اګست 24, 2019

لوګر مرکز کې اشغالګرو د پولیسو په پوسته بمبار کې ۱۰ پولیس مړه او ژوبل کړل

لوګر مرکز کې اشغالګرو د پولیسو په پوسته بمبار کې ۱۰ پولیس مړه او ژوبل کړل

وړمه شپه ناوخته د لوګر ولایت  مرکز اړوند عمراباد سیمه کې  امریکایي اشغالګرو د پولیسو په پوسته بمبار وکړ، چې په ترڅ کې یې د پولیسو پوسته په بشپړه توګه ویجاړه شوې، ۷ تنه مزدور پولیس پکي مړه او ۳ تنه نور مرګوني ژوبل شوي دي، خو د کابل اداره یې له دې امله چې پوهېږي یو ستر خجالت دی د مړو شمېر یواځې ۴ یادوي.

همداراز دغه برید کې د پولیسو یو سراچه ډوله موټر هم په مکمل ډول له منځه وړل شوی دی.

2019/7/22

Related posts