جولای 11, 2020

سپين امارت/ معتصم

سپين امارت/ معتصم

شاعر: ملا عبدالرحمن معتصم

 ویړ دي پراته دشهادت جامونه

  پریږدئ داتږي په یودم او به شي

 ژر انقلاب ته رخصت مه ورکوئ

  چه دا تندي  ګلونه سم اوبه شي

  لامنصوري ارمان ته وخت پاتي دی

  لاعمري منزل مزلونه غواړي

  لا په ازمون کي جنتي ازادۍ

  دار اوزندان غواړي اورونه غواړي

  دهمت شمعي درنه مړاوي نشي!

  هغه جزبې اورونه  بل وساته

  ای دتوحید دبڼ مالیار طالبه

  سپین امارت دغسي ګل وساته

  چه څو روان وي سمندر دمیني

  موږ به پري تنده دجهاد ماتوو

  دخدای په عشق لکه دبدر غازیان

 به پاتي شوني دالحاد ماتوو

  زړونه وهلي دستم سیلیو

  زخمي زخمي دي درملنه غواړي

  سوله کمال ته رسېدلې نه ده

  سوله ماشومه ده پالنه غواړاي

  نور به هم غچ له تندرونو اخلو

  دازادۍ د لمر رڼا کمه ده

  دمعتصم قلم دحال په ژبه

وايې دتورو نن  بریښنا کمه ده

Related posts