اګست 22, 2019

د عالی تحصیلاتو د څلور ورځني سمینار راپور

د عالی تحصیلاتو د څلور ورځني سمینار راپور

د افغانستان اسلامي امارت
د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون
د عالي تحصیلاتو اداره
د جنوب غرب حوزه
د څلور ورځني سمینار لنډ راپور

 

څرنګه چې د روان ۱۴۴۰ هجري قمري کال رمضان میاشت کې د عالي تحصیلاتو په اداره کې یو لړ بدلونونه د کارونو د ښه او تېز پرمختګ په بنیاد رامنځته شول چې لله الحمد د امارت د مقام له لورې منظور او ومنل شول؛ نو په همدې اساس د دې ادارې په ابتکار او غوښتنه د جنوب غرب حوزې د حلقاتو او اداري مسؤلینو تر مېنځ د کارونو د شفافیت، په کارونو کې د هماهنګۍ او ښه سمون په خاطر د روانې میاشتې په اوږدو کې مشورتي او علمي سمینار دائر کړ؛ یاد سمینار چې څلور ورځې یې په بر کې ونیولې په لاندې مهمو موضوعاتو را څرخېد:
الف: تعارفي مجلس او د عالي تحصیلاتو اهمیت او په نظام کې یې ځای او مهم رول.
ب: په تعلیمي ادارو کې د پراخ فساد اسباب، منابع، د له منځه وړلو لارې چاري او تر څنګ یې د اصلاح په اړه لازم تدابیر.
ج: د جنوب غرب حوزې عالي تحصیلاتو د حلقاتو د مسؤلینو له لوري د خپل خدمت لنډ راپور وړاندې کول او د دې تر څنګ د ځینو نیمګړتیاوو په له منځه وړلو هم اړین بحث وشو.
د: د راتلونکي لپاره د کارونو د لا ښه سمون په پار د جنوب غرب حوزې د مسؤل له لوري د سمینار ګډنوالو ته یو لړ مهمي مشورې ورکړل شوي.
ه: د سمنیار په وروستیو کې د مسؤلینو د مسؤلیتونو په اړه وضاحت وشو او د دې تر څنګه د هغو ضرورتونو یادونه هم وشوه چې د کارونو په پرمختګ کې د یادي ادارې له غړو سره مرسته کوي.
لومړۍ ورځ: سمنیار د قرآن پاک د څو مبارکو ایاتونو په لوستلو سره پیل شو، لومړنۍ موضوع د ملګرو په تعارف او ورپسې د عالي تحصیلاتو د جنوب غرب حوزې مرستیال د عالي تحصیلانو په اهمیت، ضرورت، سترتوب او دې کمېسون ته په اړتیا مفصل بحث وکړ او زیاته یې کړه چې د امت د ځوان او لوستي کهول په ځانګړې توګه افغاني ځوانان چې د ستر شیطاني او طاغوتي دښمن تر مستقیم یرغل او ګذار لاندې دي باید د عقېدوي او فکري سمون او ارتقاء په مورد په تعلیمي مراکزو لکه پوهنتونونو او دارالمعالمینونو کې خپل فعالیتونه ګړندي کړو ځکه غرب د تاریخ په اوږدو کې د مسلمانانو د همدې لوی او مهم قشر په بې دینه کولو، فاسدولو او بیا ځانته خپلولو کې زیاته توجه او پام اړولی څو له همدې طریق څخه په استفادې د مسلمانانو شارګونه د دوی په خپلو وروڼو او هېوادوالو ووهي بناء د اسلامي فکر خاوندان، علماء او خصوصا زموږ د عالي تحصیلاتو ادارې غړي ټول باید د الهي او انساني مکلفیت په اساس د ځورېدلي، مظلوم او محصور ملت د بچیانو د سالم تربیت لپاره خپلې هڅې او کوښښونه زیات کړي څو د امت همدا قشر د دښمنانو له هلاکوونکو او ګنده پلانونو څخه خبر او په وړاندې یې د مقابلې لپاره تیار کړي.
همدا راز د عالي تحصیلانو د ادارې د جنوب غرب حوزې د داخل نماینده، د حلقاتو مسؤلینو او اداري کارمندانو په عموم کې د تعلیم په ارزښت او د دې ادارې په شتون او ورته اړتیا باندې کافي او هر اړخیزي خبرې وکړې.
دویمه ورځ: د سمینار په دویمه ورځ د عالي تحصیلاتو د جنوب غرب حوزې مرستیال په تعلیمي اداراتو کې د روان شته فساد، بد اخلاقۍ او فحشاء د اسبابو او وسائلو همداراز د فساد د مخنېوي او اصلاح په مېنځ ته راتګ کې په هغو لارو او طرېقو چې مؤثر او اسانه وي مجلس ته د سوالونو په توګه وړاندې کړل چې دروښانتیا او وضاحت لپاره د مجلس ټولو برخوالو پرې خپل نظریات تقدیم کړل د بېلګې په توګه دفساد اساسي جرړه او بېخ د اشغال شتون، په تعلیمي ادارو کې د مدني ټولونو له لوري په پراخه کچه اسلام ضد کړني ترسره کول، په کلیدي بستونو کې د فاسدو اشخاصو ځای پر ځای کول، د رسنیو له لاري بې درېغه زهرجن او فاحش مواد نشرول لکه سریالونه… او همدارنګه په تعلیمي بهیر کې د ښځینه او نارینه زده کوونکو اختلاط دي؛ نو د پورته ناخوالو د مخنېوي له اهمو لارو چارو څخه د اشغال په خلاف عامه زهنیت جوړول،د اصلاحي پرګرامونو په کار اچول لکه د ترغیبي او تربیتي حلقاتو جوړول، سیالۍ دائرول، د ورځپاڼو وېشل، علماء، پوهان او داعیان تشویقول او هغوی متوجه کول چې د همدې فساد په ضد د خلګو زهنیت جوړ کړي، د دعوت او ارشاد کمېسیون ساحوي مسؤلین وېښول او خپلو کارونو ته متوجه کول چې په مفتوحه علاقو کې د مساجدو او جامعګانو خطیبانو ته د بحث اړین موضوعات وټاکي،په فردي توګه دعوت کول، د فرهنګي موادو لکه کتاب، مجله، میموري او رسالې وېشل دي او هم د ضرورت په اندازه له زور او جبر څخه کار اخستل یعني اخطاریه اعلامیې نشرول او بیا په ځینو حالتو کې د امکان تر کچې د عمل جامه ور اغوستل دي.
ورپسې په هغو لارو چارو هم خبره وشوه چې استادان، محصلین او په عموم کې لوستی کهول د اسلامي امارت سره په اسانه توګه یو ځای کوي.
د دې تر څنګ د لیک او لوست له خاوندانو سره د اړیکو جوړولو او له هغوی څخه د هغوی په مسلک کې د خپلې ادارې د کارونو په پر مختګ باندې هم بحث وشو د مثال په ډول د تحفو او ډالیو ورکول، رابطه او اړیکه ورسره جوړول، خپل مسؤلیت او مکلفیت ته متوجه کول، په فردي توګه دعوت ورکول، د عامو دعوتي پرګرامونو ترتیب ورته جوړول او هم د مسؤلو کسانو له لورې ورسره نرم او عاطفي چلند کول دي چې د نظام په وړاندې د خلکو سره مینه او محبوبیت پیدا کوي.
دریمه ورځ: د سمینار په دریمه ورځ د عالي تحصیلاتو د جنوب غرب حوزې د داخل مسؤلینو د خپلو کړیو کارونو او فعالیتونو په اړه لنډ راپور وړاندې کړ چې په مختصره توګه ورته اشاره کوو: په هر ولایت کې د ولایتي مسؤل تر څنګ یو منظمه شوری وجود لري چې اوو اعضاؤو ته شامله ده او یاد ملګري په لاندې برخو کې خپل خدمت مخ ته وړي.
الف: تربیتي برخه: منظم ترغیبی او تربیتي حلقات فعاله او راوان دي چې ټولټال شمېر یې تر پنځوسو اوړي چې په دې کې ۳۵ نصابي حلقات دي چې ټول ګډونوال یې د عالي تحصیلانو له لائحې څخه خبر او امارت ته وفادار او هم د شوری اعضاء کې داخل دي. دویم ډول ترغیبي حلقات دي چې په دې کې په سلګونو کسان د امارت له اصولو سره سم په درس لګیا دي.
ب: فرهنګي برخه کې د ۱۰۰۰ جلد نه زیات فکري، عقېدوي او اصلاحي کتابونه وېشل شوي دي او هم د انټرنېټ له لارې د امت د ځوانانو د اصلاح لپاره د ځېرک محصلین په نوم ناپېیلی ویب پاڼه جوړه شوې ده چې په مختلفو کتګوریو کې بېلا بېل موضوعات او مضامین روزانه نشریږي. دا راز په هر ولایت کې د هغه ولایت مسؤلینو هم فسبوکي دعوتي پاڼې جوړې کړې دي چې عقېدوي او دښه استعداد خاوندان پکې نشرات کوي.
ج: مالي برخه کې د کمېسیون د همکاري سره سره د ملګرو له لورې هم هره میاشت د توان تر کچې پرداخت کېږي چې په همدې پیسو په همغه ولایت کې په دعوتي او اساسي کارونو کې تري استفاده کېږي لکه د کتابونو او پرینټرنو اخېستل او نور.
د: کتابتون: لله الحمد د جنوب غرب حوزي په ځینو ولایتونو کې منظم کتابتونونه فعال شوي دي چې په هر کتابتون کې په سلګونو کتابونه شتون لري او دا لړۍ مخ په زیاتېدلو ده.

څلورمه ورځ: یاده ورځ چې د سمینار وروستۍ ورځ وه، د عالي‌تحصیلاتو د ادارې د مرستیال له لوري د سمینار ګډنوالو ته د کارونو د پرمختګ په پار ضروري او اړیني مشوري ورکړل شوي او د دې تر څنګ د مسؤلیتونو په وضاحت یې هم مفصله خبره وکړه، په پای کې په هغو ضرورتونو باندي هم د سمینار د ګډونوالو له لوري بحث وشو چې د یادي ادارې په پرمختګ کې مهم رول لوبوي.

 

د عالي تحصیلاتو اداره
د جنوب غرب حوزه
(۱۴۴۰ هـ ق کال د ذی القعدې ۷، ۸، ۹ او ۱۰)

Related posts