اګست 24, 2019

فراه : فراه رود کې دښمن ته د ور اوښتو تلفاتو اونیول شویو مهماتو وروستي جزئیات

فراه : فراه رود کې دښمن ته د ور اوښتو تلفاتو  اونیول شویو مهماتو وروستي جزئیات

د الفتح  عملياتو په لړ کې  دفراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ اړوند د نعلک ،کاروانګاه ، ګندآب ، چکاب او کله میخ په سیموکې  وړمه  ورځ  سهار دکابل ادارې دعسکرو پر هغه موټریزکاروان  پراخ وسلوال بریدونه ترسره شول چې دهرات کندهار پرلویه لاره یې  دبکوا، ګلستان او فراه رود ولسوالیو له پوستواومراکزو څخه  خپل عسکر را ټول  کړي ؤ او دتېښتي هڅه یې کوله

بریدونه چې پکې سپکې  اودرنې وسلې وکارول شوي  دماسخوتن تر ۱۰ بجو پوري یې په شدت سره دوام  وکړ  او په مهال یې  په دښمن د ۵ خښ کړی شویو ماینونو په مټ قوي چاودني هم شوي وي

دبریدونو اوچاودنو په پایله کې  ددښمن۱۳عرادي ټانکونه  اوموټر ویجاړ شوي  ,چې  تخریب شوي وسائط ټول دمجاهدینولاس ته ورغلي

همداراز د۲۰۷ظفرقول اردودوهمي لیوادشپږم کنډک د ظالم  قومندان بشيراحمد په ګډون تر۳۰ زیات عسکرقتل اویوشمیرنورژوبل شوي

دښمن خپل مړه اوژوبل عسکر دجګړې له ډګره  د چورلکوپه مټ لیږدولي

همداراز ددښمن یوزغروال ټانګ ، یو کرینک موټر، یوه  دومیله یوثقیل , يو جلسه ټوپک ، یوکانټینر چې له مهماتو ډک ؤ  اونورپه زیات شمیرکي نظامي توکي اودقرارګاو لوازم اومهمات نیول شوي

په بریدونو کې  لله الحمد مجاهدینوته هیڅ نوع زیان نه دی اوښتی

2019/7/21

Related posts