
ګرانو هېوادوالو!
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاتهُ
څرنګه چې هره اداره د اړيکې نيولو لپاره خپلې رسمي پتې او آدرسونه لري او وخت پر وخت ورسره د همدې رسمي آدرسونو له لارې رابطه نيول کېږي، نو همدارنګه د عالي تحصيلاتو اداره هم د نورو ادارو په څېر د اړيکې نيولو لپاره خپل رسمي آدرسونه لري.
د عالي تحصيلاتو ادارې دا اړينه وګڼله چې خپل رسمي آدرسونو له درنو هېوادوالو، په ځانګړې توګه له لوستي کهول سره، چې د سوشل مېډيا او انټرنېټ سره ډېر سروکار لري، شريک کړي.
د پوهنتونونو محترم استادان، محصلين، اداري کار کوونکي او نور هر ډول لوستي هېوادوال کولای شي، چې په لاندې شمېرو او برېښنايي پتو (ايمېل آدرسونو) د عالي تحصیلاتو له ادارې سره اړيکه ټينګه کړي.
د مبايل او واټسآف شمېره: +93730883675 +93700546304
ايمل پته: m.usmanhec@gmail.com hamidullah.hamid2019@gmail.com