ترې واخیست او بلخوا یې لا هم پر وړاندې د ولس غېږه ورته خلاصه پاتې وه، د کابل رژیم د عسکرو لپاره تر ټولو غوره لار د هغه وسلې غورځول دي چې پردیو د خپل مسلمان ورور د وژلو لپاره په لاس کې ورکړې وه.
غوره به وي چې دوی د پردي او نه متحقق کېدونکي هدف لپاره د بېځایه سر بایللو پرځای نور د خپل ولس په څنګ کې کښېني، هغه ناکامه او ناروا لار نوره پریږدي چې دا تېر نولس کاله یوازې له خپل ولس او تش لاسو مسلمانو وروڼو سره په کې په جنګ اخته وو.
اسلامي امارت یو ځل بیا پر ټولو غولېدلو افغانانو باندې غږ کوي چې نور دې د نفس پرځای عقل ته غوږ ونیسي، نور دې د پردیو او خپلو هغو مشرانو لپاره جګړې ته دوام نه ورکوي چې پخپله په ماڼیو کې ناست وي او دوی یې د مرګ خولې ته ورکړي دي. د اسلامي امارت د مجاهدینو غېږه دوی ته تل خلاصه ده، او عفوه ورته کوي.
اما مجاهدین به، د لوی خدای جل جلاله په مرسته او توفیق سره، هغه څوک په هیڅ ډول قرار ته پرېنږدي چې د اشغال د خاتمې او د اسلامي نظام د تحقق د علیا اهدافو پر وړاندې خنډ وي.

Related posts