اپریل 06, 2020

د کرونا ناروغۍ په وړاندې د چلند په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

د کرونا ناروغۍ په وړاندې د چلند په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحیم

کرونا ناروغي د الله تعالی لخوا یوه مقدره ناروغي ده چې ممکن د انسانانو د سرکشیو، ګناهونو او نورو اسبابو له امله الله تعالی راوستي وي.
زموږ مسلمان ملت باید یاده ناروغي د الله تعالی تقدیر وبولي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لارښوونو سره سم چلند ورسره وکړي.
د علماء کرامو له لارښوونو سره سم دې په کثرت سره مأثورې دعاګانې ولولي، د قرآنکریم تلاوت دې زیات کوي، استغفار دې په کثرت سره وايي، صدقات او خیراتونه دې وکړي او الله تعالی ته دي په خپلو تیرو ګناهونو توبه وباسي.
همدا ډول د روغتیايي سازمانونو، ډاکټرانو او روغتیا پالانو لخوا چې په دې اړه د کومو احتیاطي تدابیرو لارښوونه شوې د هغو رعایت دې وکړي او تر وسه وسه دې هڅه وکړي چې احتیاطي طبي تدابیر عملي شي.
خو په عین حال کې باید په الله تعالی باندې د توکل څخه هم غافله نشي، وارخطايي، د اسلامي احکامو پريښودل او یا نور داسې څه ونشي چې خدای مه کړه، له دین څخه بغاوت وي، د خلکو تشویش ډيروي او له روحي پلوه خلک کمزوري کوي.
نړیوالې مرستندویه، صحي او بشري ادارې دې زموږ تر کنترول لاندې سیمو ته هم د اړتیا وړ موادو، درملو او مرستو په رسولو کې خپله دنده ادا کړي، موږ به ورته بشپړه زمینه سازي وکړو چې تګ راتګ يې مصئون وي.
تجاران وروڼه هم باید د اسلامي او انساني مسؤلیت له مخي په دې مصیبت کې د خپلو خلکو لاس نیوی وکړي، نامشروع ګټې ونه کړي، په خلکو باندې د توکو قیمتونه لوړ نه کړي، له احتکار څخه ځان وساتي او له خلکو سره خواخوږي زیاته کړي. والسلام

د افغانستان اسلامي امارت
۲۳/۷/۱۴۴۱هـ ق
۲۸/۱۲/۱۳۹۸هـ ش ــ 2020/3/18م

Related posts