اګست 24, 2019

کندهار: خاکریز  په چاودنوکې یوه شوبله ویجاړه  ۲عسکرقتل یوژوبل شوی

کندهار: خاکریز  په چاودنوکې یوه شوبله ویجاړه  ۲عسکرقتل یوژوبل شوی

نن سهار ۶ بجې  دکندهار ولایت دخاکریز ولسوالۍ اړوند د شرغي  په سیمه کې  د کابل ادارې دعسکرو پر شوبله دخښ کړی شوي ماین په مټ چاودنه شوي چې له امله یې شوبله ویجاړه اوپکې سپاره عسکروته مرګ ژوبله اوښتي

همداراز  نن سهار ۸ نیمي بجې  دیادي ولسوالۍ اړوند د منډګک ددښت په سیمه کې  په پلي عسکرو دخښ کړی شوي ماین په مټ چاودنه شوي چې پکې ۲ تنه عسکر وژل شوي اویوبل ژوبل شوی

دیادوني ده چې بیګاه شپه ۱۱ بجې هم دمنډګک دښت په سیمه کې ددښمن پر قرارګاه دلیزري وسلو په مټ بریدونه شوي  خو دتلفاتو په اړه یې کره معلومات نه دي تر لاسه  شوي

2019/7/22

Related posts